افغانستان

د کابل په چاودنه کې تر ۶۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله رسیدلې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ لومړۍ، ۱۳۹۵ل): د کابل ښار د شپږمي امنیتي حوزې اړوند د چاردهي په چهارکلا سیمه کې د شیعه ګانو په امام بارګاه (باقرالعلوم) کې دننه چاودني لږ تر لږه ۲۸ تنه وژلي او ۴۵ یې نور ټپيان کړي دي.

چاودنه هغه مهال شوې کله چې په یاد عبادت ځای کې شیعه ګان د عاشوراء د څلویښتمي د لمانځني په خاطر را ټول شوي وه.

د ۱۰۱ اسمائي زوی د جنائي جرمونو په وړاندي د مبارزې مشر سمونوال فریدون عبیدي رسنیو ته ویلي چې یوه سرتیري بریدګر د څلویښتمي یا «اربعین» په مراسمو کې دننه ځانته چاودنه ورکړه چې له امله یې تر اوسه ۲۷ کسان مړه او ۳۵ ټپيان دي.
خو بل خوا د عامي روغیتا وزارت چارواکو ویلي چې تر اوسه ۲۸ مړي او ۴۵ ټپیان روغتونونو ته رسول شوي دي.

پيښه نن غرمه پر ۱۲ بجې او شل دقیقې رامنځته شوه.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لیږلي خبرپاڼه کې ددغه برید د مسؤولیت منلو څخه انکار کړی او ویلي چې پر ولسي وګړو برید غندي.

ولسمشر اشرف غني هم دغه برید غندلی او روغتیايي ادارو ته یې امر کړی چې د ټپيانو د تداوي لپاره ټول امکانات په کار واچوي.

ددې پيښي مسؤولیت تر اوسه چا نه دی اخیستی، خو ددې تر مخه د شیعه ګانو پر دیني مراسمو د ورته بریدونو مسؤولیت دداعش ډلي اخیستی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x