نړۍ

د یوګاندا ولسي جرګې د همجنسبازۍ لپاره د اعدام او د لنډو لمنو اغوستونکو لپاره د بند سزا وټاکله

یوګانډا هیواد ولسي جرګې دوه ډیر حیرانوونکي بندیزونه د رایو په اکثریت سره تصویب کړل.دجنوبي افریقا هيواد یوګانډا ولسي جرګې لومړی په هیواد کې د بدلمنیو او بربنډو فلمونو پر وړاندې د مبارزې په چوکاټ کې په هیواد کې لنډو لمنو بندیز تصویب کړ. د یوګانډا هیواد د اخلاقو او تکامل وزیر سیمون لوکودو د روان میلادي کال د ووړي په لومړنیو شپو ورځو کې په هیواد کې د زنګانه نه پورته د لمنو په اغوستو د بندیز لګولو اړوند یوه طرحه ولسي جرګې ته وړاندې کړه چې له زیاتو بحثونو وروسته ومنل شوه. بل پلو د نوموړي هیواد “مونیتور” په نامه ورځپاڼې د خبر له مخې په لنډو لمنو د بندیز لګولو اړوند په تصویب شوي نوي قانون کې د لنډو لمنو سربیره د پنډیو او د ځان د هغه اعضاوو په ښکاره کولو هم بندیز لګول کیږي چې په ټولنه کې ستونزو ته لار اواروي. د یادولو وړ ده چې د یوګاندا هیواد ۸۸ سلنه نفوس عیسویان دي . د نوموړي هیواد یواځې ۱۲ سلنه نفوس مسلمانان تشکلیوي خو ددې سره سره د یوګاندا حکومت محافظه کاره حکومت دی. د نوي قانون له مخې له دې وروسته هر هغه ښځې چې د زنګانه نه پورته لمنې واغوستې، باید په بند محکومې شي. همداشان د یوګاندا ولسي جرګې په هیواد کې همجنسبازي یو ډیر لوی جرم وباله او په همجنسبارۍ هم بندیز ولګاو. ولسي جرګې د همجنسبارۍ په اړه په تصویب کړي قانون کې د همجنسبارۍ لپاره د اعدام سزا ټاکلې ده . له دې وروسته که یوګانډا کې پر چا د همجنسبازۍ تور ثابت شي، د اعدام په سزا به محکومیږي.
یاد شوي دواړه قانونونه د توشیح په موخه ولسمشر ته وړاندې شوي دي . قانونونه د ولسمشر لخوا له توشیح څخه وروسته به پلي کړی شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x