نظــر

دقرآن بلبل

ندیم سالار

پیژندنه

رجب طیب اردوغان د فروري په۲۶مه په ۱۹۵۴م کال کې په استانبول ښار کې زیږیدلۍ دئ، کورنۍ ئې د ګرجستان پخواني مهاجر دې چې دا خبره خپله اردوغان په ۲۰۰۴م هغه وخت اعلان کړه چې ګرجستان ته په رسمي سفر تللۍ وو، په خپله ځوانۍ او تحصیلي دورې په دوران کې اردوغان په یوه ښاري شرکت کې کار پیل کړ، چې وروسته د کار نه ځکه و ایستل شو چې د خپل مشر په وینا ږیره ئې نه خریله، په همهغه کال د نجم الدین اربکان رح په ګوند کې شامل شو.

سیاست ته راتګ:

په ۱۹۷۰م کې خپل منځي اختلافات ډیر شدید شول تر داسی حده چې په ۱۹۸۰م کې د یوې کودتا په ترڅ کې حکومت ړنګ شو، نوې حکومت ټول سیاسي احزاب منحل کړل، په ۱۹۸۲م کی ئې خپله ۲کلنه عسکري دوره پیل کړه، خو په ۱۹۸۳م کې حزبي سیستمونه یو ځل بیا آزاد او ګړندي شول، اربکان یو ځل بیا په نوې نوم(رفاه) ګوند تأسیس کړ، اردوغان څوځلې پارلماني انتخاباتو ته کاندید شو خو تر ۱۹۹۱م پوري ئې هيڅ نتیجه ورنکړه، په ۱۹۹۱م کې د رفاه اسلامي تنظیم په دې وتوانیدئ چې لس ۱۰%فیصده رایې ترلاسه کړې او حداقل په پارلمان کې شامل شې، د همدې ګوند له لوري اردوغان د استانبول نه د نماینده په صفت غوره شو.

ښاروال:

په ۱۹۹۴م کې اردوغان د استانبول  ښاروال شو اردوغان په دغه موده کې د نقل وحمل سیسټم په دومره معیاري کیفیت جوړ کړ چې د استانبول خلک ورته حیران شول، دئ د خپل قابلیت، ایماندارئ او ریښتني خدمت له کبله ډیر مشهور شو، خو په ۱۹۸۹م کې د بي اوغلو ښار د ښاروالئ په انتخاباتو کې د ناکامیدلو وروسته محکمې ته ددرغلۍ شکایت وکړ، خو قاضي دده دعوه بې اساسه وبلله، اردوغان هم قاضي ته په ځواب کې وویل: “ته حق نلرې چې د مستانو او لیونیانو غوني احکام صادر کړې”. دده داخبره ددې دلیل شوه چې د یوې هفتې لپاره د بایرام پاشا ښار په محبس کې بندي شې، په ۱۹۹۸م کې د یوه اسلامي حماسي شعر په لوستلو د لسو میاشتو په حبس محکوم شو خو فقط ۴میاشتي په زندان کې پاتي شو.

لومړی وزیر:

د اردوغان سابقې، ایمان او هڅو ته په کتلو سره د رفاه اسلامي تنظیم هغه وخت چې د ترکيې د پارلمان زیاتي څوکۍ ئې په واک کې وې د یو قانون په تصویب کولو سره اردوغان د خپل لومړي وزیر په صفت معرفي کړ.

اردوغان په ډیره ځیرکتیا سره خپل اصل اهداف مخفي وساتل، د اروپا په اتحادیه کې د شمولیت او حجاب په اړه ئې د څه ویلو نه ډډه وکړه، همدا دلیل شو چې امریکا ته په خپل لومړي سفر کې “د امریکا د یهودي ټولني جایزه” ترلاسه کړه، هغوئ ګمان کاوه چې نورو خلکو غوندي به اردوغان هم د خپل نفوذ او تأثیر لاندي راولی، تر څو په سیمه کئ د فلسطینیانو مدافع پاتي نشې، اردوغان یوازینۍ مسلمان مشر دئ چې دغه جایزه ئې ترلاسه کړې ده.

د ۲۰۰۵م د نومبر په میاشت کي د یوې مسلماني ترکي پیغلی په توسط د اروپا د بشر د حقوقو ادارې ته دا شکایت وشو چې: ترکیه دې د حجاب ممنوعیت لغوه کړې، خو هغی محکمې په ډیره سپین سترګۍ سره دا دعوه رد کړه، ځکه محکمي ویل چې، د ترکیې دغه حکم قانوني حکم دئ، د محکمې غیر منصفانه قضاوت اردوغان ډیر په غصه کړ، ځکه اردوغان په همدغه غیر رسمي شکایت سره غوښتل حجاب آزاد کړې شي.

اردوغان د نړیوال بانک د اقتصاددان (کمال درویش) په مرسته و کولای شول چې د ترکیې اقتصادي کچه بې ساري پورته کړې، اردوغان د ترکیې اقتصاد ۷،۳% ته ورسوئ.

په ترکیه کې د اسلام زیرۍ:

هغه هیواد چې هلته د لسیزو راهیسي د قرآن مجید په عربي رسم الخط لیکل هم منع وو، نه ښځو سر او څیره پټولای شوه او نه نارینه وو ته د سر د پټولو او ږیري پریښودلو اجازه وه.

هغه ځای چې په مساجدو کې ئې اذان بند شوئ وو. ږیره پریښودل حتی داسي جرم وو چې په اړه ئې د مرګ سزا هم ورکول کیده، د اسلام نوم اوچتول، د خپل اسلامي نسبت یا د اسلام د ماضي پوري وابسته یادګار ایښودل، یا داسی کوم کار کول چې د اسلامیت په زُمره کې راځي، ستر جرم وو.

په هغه هیواد کې نن اسلام آزاد دئ، مسلمانان سرلوړي دې، هر لوري ته حجاب او ږیري شته …

اسلامي احکام د بریا او پرمختګ خو سیکولرزم د زوال په دُرشل کې دی.

ټولنه د خپل ښایسته ماضي په لور روانه ده، د خلافت یادګارونه یوځل بیا تعمیریږی، تاریخي آثار ئې خوندي کیږي، علماء او مشایخ معزز دې، او له هر څه نه پورته د عوامو جذبه او رجوع د اسلام لوري ته د قدر او یادوني وړ ده.

هلته نن یو داسي شخصیت حاکم دئ چې په ډیر ښکلي صوت او تجوید سره قرآن لولي او په خپل هیواد کې “د قرآن بلبل” په لقب مشور دئ. داسي حاکم چې د پنځه وختونو لمونځونه په جماعت سره اداء کوې، همهغه مشر چې امین او صادق دئ، چې د ملت علمبردار او د امت خیر غوښتونکۍ دئ، هغه چې زړه ئې د امت لپاره درزا کوې، هغه چې د هر مظلوم مسلمان حامی او عملي مرستندوی دئ، هغه چې د بورما نه نیولې بیا تر سوریې او فلسطین پوری د هر مظلوم مسلمان کفیل دئ، چې د اسراییل مخالف او د فلسطینیانو د زړه سر دئ.

 هغه چې په هر مشکل وخت کی ئې د امت په سر لاس ایښئ دئ او عملي اقدام ئې کړیدی.

هغه چې د عثماني خلافت یادګارونه ئې ژوندي وساتل، هغه چې د علماوو او مشایخو قدردان دئ او هغه غیرتي شخص چې په نړیواله سطحه ئې د هر ظلم په خلاف غږ اوچت کړئ، هو! همهغه چې بهترین سیاست دان دئ، د خپل اسلامي سیاست په مټ ئې خپل هر مخالف په ټیټولو مجبور کړ، هغه چې د اروپا او نړیوال سیاست لوبغاړي ئې په هر میدان کې په ګونډو کړل.

هغه چې د نړۍ تر ټولو ستر سیکولر هیواد او قوم بیرته د خپل عظمت په لور راولې، او تر ډیره حده بریالۍ شوۍ هم دئ.

الحمد لله چې اردوغان او ګوند “د عدالت او پراختیا ګوند” ئې د ترکیې په عامو ټاکنو کې بریالي شول، په دغو ټاکنو کې دده مقابل لوري ته  یوازې د ترکیې سیکولران، قوم پرسته کردان او ملحد عناصر نه ول بلکي دده مقابله د اروپا او هغو عناصرو سره وه چې د غرب د ایجنټانو په صفت په منځني ختیځ او اسلامي نړۍ کې ټول اسلامي امت په خپلو ذلیلو افکارو او اعمالو سمبالول غواړي، دا داسي پړاو وو چې یوازي ترکیه ددوی د عزایمو په لار کې خنډ جوړیدئ شو. ددوی مقابله د اسرائيل سره هم ځکه وه چې هغوئ په فلسطین د آخری وار(حملې) انتظار کوې اوس که اسرایيل په سیمه کې کوم خطر احساسوې هغه د اردوغان د ترکیې نه. هغه اردوغان چې د فلسطین په اړه د ایراني دروغجنو او مکارو اخندانو غوندي تش دیالوګ نه وايي بلکې د زمري غوندی په شدت سره ردعمل هم کوې.

اردوغان ددوی ټولو په مقابله کې سرلوړئ، فاتح او بریالۍ شو، نن له سوريې او فلسطین نه نیولې تر برما پوري ټول امت دده بریا په خوښیو لمانځي، د شکر سجدې کوې، خو پر منافقینو او بادارانو ئې سکوت او ویره خپره ده.

زموږ ځیني جذباتي او د مغلوبو فکرونو مسلمانان او وړونه هم داسي دې چې ددې خوښئ پر وخت د بې بنیاده، او احساساتي خبرو پر بناء نه یوازي پر مسلمان ترک ملت، بلکي پر محترم اردوغان او هغو خلکو په ضد په فتوای او ټاپه لګولو مصروف دې چې خوښ دې، خپله خوښې لمانځي او یو بل ته مبارکۍ وايي.

زه هم شخصاً تیره شپه پر دغو کړنو د همهغو وړونو د کفر د فتوی لاندی راغلم،

د دوی لومړۍ دلیل دادئ چې جمهوریت کفر دئ، او اردوغان چونکه د جمهوریت په ترڅ کې بریالۍ شوئ نو ځکه (نعوذباالله) هغه هم … دئ، او کوم خلک چې خوښي لمانځي، ددوئ خوښي هم په یو کفریه عمل باندي ده چې دا هم کفر دئ.
العیاذبالله

اول به د همهغو وړونو د تسلۍ او ډاډ لپاره کلمه شریفه ولولم.

لا الہ الا اللّه محمد رسول اللّه

د دې وروسته به عرض وکړم چې هیڅ مسلمان په دې اړه کوم شک نلري چې په اسلام کې دواکمنۍ اصلي طریقه”خلافت” دئ، ددې موقف خلک یوازي تاسې نه بلکي هر باشعوره مسلمان چې د الله او رسول ص احکامات منې دئ.

البته دا خبره کول چې د خلافت پرته د حکومتولۍ بله طریقه په سپینو ټکو #کفر دئ، داسي کله هم نشو ویلای، او نه هم هغه خلکو چې دادین ئې تر موږ پوري راورساوه او تل به ددوئ د تشریحاتو محتاج واوسو دا خبره کړې ده.

خو علی الاطلاق که داسي وویل شې، نو په اسلام کې چې د ملوکیت دومره اوږده سابقه او زمانه تیره شوې ده، بیا به هغه ته څه وایو ؟؟؟

همدارنګه هغه مسلمان واکمنان چې د هغوئ په عصر کې ستر ستر فتوحات د اسلام لپاره وشول،  ستر ستر او عظیم دینی خدمات تر سره شول هغوئ ټولو ته به څه وایو ؟؟؟

د مثال په ډول به ددوه وو مسلمانو پاچایانو نومونه واخلم:

۱ محمود غزنوي رحمه الله

۲ اورنګ زیب عالمګیر رحمه الله

ددوی دواړو عصر د خلافت عصر نه وو، نه ئې هم ځانونو خلیفه بلل، نه ئې د خلافت سره بیعتونه وکړل او نه ئې هم د خلافت تر حکم لاندي پر خپلو سیمو حکومت وکړ.

دوی دواړه خودمختاره پاچایان ول، ددوی دواړو په اړه څه فتوی ده ؟؟؟

جمهوریت د کومي شبهې پرته نه کوم اسلامي نظام دئ او نه هم د خلافت بدل، خو ددې نظام د تکفیرولو دلیل څه دئ ؟؟؟

په شریعت کې دداسي امورو حکم دهغوئ د نتیجې تابع وې، که جمهوریت د کفري حکومت د غلبې باعث شې حکم ئې جلا دئ خو که د اسلام او مسلمانانو د سالم پرمختک باعث شې حکم ئې جلا دی.

دا فیصله به عوام کوې چې ددې نظام نه څه شئ لاس ته راوړي، که عوام ددې نظام په ذریعه دکفر او نفاق خاوندان پر ځان حاکم کړې، بیا تاسي د هغوئ مطابق فتوي ورکړئ، خو که ددې نظام په’ ذریعه محمدالمرسي او اردوغان غوندي خلک په اقتدار کی راشې بیا نو باید د دقت کولو وروسته رایه ورکول شې.

الله ج دی د اردوغان حکومت ته استحکام ورپه برخه کړې، د خیر اوښې ګڼي لوري ته دی ئې لارښوونه وکړې، او امت ته دې ئې د درمل او دارو په څیر مفید وګرځوي. اللهم آمین

د اردوغان اسلامي موقف او د مسلمانانو حمایت:

د سویس هیواد په داووس ښار کې د غزې په اړه غونډه وشوه، په یاده غونډه کې د اسرائیلي صدراعظم”شیمون پرز” چې د حماس په خلاف ئې د حمایت غوښتنه کوله او یوه اوږده خودغرضه، غیرمنصفانه او دروغو نه ډکي وینا وروسته اردوغان په خطاب کې ورته وویل:   ” محترم پرز! ته تر ما مشر ئې، د وینا په مهال دې غږ ډیر اوچت زه ګومان کوم چې همدا ستا اوچت غږ ددې خبري شاهدي ورکوې چې تاسي مجرمین یاست، خو مطمئن اوسه زما آواز به دومره اوچت نشې، کله چې تاسي په وژنه راشئ ښه بلد یاست چې خلک رنګه ووژنئ، ستاسي دوو لومړي وزیرانو به ویل: چې کله هم پر ټانکونو سپاره د فلسطین خاوري ته ننوزو، د بې ساري خوښۍ احساس کوو”، زه حتی هغه کسان هم ملامتوم چې دداسي وحشیانو د کړنو په خاطر چک چکې کوی، داځکه دداسي قاتلانو او ظالمانو تشوقول په خپل ذات کې د بشر خلاف ستر جرم دئ، ماته پام وکړه، موږ نشو کولای دا هرڅه نظر انداز کړو”.

خو دده دوینا د پوره کولو نه مخکي د مجلس مدیر د لاسونو په ذریعه اردوغان د وینا کولو نه منع کړ، اردوغان هم زمري غوندي له غونډی نه را  اوچت شو او ترکیې ته روان شو، په هغه شپه ډیر شدید یخ وو خو بیا هم په زرګونو ترکي مسلمانان دده ښه راغلاست ته هوايي میدان ته ورغلل.

اردوغان د صحت په اړه ډیره جالبه، په زړه پوري او اسلامي نظریه لرې، هغه داسي چې دئ وایې موږ په راتلونکي وخت کې یو فعال ځوان نسل ته ضرورت لرو، تل د آبادۍ د کنترول پر ځای اسلامي لارښووني کوې، هیڅکله الکحل نه استعمالوې، د خپل ښاروالۍ په موده کې ئې په استانبول کې شراب ډیر کم کړل خو اوس ئې ډیر زیات محضول پر لګولۍ ترڅو هر انسان لاس رسۍ ورته ونلري.

ناکامه او شرمیدلې کودتا:

سږ کال د ترکیې د فوځ د ځینو جنرالانو له لوري د غربیانو، یهودانو او … په اشاره او مرسته د اردوغان د منتخب دولت په ضد کودتا وشوه، د کودتا جریان ډیر اوږد دئ، د فوځ باغي جنرالانو په همدغه شپه یو څو ستر ښارونه، هوايي میدانونه او تلویزیوني کانالونه د خپل واک لاندي راوستل، هو فقط د سو څو ساعتونو په موده کې د الله ج په مرستي ترک غیرتي ملت د خپلو پولیسو په ملګرتیا د کفارو ستر سازش ته غاښ ماتوونکۍ ځواب ووایه، کودتا ناکامه شوه، غداران ونیول شول.د کودتا په شپه د ترکانو شعار وو.

((یا الله … بسم الله  … الله اکبر))

د رجب طیب اردوغان مهمي ویناوې:

۱: زه د بهرنۍ میډیا بالکل پرواه نه ساتم، هغوئ په خپل دروغو باندي تاسي دوکه کوې، زما طاقت زما ملّت دئ چې د نړۍ د واحد قوم په صفت ئې ځان څرګند کړئ دی.

۲: خلک مې څه بولی، زما په اړه څه فکر کوې، دې خبرو ته ارزښت نه ورکوم، موږ ددې هیواد خیال ساتو چې د هغه ترقي، خوشالي، او عظمت په بهرني رپورټونو کې نه ښکاره کیږي، بلکی د ځمکی په سر ښه معلوم دي.

۳: زه د الله ج د رسول او نبوي سنتونو په رڼا کې خپل خارجی او داخلي سیاست وضع کوم.

۴: که کوم مشر د یو ډبري تر شا پټیږې، ملّت ئې حتماً کوښښ کوې چې د غره تر شا په ودریدلو سره ځان محفوظ کړې، رهبران باید تل په میدانونو کې اوسی تر څو عوام ئې هم په اقتداء پسی ورشې.

۵: ترکیه به اوس په سوریه او عراق کې قومي جګړي ودروې، نور به چا ته اجازه ورنکړو چې بله لوبه پر مخ بوزي.

۶: داعش د مسلمانانو د وژلو لپاره د سنی اسلام غږ اوچت کړ او اوس ئې په مقابل کې د شیعي اسلام په نوم د مسلمانانو قتل عام کیږي.

۷: موږ له همهغو کسانو نه یو چې پروند د رابعې په څلورلاري کې ناست ول، همهغه چې تاسي د خپل وحشت نښه وګرځول، موږ ژوندي یو او له مشرقه تر مغربه به ژوندي اوسو.

۸: موږ به په ټوله نړۍ کې د مظلومانو آواز یو ، ددوی هیلي او امیدونه موږ پوری تړلي دې.

۹: د مصر سره د اړیکو نوئ باب پرانیستل د ډاکټر محمدالمرسی او ملګرو د آزادۍ او بحالۍ سره مشروط اقدام دی.

۱۰: ښځه او کورنۍ نظام د یو مظبوط قوم اساسي بنیادونه دې، یوازي یو مستحکم کورنۍ نظام ستر قوم جوړولۍ شې.

۱۱: موږ د مهاجرینو لپاره کمپونه جوړ کړل، د ژوند آسانتیاوي مو ورته برابري کړې،خو اروپایی هیوادونو د انسانیت دروغجن آوازونه اوچت کړل، پر څړکونو یې ځایونه ورکړل او ظلم ئې ورسره وکړ.

۱۲:اسلامي نړۍ د یو حساس او سخت پړاو نه تیریږي، د افغانستان او سوريې په شمول نور هیوادونه هم د مسلسلو بمباردونو په زد کې دی، اوس په ترکیه کې هم د تروریستي حملو په وسیله د ترکانو د اختر خوښۍ ضایع کوې، خو ددې ټولو باوجود اختر زموږ د قومي اتحاد د ټینګیدلو سبب او د اسلامي اخوت د مظبوط کولو لپاره یو ستر چانس برابروې.

۱۳:   او ځیني خیریه مؤسسې(NGOz) چې زموږ د ټولني پر وجود یو معمولي زخم هم وګوری سمدستي هڅه کوې تر څو ناسور ځني جوړ کړې.

۱۴: ځیني شریر عناصر، د خپلو موخو لپاره د خیریه مؤسساتو په شکل د انسانانو د اعتقاداتو، نسل او تهذیب و کلتور په نوم د خپلمنځي جګړو اور ته لمن وهې.

۱۵: سرحدونه د هیوادونو وې، د زونو نه! د سوریې مظلوم مهاجرین زموږ په زړونو کې اوسي.

۱۶: په نړۍ کې ۱’۷ بیلیونه مسلمانان ژوند کوې، خو د امنیت په شورا کې د دادومره اکثریت باوجود یو اسلامي هیواد هم نشته.

۱۷: نور نه باید نړۍ د لومړۍ جهاني جګړي په وخت کې وساتل شې، نړیوال باید یو نوۍ دفاعی میکانیزم تیار کړي، داسي دفاعي میکانیزم چې هغه به د هر مظلوم حمایت کوې.

۱۸: د نارینه او ښځي په اړه دا فکر کول ډیر د افسوس وړ دئ چې هغوئ د یو بل سره ټکر او مدمقابل دې، حقیقت دادئ چې دوی دواړه د یو بل معاونین او مرستندوی دې.

۱۹: تل پر هغه لار تللئ یم چې راته سمه او صحیح معلومه شوې ده.

۲۰: موږ واحد امت یو، تُرکان یو که عرب، کردان یو که کاکیشیایان، افغانان یو او که رومیان.

۲۱: موږ په دوو سنګرونو کې د جګړي سره مخامخ یو، یو طرف ته د هغو کم فهمو او کم ظرفو سره چې د تروریزم لار انتخابوې او بل طرف ته په نړۍ کې د نوې اسلام دښمني ایډیالوژې سره چې غربیان ئې نړیوالو ته په دروغو او پروپاګندو ثابتول غواړي.

یادونه: “په ترکیه کې داسلام زیرۍ” عنوان، د مولانا طلحہ السیف رحمه الله لیکنه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

دا خبرې خو خپله اردوغان هم نه درسره مني، هغه خپله وایي چې زه سیکولر او حکومت مې سیکولر او ترکیه سیکولر ده، ته بابا ولې په زوره هغه څه پرې تپې چې هغه یې نه غواړي

میرویس

غوربندی صیب اردوغان د سیکولریزم څخه خپل ځانګړی تعریف لری. هغه وایی چی سیکولریزم لادینی ته نه ویل کیږی بلکه دی ته ویل کیږی چی یو حکومت ټولو ادیانو او مذاهبو سره په مساویانه ډول برخورد وکړي. اردوغان په دی نظر دی چی یو حکومت کیدی شی چی سیکولر وی خو وایی چی اشخاص او افراد سیکولر نه وی بلکه حتما به د یو مذهب پيروان وي. اردوغان وایی چی ترکی حکومت د پورتنی تعریف پراساس سیکولر دی خو دایی نه دی ویلی چی زه هم سیکولر یم. دا چی داردوغان تعریف د سیکولریزم څخه څومره سم دی جلا بحث… نور لوستل »

غوربندي

میرویس صاحب

د افغانانو لپاره یوازې دا هم کافي ده چې په اردوغان لاړې توووو کړي چې د جنایتکار دوستم تر شا ولاړ دی

طوفان طوطاخیل

وروره نه دقرآن بلبل دی نه دهیڅ شیئ بلکه د ډیموکراسۍ بلبل دی

زه بلکل له غوربندي صیب سره موافق یم ،

که اردغان بلبل شي ،نوبیا خو صبغت الله مجددي ، سیاف او حکمتیار هم بلبلان دي ، خو البتة دقرآن بلبل ورته ویل نو ستره بې وفایې ده

د اردغان ځیني کړني ښې دي خو بیاهم دمسلمانانو بلبل نه شو ورته ویلی

الحاج استاذ بیانزی

درنو ورونو السلام علیکم ! د اردوغان به اړه پورتنی لیکنه می لیدله پوهیدلم چه څه پکی لیکل شوی وخت می پری نه ضایع کولو ، مګر دا چه د لیکنی اخره کی د غوربندی صاحب، میرویس او طوطی خیل صاحبانو تبصری می ولوستلی مجبور شوم لیکنه هم لږه وګورم او خپل نظر د اردګان او ترکیی په اړه در سره شریک کړم او هغه دا چه : زه د اردوګان به اړه نه ډیر بدبین او نه خوشبین یم ، بدبینه په دی نه یم چه د مصطفی کمال تر وخته یی ښه ګڼم او خوشبینه ورته په دی… نور لوستل »

افغان

حیرانونکی لیکنه می ولوستله چه اردغان ته یی د قران د بلبل لقب ورکړی ؟ که زه له لیکونکی دا پوښتنه وکړم چه یو څوک د قران په کاغذ بلبل وی او یا کوم انګریز یا عربی عیسوی قران به ښه عربی لهجه کی ووایی او دا چه هغه عرب عربی خپله مورنی ژبه ده که خوش اوازه هم وی ګرامر او تجوید خو به یی خامخا له اردوغان څخه ښه وی هغه که تر اردوګان د قران زیات بلبل نه وی کم خو به هم نه وی مګر هغه عیسوی قاری ته مسلمان ویلی شو یا یو طوطی چه… نور لوستل »

غوربندي

که زمونږ د پردیپالو تش په نوم اسلامپالو له خیالي تمې سره سم اردوغان د مسلمانانو خلیفه شي نو د خراسان والي به راته دوستم ټاکي.

انجنیر محمدنذیر تنویر

سلام و احترام خدمت همه ی دوستان ارجمندم! بنده نیز درین رابطه رساله ای را زیر دست دارم که تا حال سه بخش آن زیر عنوان «انقلابی که من دیدم» به نشر رسیده است. انقلاب مردمی ترکیه که توطئه بزرگ طاغوتیان را نقش برآب ساخت، و کودتاچیان را ذلیل تاریخ نمود، یک حادثه ی تصادفی نبود! عمق فعالیت های احزاب اسلامی ترکیه بخصوص «ملی گرش» برای امت اسلامی قابل قدر بوده که باید به آن ارج گذاشت. ازینکه بنده بیش از سه دهه با آنها شناخت و فعالیت دارم، دستآورد های ایشان برای امت اسلامی خیلی زیاد بوده و فعلاٌ… نور لوستل »

Back to top button
8
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx