kabul nomberplate

لیلام، لیلام، لیلام!

له هيواد څخه د بهرنیو ځواکونود پرشاتګ د نیټې په رانیږدي کیدوسره د دغو ځواکونو د حامیانو وضعیت  ډیر نا آرامه دی.

په هیواد کې د بهرنیو ځواکونو حامیان  او یا د هغوئ له  مرستو څخه  مستفیدین په دریو ګټګوریو ویشل شوي  دي:

(الف)  دولتي لوړ پوړې چارواکې (ب) د شخصي کمپنو قرار دادیان (ج)  ځیني  اپرچونیست (ابن الوقت) لیکوالان، شاعران او په اصطلاح سیاسي کارپوهان.

د پورتنیو ګتګوریو له  منځه  دولتي لوړ پوړي چارواکي هغه څوک دي  چې خپل نیمګړی ژوند یې د بهرنیانو په مرستو پوري  دومره  تړلی بولي چې  د هغوئ وتل  د خپلې روح له  وتلوسره معادل ګڼې.

همدا لامل دی چې د بهرنیانو له وتلو سره دوئ هم داسې بدې اخیستي لکه نورچې له ژوندسره مخه ښه کوي او لګیادي هغه څه چې د بهرنیانو دشتون په مهال یې ترګورت کړي ټول په نه بیه لیلام او په لاسته راغلیو پیسویې ځان  تر هغوئ له مخه  د هغوئ  هیوادونوته ور ورسوي .

په دې خبره بیا دوئ سر نه ګرځوی چې دلته د وزارت امتیاز اوهلته یې په هوټلونو، کلبونو اوپارکنګونوکې عادي ملازمت په برخه کیږي .

دغو ښاغلیوچې د کرزي په سهامي دولت کې د متخصص او مسلکي  په نوم  پریمانه ډالري امتیازات تر لاسه کړي اوپه هغوئ باندې د ځان د ساتنې لپاره قیمتي ضد مرمۍ  لوکس موټرونه رانیولي اوس یې  د همدغو موټرونو د لیلام لپاره ښه بازار موندلی  دی.

هغوئ اوس په یوه ډول نه په یوه ډول  د دولت له مخالفینو(طالبانو) سره د تماس له لارې غواړي خپل ضد مرمۍ موټر له خپل (A)  نمبر امتیازي کارت سره په طالبانو وپلوري او په دې ډول سره دوې ګټې تر لاسه کړي :  یوه دا چې په سمه بیه ورباندې ضد مرمۍ موټر وپلوري او بل په عین حال کې له هغوئ سره د ملتیا او مرستي امتیاز هم ترلاسه کړي تر څو د ۲۰۱۴کال د جولای تر میاشتې پوري  د هغوئ له بریدونو په امان وي .

که څه هم ښايي دغه  موضوع  د کرزي د سهامي شرکت د تښتیدونکو سهامیانو (وزیرانو) یو امنیتي رازوي، خو د واقعیت په توګه باید د همدي تیښتیدونکو ښاغلیو ماهیت  او له خپل دولت سره  د وفاداري کچه یې لیږ خلګوته  څرګنده شي  .

د شخصي کمپنو قراردادیان  هم  د بهرنیو مالي منابعو په وچیدوسره   خپل ژوند په خطرکې احساسوي او غواړي   د خپلو  مستهلکو وسائلو او کورني  سامانونو په لیلامو لوسره  له هیواده پښې سپکې کړي .

ټکه  د  اپرچونیستو لیکوالانو، شاعرانو او تش په نامه  سیاسي کارپوهانو  په کور را پریوتې چې نه  ضد مرمۍ موټر لري او نه دومره  مالي امتیاز  چې  په مټ یې په کوم بهرني هیواد کې  د پارکینګ  یاهوټل دملازمت  ویاړ په برخه شي ، بس  د عیشونو ټوله ۱۲ کانه دوره یې  همداسې په رضاکارانه ډول   په یوه نس ډو ډۍ  اوڅو  بوتلو ترخو اوبو!!! د پردیو په ستایلوکې تیره  شوه چې  اوس یې  دهرې رسنۍ  په ارشیف کې ټول هغه څه خوندي دي چې دوئ  د غربي ډیموکراسۍ په تقدس کې   لیکلي .

د بهرنیانو تروتو وروسته به  ولس  له ټولو پردي پالو  سره  حساب کوي  خو  دغه ښاغلي  به  تر ټولو زیات  ځکه  تاوان یان وي چې د  اجنبي  پالنې  ژوندي  اسناد یې   په  هر ځای کې په پیخرو پراته دي .

لیکوال: عبد الرحیم ثاقب

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د