د اسلامي فتوحاتو بل پېر: د قسطنطنيې تاريخي او پرتمينه فتح او د بېزنتين له منځه تله (٧)

اوومه برخه

عبدالمالک همت

     دوهم سلطان مراد (١٤٢١ـ ١٤٥١ ع.) بيا سالونيکا فتح کړه او چي پر بالکان باندي د ولکې د بيا ټينګولو لپاره اروپا ته ننووت، هلته د اروپا راغونډ سوي ځواکونه د مقابلې لپاره چمتو سوي وه. سلطان په ١٤٤٤ع.کال د ورنه (Verna) په جګړه کي دغو ځواکونو ته پرېکړونې ماته ورکړه او پر بالکان باندي يې له سره ولکه ټينګه کړه. د قسطنطنيې را پرځېدل هم د نن او سبا خبره سوه.

     لکه چي پوهيږو د قسطنطنيې ښار ډېر لرغونی، مهم او د بېزنتين د سترواکۍ او مسيحيت د سترتوب څرګندوى ښار وو. دغه ښار ستر کنستانتين په ٣٢٤م . کال د باسفورس پر غاړه د بېزانس د زاړه ښار پر ځاى ودان کړ. له دې امله يې دغه ښار ته كنستانتينوپل Constantinople) ؛ د کنستانتين ښار ( ويل. چي عربو قسطنطنيه باله.

     د سلطان مراد تر وفات وروسته چي د هغه زوى دوهم سلطان محمد د سلطنت واګي په لاس کي واخيستې د خپلو نيکونو د نيمګړي کار د بشپړولو او د هغو د هيلو د ترسره کولو لپاره يې وپتېيل چي د لوى څښتن  جل جلاله په مرسته به قسطنطنيه نيسي او د بېزنتين اوږدې (١١٠٠) کلني واکمنۍ ته به د پاى ټکى ږدي. له بلي خوا يوولسم قسطنطين (Constantine XII Palaeologus)

له عيسوي نړۍ څخه د مرستي د ترلاسه کولو لپاره ومنل چي د يونان کليسا د روم د کليسا سره يوځاى کړي. خو د دې سره سره له لوېديځ څخه لکه څنګه چي ښايېدل مرسته ورسره ونه سوه.

     سلطان محمد د قسطنطنيې د فتح کولو لپاره ډېر ښه تدابير ونيول. د سلو زرو تنو پياوړى پوځ  او سل بېړۍ يې چمتو کړې. قسطنطنيه يې د سمندر او وچي له خوا محاصره کړه. تر يوې مياشتي کلابندۍ او بيا د ښار په دننه کي د تن په تن جګړې وروسته يوولسم کنستانتين چي د دفاع لارښوونه يې پر غاړه لرل ووژل سو او پاى مسلمانانو د ٧٥٧هـ کال د دريمي خور پر شلمه، د ١٤٥٣م . کال د مى پر ٢٩مه قسطنطنيه په ستر شان او شوکت سره فتح کړه او په دې توګه د روم د امپراتورۍ ورستۍ نخښه پوپنا سوه. نور نه بېزنتين سترواکي وه او نه بېزنتين طواغيت. سلطان محمد عثماني پر آس سپور د آيا سوفيې کليسا ته ننووت او کله چي يې له هغې څخه د باطل مسيحيت ټولي نخښي ليري کړې د آيا سوفيې د جامع جومات نوم يې پر کښېښود، د برياليتوب لمونځ يې پکښي وکړ او د تکبير آوازونه ځني پورته سول. دغه راز د قسطنطنيې ښار هم اسلامبول ( د اسلام ښار ) ونومول سو او د عثماني دولت پلازمېنه سوه.

     کله چي قسطنطنيه را وپرځېدل اروپايي هيوادونو ستر خطر احساس کړ او پاپ شخصاً د سلطان محمد فاتح پر ضد د اروپايي پوځونو قومانده پر غاړه واخيسته. عثماني واکمني يې هم په وړاندي کلکه ودرېده. لوېديزو کفارو ته يې غاښ ماتوونکي جوابونه او ملا ماتوونکي ګوزارونه ورکړه. نوره هم په برم او سترتوب په اروپا کي پر مخ ولاړه، ستري او تاريخي سوبي يې وکړې. ډېر عيسوي هيوادونه او سيمي يې د اسلام په رڼا روښاني کړې او د اسلام د مقدس دين په خپرولو او دودولو سره يې د خسير الدنيا والآخره انسانانو د دې او هغي دنيا د نېکمرغۍ اسباب برابر کړل. دلته د دې وياړلي اسلامي سترواکۍ د ټولو برياوو او فتوحاتو او د لوېديزيانو د شيطنتونو، خباثتونو او ډول ډول توطئو په باب خبري د ليګني د ډېر اوږدېدو لامل کيږي ځکه مو په همدغونه څرګندونو بسنه وکړه.


د ماسکو فتح

قبچاق د خزر(کسپیَن) د سمندرګي په شمال کي يو دښت او سيمه ده. د دغه ځای ترکانو ته قبچاقي ترکان وايي.  دغه قوم ته منسوب خلک د افغانستان په ځينو ګوټونو کي هم مېشت دی. د هرات په ښکلي او لرغوني ولايت کي يوه ټولنه هم لري.

کله چي د چنګيزخان هيوادونه ووېشل سول، د قبچاق دښت د چنګيز زوی جوجي ته ورسېد او خپله جوجي او د هغه زوی باتو په دغه سيمه کي اوسېدل. د مورخانو په وينا د جوجي زامنو په دغه دښت کي واکمني درلوده او قبچاق دښت يې پر دوو برخو وېشلی وو، د ختيځ قبچاق دښت او لوېديځ قبچاق دښت.    

     د چنګيز لمسيانو باتوخان، برکا خان او د دوى اسلافو چي پر لوېديز قبچاق دښت يې واکمني درلوده روسيه، بلغاريه، او ځيني نور ځايونه د روس تر شمال ختيځ پوري فتح کړه او هلته يې يوه پياوړې واکمني ټينګه کړه، چي پلازمېنه يې د ولګا پر غاړه د سَراى په نامه ښار وو. ( له ٦٢١ تر ٩٠٧ هـ د ١٣٢٤ تر ١٥٠٢ع. سره سم) دغو واکمنو ته په تاريخونو کي د سير اردو خانان ( د زريني اردو درلودونکي واکمن) وايي او روسانو او لوېديزيانو د ګولډن هورډ (Golden Horde) نوم ورکړى دى.

د څوارلسمي عيسوي پېړۍ په لومړيو کي دغو مغولو واکمنو اسلام ومانه او په دې توګه پر ټوله ختيزه عيسوي نړۍ اسلام غالب سو. پر بازنتيني سلطنت باندي د ولکې ټينګولو او پر قبچاق سلطنت باندي د اسلام د غلبې له برکته د روم د ټولواکمنۍ له څلورو برخو څخه درې برخي د عيسويت له ولکې ووتلې او د اسلام په مقدس دين روښاني سولې.( اسلام، پيغمبر اسلام٨٩مخ، دLewis Bernard; The Legacy of Islam  او Henry Pirenne; A History of Europe,p.48 په حواله، طبقات سلاطين اسلام ١٩٨مخ او طبقات ناصري٢/ ٢١٨مخ ).

     د اٹلس فتوحات اسلاميه په ٣٨٦ مخ کي د ”د ماسکو د فتحي“ تر سرليک لاندي داسي وايي:

     د تاتاري واکمنو ګرائي کورنۍ له پنځلسمي تر اتلسمي ميلادي پېړۍ پوري د کريميا پر ټاپووزمه (او د اوکراين پر ستره برخه) حکومت کاوه. د دې واکمنۍ بنسټ ايښوونکى د آلتون اردو يو شهزاده حاجي ګرائي بن غياث الدين بن تاش تمور وو. د هغه يوه زوى منګلي نومي د ګرائي لقب غوره کړ. خو په ٨٨٠هـ/ ١٤٧٥م. کال چي يې ترکانو ته د باج ورکول ومنل ګرائي واکمنو يوازي د ”خان“ په لقب بسنه وکړه.

     د ٩٧٩هـ/ ١٥٧١م. کال په پسرلي کي د کريميا د دغه ګرائي سلطنت واکمن (خان) د يولک شلوزرو پوځيانو سره روس ته مخه کړه. په دې لښکر کي عثماني پوځ او توپخانه هم وه. د دې لښکر کښۍ موخه داوه چي د ملکونو د لاندي کولو هوس د روسانو له سره وباسي. په دې جګړه کي اته زره روسان ووژل سول او پوځ يې تاش په تاشه سو. روسانو د ماسکو دفاع هم ونه کولاى سوه او د ٩٧٩هـ کال د لوى اختر ( ذوالحجې) د مياشتي پر ٢٧مه / د ١٥٧١م. کال د مى پر ٢٤مه عثمانيان ماسکو ته ننوتل. د کريميا خان له ماسکو څخه د پنځلسو زرو قيديانو سره را وګرځېد. تر دې فتحي وروسته د هغه لقب ” تخت آلان “ يعني د تخت په لاس راوړونکى سو.

     په ٩٨٠هـ/ ١٥٧٢م. کال ګرائيانو پر روس باندي بل بريد وکړ او د اوکا (١) تر سيند پوري ورسېدل. د دې فتحي پايله دا سوه چي د روسانو له خوا د کاله د شپېتو زرو طلايي لېرو باج ورکولو په منلو سره سوله وسوه. په دې جګړه کي د روس څار ( تزار) څلورم ايوان د تاتاريانو د توپکونو د ډزو تاب رانه وړ، دېرش زره سپاره او شپږ زره پلي سرتېري يې ترشا پرېښوول، له ماسکو څخه وتښتېدى. د کريملين په ماڼۍ کي د څار خزانه د مسلمانانو لاس ته ورغله.( د کريملين لفظ ترکي دى) او د څار د مېرمني دوه وروڼه هم په دې جګړه کي ووژل سول. په دې توګه د روس ”رُورِک“ (Rurik) واکمنه کورنۍ د پوپنا کېدو تر پولي ورسېده. دوهم سلطان سليم د دې فتحي له امله ګرائي واکمن ته مبارکي واستول او په مرصع توره، سوغاتونو او پاچايي فرمان سره يې وغټاوه. پای

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د