
د لېبیا په بن غازي کې د پوځي استخباراتو مشر وژل شوی
نن ټکی آسیا: د لېبیا په دوهم ستر ښار بن غازي کې د ناڅرګندو وسله والو په ډزو د پوځي استخباراتو مشر وژل شوی.
د لېبیا یوې امنیتي سرچینې د نوموړي د قتل په باب وویل،چې د بن غازي د پوځي استخباراتو مشر جنرال فتح الله الجزیزي هغه مهال ووژل شو ،چې په درنه نومي ښارګوټي کې د خپلو-خپلوانو د ښادۍ په مراسمو کې له ګډون وروسته د کور پر لورې روان و،چې د ناڅرګندو کسانو تر ډزو لاندې راغی او ځای پر ځای ووژل شو.
ویل کېږي نوموړی تازه پر دې دنده ګومارل شوی و.
د یادونې وړ ده چې له ۲۰۱۱ع کال راهیسې په لېبیا کې د قذافي د حکومت له نسکورېدا وروسته د هېواد ګڼې سیمې په ځانګړې توګه د هېواد ختیځ د ناامنۍ او خپل سرو وسله والو تر ګواښ لاندې دی او لا هم پرې د هغوی راج چلېږي.