ټولنیزه برخه

دغه او هغه اور

کله چی د بوکس نړیوال اتل محمد علی کلې په ۱۹۷۰ لسیزه کی مسلمان سو ، نو یو جهانی محبوبیت یې حاصل کړ . محمد علی وروسته له دې ډیر متقی او عابد مسلمان و .

یوه ورځ یو چا پوښتنه ځنی وکړه چی ته خو په ملیونونو ډالره او هر ډول نعمتونه لرې ، هر ډول عیش او عشرت او آسانتیاوی درته آماده دي ، هر ډول قمار ، ساعتیری ، نجونی او شراب درته مهیا دي . آیا ته د دغو ټولو لذتونو څخه خوند نه اخلې او آیا کله کله دغو شیانو ته مراجعه نه کوې ؟

محمد علی کلې دا مهال د جیب څخه اورلګیت را وکیښ او هغه یې ورښکاره کړ ، او داسی یې ورته وویل : کله چی می کومی ګناه ته میلان پیدا سی ، نو د دغه اورلګیت یوه خاشه ولګوم او خپله یوه ګوته ورته ونیسم چی یو څه وسوځی .

نو د سوځیدلو دغه حالت سمدلاسه د دوږخ اور را په یاد کړی او ځای پر ځای د ګناه آن تصور لا هم را څخه ورک سی . دا چی د دې دنیا د یوې خاشې دومره بې طاقته اور دی ، نو د هغې دنیا یعنی دوږخ د اور به څه حالت وی ؟ نو همدا اورلګیت زما خبردارﺉ او پوهاوﺉ دی او ځکه نو سخت احتیاط کوم .

هو ، لویدیځ وال چی کله په اسلام مشرف کیږی ، نو په همدغسی تقوا ، ایمان او صداقت سره اسلام خپلوي او هغه هضموي .

الله (ج) دی هغو مسلمانانو ته هم دغسی اسلامی روحیه او جذبه په نصیب کړی چی له ذاته مسلمانان دي تر څو د تش په نوم اسلامیت څخه اصلی او واقعی اسلامیت ته ارتقا وکړی .

لیکوال : نثار احمد صمد

منبع : د لیکوال اثر ( اخلاقی کنایې ؛ لومړی جلد ؛ ۲۰۱۲ ) ؛ ۱۴۶ ـ ۱۴۷ مخونه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x