افغانستان

درې پولیس چارواکي د هرات-کندهار پر لویه لار د غلا او شوکو په جرم ونیول شول

نن ټکی آسیا: له فراه څخه تر لاسه شوی خبر کاږي،چې درې تنه لوړپوړي پولیس چارواکي د کندهار-هرات پر لویه لاره د غلا،شوکو او په زور له خلکو د پیسو اخیستلو په جرم نیول شوي دي.
په خبر کې راغلي، چې دغو دریو کسانو له دې وړاندې د کندهار-هرات په لویه لار له موټر چلوونکیو او خلکو څخه په زور پیسې او مالونه اخیستل او بیا به یې تش لاس لېږل.

پر دوی تور دی چې له بار وړونکیو غټو موټرو څخه یې هم هر وخت باج اخیست او موټر چلوونکي به یې ځورول.
د فراه د امنیه قوماندان محمدرازق یعقوبي په وینا، یاد پولیس چارواکي د هرات-کندهار پر لویو لاره د امنیتي پوستو مسؤلین وو، چې د مسؤلیت او میاشتنۍ معاش ترڅنګ یې د خلکو پيسو او سامانونو ته هم اړولي ول او په مسلسله توګه یې د دغې لارې په اوږدو کې غلاوې او شوکې ترسره کولې.
امنیتي چارواکي وايي، دوی دا مهال زندان ته اچول شوي او ډېر ژر به یې څارنوالۍ ته ور وپېژني.
د هرات-کندهار لویه لار چې د هېواد د نورو لویو لارو په پرتله تل ترې د غلاګانو او شوکو خبرونه ورکول کېږي، ډېری مهال هغه مسافر افغانان زښت زیات ځوروي چې له ګاونډي هېواد ایران څخه د کلونو – کلونو مسافرۍ تر زغمولو وروسته د خپل لاس د تڼاکو او بدن د خولو په بیه ګټلې ټولې پیسې ترې غلا کوي او په ژړا یې کورونو ته ستنوي.
امنیتي چارواکي همداراز خبر ورکوي، چې د دغې لویې لارې امنیت ته یې جدي پام اړولی او یوازې د روانې میاشتې په ترڅ کې يې ۷۶ تنه ټيټ پوړي او لوړپوړي پولیس د همدې تورونو له کبله له دندو څخه شړلي دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x