افغانستان

تخار: د ملي امنیت جګپوړی چارواکی په مقناطیسي بم کې ټپي شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ لومړۍ، ۱۳۹۵ل): نن سهار د تخار ولایت په مرکز تالقان کې د مقناطیسي بم په چاودنه کې د ملي امنیت یو جګپوړی چارواکی ټپي شوی دی.

د راپورونو سره سم د یاد چارواکي پر موټر نن سهار نهه بجې شاوخوا چاودنه وشوه چې له امله یې هغه سخت ټپي شوی دی.

د ولایت ویاند سنت الله تیمور رسنیو ته د پيښي پخلی کړی او ویلي چې د عبد الخلیل په نامه د ملي امنیت جګپوړی چارواکي په چاودنه کې سخت ټپي شوی دی.

بل خوا په تالقان کې د ملکي روغتون مشر جمیل فروتن رسنیو ته ویلي چې د ملي امنیت چارواکی دوی ته په ډېر ناوړه حالت کې رسیدلی او روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ نه دی.

طالبانو پر خپل رسمي پاڼه «الاماره» باندي د یادي پيښي مسؤولیت منلی او ویلي چې دغه چاودنه یې د مقناطیسي بم په مټ تر سره کړې چې له امله یې د ښاري امنیت رئیس ووژل شو.

بل خوا نن د کابل ولایت په بګرامۍ ولسوالۍ کې هم د ملي اردو پر یوه موټر د مقناطیسي بم په واسطه چاودنه شوې چې له امله یې د چارواکو په وینا دوه عسکر ټپيان شوي دي او موټر یې تخریب شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x