نظــر

تر څو چي افغانستان کی امریکایان وي، دلته به جګړه وي. وحید مژده د نن ټکی آسیا سره ځانګړې مرکه کي

وحيد مژده د هيواد تکړه لیکوال او ژورنالیست دی، د سیمې او هيواد پر سیاسي حالاتو ځانګړی نظر لري نن ټکی اسیا اړينه وګڼله چې د هيواد په ځينو روانو چارو ورسره د زړه خواله وکړي چې ښاغلي مژده هم په ورین تندي زموږ غوښتنه ومنله. موږ يې د زړه له تله مننه کوو.

نوموړي د نن ټکی آسیا سره په مرکه کي څو مهمو ټکو ته اشاره وکړه، چی ځیني په لاندي ډول دي:

1- که حامد کرزی پر خپل موقف ولاړ وي، ضروري خبره دا ده، چې ټول افغانان یې تر شا ودرېږي.

2- زما اواز د C.I.A. له خوا ثبت شوی دی، او د سپنتا او C.I.A. ترمنځ څه ارتباط دی، چې C.I.A. دا خبرې ثبتوي او بیا یې سپنتا ته ورکوي.

3- : ګورئ، کلونه کلونه کېږي چې زه همدا خبره کوم. دا ارتباط چې ما له طالبانو سره درلوده، زه پوه شوم، چې دوی د پاکستان خبره نه مني.

4- باید په دې فکر ونه اوسو چې که امریکایان له افغانستانه وځي، پر افغانستان به تندر پرېوځي. زه دا وایم، که امریکایان په افغانستان کې وي او دلته دا جګړه دوام ومومي، دا د افغانستان لپاره لوی ناورین دی.

5- په افغانستان کې د سولې په مقابل کې ډېر قوي او کلک لاسونه دي، چي نه غواړي سوله راشي

نن ټکي اسیا: د امنيتي تړون په اړه د کرزي او امريکا اختلاف څومره حقیقت ښکاري؟ ځينې يې ظاهري او د کرزي شخصي بارګينګ بولي.

مژده: ویل کيږي کرزی د ځينو شخصي ګټو لپاره دا تړون نه امضا کوي او له امريکا د خپل ورور عبدالقیوم کرزي یا بل کوم مشخص کاندید ملاتړ غواړي؛ خو حقیقت دا نه دی. اصل خبره دا ده چې کرزي دا لس دولس کاله له امریکا سره تېر کړل او دی يې تر موږ ښه پيژني.

کرزی وايي چې دی پر امريکایانو باور نه لري او تر څو چې ده ته دا تضمين ور نکړي چې امريکايان به د افغانانو پر کورونو چاپې نه وهي او افغانان به په خپلو کورنو کې نه وژني؛ تر هغې به دی دا تړون امضا نه کړي. کرزي څو ځل و ويل چې  پر ما د امريکايي چارواکو لخوا ډېر فشار دی چې زه باید دا تړون زر تر زره امضا کړم خو د دوی فشار به پر ما هيڅ اغېز ونه کړي. د کرزي له قوله چې که ما امريکا سره دا تړون امضا کړ، نو دا مانا چې په خپل لاس مې د افغانانو د وژلو اجازه ورکړه. په لنډو ټکو ويلی شم چې کرزی په دې ځای کې په خپلو خبرو کې رښتينی دی.

نن‌ ټکی اسیا‌: ځینې امریکايي چارواکي وايي، چې که د کرزي پر ځای بل وزیر یا کوم مهم چاورکی کولای شي دا تړون امضا کړي. دا لاسلیک به څه حقوقي ارزښت ولري؟

مژده: که په خپله حامد کرزی یو چاته دا صلاحیت ورکړي او و وايي، چې زما دا وزیر زما پر ځای دا لاسلیک کوي او حامد کرزی په خپله دا ومني، په هغه صورت کې شاید چې یوه لار ولري. که کرزی ووايي، چې زه نه امضا کوم او دا قرداد باید په دغو شرایطو امضا شي او هغه شرایط امریکایان نه مني، نو که یې هرڅوک امضا کړي، دا به یوه بې ارزښته امضا وي. بله خبره دا ده، چې همدا اوس په کرزي باندې فشارونه روان دي، کرزی وايي، چې زه تر فشار لاندې یم، امریکايان پر ما فشار راوړي، نو یو قرداد چې د فشار لاندې که امضا هم شي، دا مشروعيت نه لري.

نن ټکی اسیا: دا تړون یو وخت د رسنیو له قوله دفاعي و او وروسته “امنيتي” شو، د دواړو تر منځ څه توپير شته او ولې يې دا نوم وربدل کړ؟

مژده: د دفاعي او امنیتي ترمنځ فرق دا دی، چې د دفاعي تړون په عنوان زموږ ګاونډیان، په ځانګړي توګه پاکستان پر دې خوشاله نه و. زه فکر کوم چې مسئله هم دا وه او امنیتي باندې ټوله منطقه یا ټول ګاونډیان کيدای شي توافق وکړي، ځکه چې په سیمه کې امنیت د ټولو مشترک مشکل دی ؛ نو په همدې دلیل دوی پرې د امنیتي تړون نوم کېښود. بل اړخ چې هغه دفاعي تړون چې و، چې افغانستان پرې ټینګار کاوه، چې که زموږ ګاونډیان پر موږ تعرض کوي باید زموږ دفاع وشي، هغه اوس په دې تړون کې په داسې جملو باندې پېچل شوی ده، چې اصلا نه معلومېږي، چې امریکا په دې مسئله باندې څه ضمانت ورکولای شي کنه. معلومېږي، چې امریکا نشي کولای چې دا کار وکړي؛ ځکه چې که پر افغانستان یرغل وشي، امریکایان باید له خپله کانګرس څخه د هغه (تېري) په مقابل کې باید اجازه واخلي او دا قرداد د کانګرس ضمانت له ځان سره نه لري، نو زه فکر کوم چې دا تړون په هېڅ صورت دفاعي تړون نشي ګڼل کېدای.

نن‌ ټکی اسیا: که دا تړون امضا شي،  افغانان په ځانګړې توګه هغو خلک چې له تړون سره مخالف دي، باید څه وکړي؟

مژده: دا د هر چا مدني حق دی، چې د یوې مسئلې په مقابل کې چې د یوه نسل یا یوه قوم یا یوه ملت د اوس او راتلونکي لپاره مهم دی. باید د هغه په باره کې خپل نظر وړاندې کړي او له مدني لارو څخه چې په اساسي قانون کې هغه په رسمیت پېژندل شوي دي، له هغې لارې د هغو مخنیوی وکړي. نو زه فکر کوم چې دا د هرچا حق دی؛ خو یو بل مشکل چې له دې وروسته پیدا کېږي، که دا قرارداد امضا شي، زموږ د جبهې [د ملي یووالي او له بهرنیو اډو سره د مخالفت جبهه] نظر دا دی، چې که دا قرارداد امضا شي، له هغې وروسته طالبانو لپاره، چې د حکومت مقابل کې جنګېږي، یو مشروعیت پیدا کېږي، چې ووایي افغانستان اشغال شوی دی. حامد کرزي هم دا خبره کړې ده، چې زه دا قرارداد نه امضا کوم، چې کرزی دا قرارداد نه امضا کوي، معنا یې دا ده، چې دا قرارداد د افغانانو په ګټه نه و او حتا د امریکا یو لاسپوڅي حکومت هم دا امضا نه کړ. زه فکر کوم چې له دې وروسته به په افغانستان کې جګړه تر هغې دوام مومي چې امریکایان دلته وي.

نن‌ ټکی اسیا: په دې وروستیو کې طالبانو او حزب اسلامي د خپلو اعلامیو له لارې د کرزي مشروط ملاتړ کړی، تاسې يې څنګه ارزوئ؟

مژده: حامد کرزي په دې کار، یعنې شرطونه یې چې کېښودل، داسې یو موقف ځان ته غوره کړ، چې نه یوازې د طالبانو او حزب اسلامي، بلکې دننه په افغانستان کې هم د هغو کسانو لپاره چې د راتلونکي لپاره اندېښمن دي، چې څه به وشي او له دې وېره لري، چې د دې قرارداد په نتیجه کې به افغانستان کې جګړه اوږدېږي. هغوی ټولو د حامد کرزي له دې موقفه دفاع وکړه، یو څه حمایت یې وکړ، خو ټولو مشروط حمایت کړی؛ ځکه چې په حامد کرزي باندې دوی اعتماد نه لري او فکر کوي، چې په راتلونکي کې امکان لري، چې د حامد کرزي په موقف کې تغییر راشي؛ ځکه چې د حامد کرزي په موقفونو کې تل ناګاهاني تغییرات لیدل شوي دي. نو پر همدې دلیل دوی مشروط حمایت کړی، زه فکر کوم، چې که حامد کرزی پر خپل موقف ولاړ وي، ضروري خبره دا ده، چې ټول افغانان یې تر شا ودرېږي. البته موږ د دې مخالف نه یو، چې قراردادونه باید امضا نه شي او افغانستان د تجرید په حالت کې پاتې شي او بېرته د تجرید طرف ته لاړشي، بلکې د افغانستان د ملي ګټو په نظر کې نیولو سره باید قراردادونه امضا شي. باید پوه شو، چې دا څه چې امضا کوو، دا څه شی دی؟ موږ ته څه لاسته‌راوړنه لري او مقابل لوری د دې په مقابل کې موږ ته څه امکانات او څه شرایط برابروي. دا خو یوه ضروري خبره ده چې په هر قرارداد کې باید په نظرکې ونیول شي.

نن‌ ټکی اسیا: له جرګې وروسته، چې کله چېک هېګل کابل ته راغی، کرزی ایران ته ولاړ او هلته یې تود هرکلی هم وشو او ایران له دې تړون سره مخالف هم دی، له پاکستانیانو سره یې هم خبرې کړي، ایران یا نور ګاونډیان پر کرزي څومره باور کولای شي؟

مژده: البته ایرانیانو په څرګند ډول ویلي، چې له تړون سره مخالف دي؛ خو هغه ډېر کسان چې پخوا په افغانستان کې یې د ایران له خوا ملاتړ کېده، ټول د دې قرارداد طرفداران او هواداران دي. په عراق کې هم موږ ولیدل، چې هلته هم، امریکایان راغلل، همغه کسان چې د ایران پلویان وو، هغوی له امریکا هم ملاتړ وکړ. ایران په افغانستان کې دوه‌ګونی سیاست لري. له یوې خوا له دې قرارداد سره مخالفت کوي او له بلې خوا هغه کسان چې له پخوا ایران سره نژدې ملګري پاتې شوي وو، اوس هم د هغوی ملګري دي، د هغوی کورونه اوس په ایران کې دي، هغوی هم د امریکا ملاتړ کوي. نو په دې حالت کې زه فکر کوم، چې د ایران یو متناقض سیاست دی، هم په افغانستان کې او هم په عراق کې د امریکا د حضور پر سر دوی په تناقض کې دي له یوې خوا مخالفت کوي او له بلې خوا د ایران چې کوم ډېر نژدې ملګري وو پخوا، هغوی اوس د امریکا پلویان دي.

نن‌ ټکی اسیا: که یوې شخصي مسئلې ته راشو، سپنتا په پارلمان کې د امنيتي تړون په اړه وینا کوله او په مرموز ډول يې تاسو ته اشاره وکړه او تاسې يې ملي خاین وبللئ، که ملي خیانت تعریف کړئ او بله دا چې هغه وویل، چې که یې زور رسېدای نو تاسې یې نیولئ، د ده ناتواني څه کې بولئ؟

مژده: اصلاً خبره دا ده، چې خیانت یا ملي خیانت لویه خبره ده، یو کس چې په دې متهمېږي، باید محکمې ته ولاړشي او په محکمه کې دا مسئله ثبوت شي، درې محکمې دي په افغانستان کې چې باید یو کس په دغو محکمو کې د دفاع حق ولري، له خپل ځانه دفاع وکړي او هلته مقابل لوری د هغه پر وړاندې اقامه‌ای دعوه وکړي، بیا له هغې وروسته فیصله کېږي چې دا کس خاین دی کنه. خو دا چې یو کس ځي او بې له دې چې محکمې ته دا خبره تللې وي، یا محکمې یا بل څوک خبر وي، داسې یوه خبره کوي، زه فکر کوم چې له دې کاره د ده بې‌عقلي څرګندېږي. له بلې خوا په پارلمان کې پارلمان ته ضروري خبره دا وه، چې دا خبره یې باید کړې وای، چې د دې سړي غږ چې ثبت شوی دی، د کوم قانون مطابق دا کار شوی؛ ځکه چې د افغانستان اساسي قانون وايي، چې د خلکو مخابرات او مراسلات له تعرض څخه مصئون دي او د دولت په شمول هېڅوک نه شي کولای چې دا ثبت کړي، مګر د قانون په حکم. اوس قانون په دې هکله څه وايي، که محکمې دا حکم ورکړی وي، چې د ده غږ ثبت شي، سهي خبره ده، کنه نو غلطه ده.

بله مهمه خبره دا ده، چې دلته د افغانستان اساسي قانون نقض شوی دی. له بلې خوا دا یو استخباراتي سند که موږ وګڼو چې دا یو استخباراتي سند و، ولې يې استخباراتو یا محکمې ته ونه سپاره چې مېډیا ته وسپاره او په مېډیا کې دا مسئله راغله. له هغې وروسته خو له ما نه چا پوښتنه هم نه ده کړې، چې تا دا کار ولې کړی، ځکه چې د قانون مطابق دا یو جرم نه دی، چې یو چا سره یو څوک تیلیفوني خبرې کوي. اول خو دا خبرې دننه په افغانستان کې شوي، هغه سړی هم دننه په افغانستان کې و او زه هم دننه په افغانستان کې وم.

له بلې خوا چې کومې خبرې شوي، دا د جګړې خبره نه وه، د یوه مدني حرکت په باره کې مو خبرې وکړې، چې موږ داسې تظاهرات کړي، او موږ پر دې باور یو، چې طالبان هم د دې هېواد بچیان دي او هغوی باید راشي او په نظام کې شامل شي. موږ باید کوښښ وکړو، چې د افغانستان مشکل د سولې او د مذاکراتو له لارې حل شي.

که موږ وایو، چې هرڅوک له طالبانو سره خبرې کوي هغه خاین دی، لوی خاین خو بیا په خپله حکومت دی. همدا اوس نژدې وختونو کې چې یوه سناتوره د طالبانو په لاس کې بندي وه، هغه څنګه خوشې شوه.

د همدغسې اړیکو له لارې خوشې شوه. نو زه فکر کوم چې دا یوه شخصي خبره ده، چې ځینو کسانو داسې خبرې وکړې، او بیا مېډیا هم په منفي ډول خپل رول ادا کړ. یو کس چې لوی جنایت یا جرم کوي، د هغه عکس په مېډیا کې تر هغې نه ښکاري چې تر هغې چې محکمې د هغه په اړه څه نه وي ویلي، په داسې حال کې چې زما عکسونه هم دوی خپاره کړل او دا زما حق دی چې په راتلونکي کې د دې کسانو په مقابل کې محکمې ته مراجعه وکړم.

نن‌ ټکی اسیا: د سوال دویم جز، چې سپنتا وايي ونه توانېدم چې دی دستګیر کړم، د کمزورۍ لامل یې څه بولئ؟

مژده: زه فکر کوم چې دلیل یې دا و چې قانون ده ته اجازه نه ورکوله چې دا کار وکړي. یعنې په کوم قانون؟ یو سړی په تلیفون کې خبرې کړي او ته د هغه غږ ثبتوې. دا غږ هم معلوم نه دی، چې کوم ارګان ثبت کړی. ځکه چې امنیت ملي په مېډیا کې وویل، چې موږ دا کار نه دی کړی. زما اواز د C.I.A. له خوا ثبت شوی دی، او د سپنتا او C.I.A. ترمنځ څه ارتباط دی، چې C.I.A. دا خبرې ثبتوي او بیا یې سپنتا ته ورکوي. له دې دا معلومېږي، چې C.I.A. په دې کار کې لاس درلوده، C.I.A. په خپله دې قرارداد پسې ده چې امضا شي.

زموږ ګناه دا وه چې موږ ویل، باید دا قرارداد اول په دقت سره وڅېړل شي چې په دې کې څه شی دی.

نن‌ ټکی اسیا: په دې وروستیو کې نوازشریف کابل ته راغلی و، د کرزي او نوازشریف ترمنځ خبرې وشوې، چې طالبانو ته په سعودي یا ترکیه دفتر پرانیزي. دا دفتر به مثبتې پایلې ولري؟ ایا طالبان به دا دفتر ومني؟

مژده: کوم طالبان دي، چې هلته ورځي. فکر کوم چې دا یوه بله لوبه ده. دوی غواړي چې ځینې طالبان چې هغوی د پاکستان په زندانونو کې وو، هغوی خوشې کړي، په دې شرط چې هغوی یو بل چېرته لاړشي او هلته دفتر جوړ شي. له دې هېڅ نه جوړېږي، ځکه چې دا د سولې غلط ادرسونه دي، هغه ځای چې طالبان پخوا هلته تللي او سیاسي دفتر یې دی، هغه قطر دی، په همغه ځای کې کېدای شي چې خبرې وشي، که دوی رښتیا هم د سولې په هڅه کې دي. د سولې هڅه خو هلته کېدای شي، نور دفتر ته څه ضرورت!

نن ‌ټکی اسیا: هغه بندیان چې دوی پخوا خوشې کړل، هغه هم بېرته د جګړې کرښو ته ولاړل، سولې ته یې څه ګټه وشوه؟

مژده: ځینې داسې وو، د جنګ صف ته ولاړل، ځینې په خپلو کورونوکې دي. تر کومه چې زه خبر یم، ځینې ډېر ناروغان هم دي. په هر حال د پاکستان له جېلونو څخه د دوی پرېښودل د دې لپاره هم وو، چې طالبان دې ته وهڅوي، چې دوی د سولې پلوي وکړي، خو تر اوسه دې کار نتیجه نه ده ورکړې.

نن‌ ټکی اسیا: د نوازشریف د ملي امنیت او بهرنیو اړیکو سلاکار، سرتاج عزیز په اسلام‌اباد کې رسنیو ته ویلي، چې موږ پر طالبانو کنټرول نه لرو، موږ ورته وویل، چې د سولې شورا سره خبرو ته کېني، خو دوی زموږ خبرې نه مني. د عزیز دا خبرې څنګه ارزوئ؟

مژده: ګورئ، کلونه کلونه کېږي چې زه همدا خبره کوم. دا ارتباط چې ما له طالبانو سره درلوده، زه پوه شوم، چې دوی د پاکستان خبره نه مني.

په همدغه دلیل و، چې موږ کوشش کاوه، چې یوه داسې لار جوړه کړو، چې د افغانستان د اپوزیسیون او طالبانو ترمنځ په اول کې خبرې وشي. د افغانستان د سیاسي اپوزیسیون او د طالبانو ترمنځ. موږ غوښتل، چې اول قدم باید داسې وي، چې یوه لار خلاصه شي، چې یوکس سره خبرې وشي، یوې ډلې سره خبرې وشي. مثلاً ډاکټر صیب عبدالله، قانوني صیب دې خلکو سره خبرې وشي. البته دوی چې طالبانو سره کېني، دوی خو داسې نه وايي، چې موږ او تاسې سره یو ځای کېږو دا نظام ړنګوو. دوی هم له طالبانو همدا غوښتنه لري، چې دولت یې لري. باید دا قدم اخیستل شوی وای، چې دا لار بنده شوه. نو زه فکر کوم، چې پاکستان کولای شي، په جګړه کې لاس ولري، مګر د سولې په خبره کې بیا نشي کولای پر طالبانو دومره نفوذ ولري، چې د طالبانو لاس ټینګ ونیسي او رایې ولي او د مذاکراتو پر مېز یې کېنوي، چې تاسې دا خبرې ومنئ. زه فکر کوم چې هېڅ امکان نه لري. حتا د جهاد په وخت کې هم همدا حالت و، په داسې حال کې چې زموږ ټول رهبران په پاکستان کې وو، معلوم‌داره خبره وه، چې هلته وو. چې کله د سولې خبره کېده، دوی خپل نظر درلود. نو په دې مسئله کې هم زه فکر کوم چې پاکستان محدود امکانات لري. بهتره لار دا ده، چې یوه بې‌طرفه ډله وي، چې هم طالبانو ته د منلو وړ وي او هم حکومت ته او دا ډله وساطت وکړي، چې دا حرکت شروع شي، چې اقلا یوې ډلې سره د افغانستان په داخل کې خبرې شروع شي او د سولې امید پیدا شي.

نن‌ ټکی اسیا: د «نن ټکی ‌اسیا» سایټ لوستونکو ته څه پیغام لرئ؟

مژده: هغو وروڼو او خویندو ته زما پیغام دا دی، چې دا سایټ ګوري، چې افغانستان سولې ته اړتیا لري. موږ باید هغې لارې ته مخه کړو چې افغانستان د سولې په لور بیايي. باید په دې فکر ونه اوسو چې که امریکایان له افغانستانه وځي، پر افغانستان به تندر پرېوځي. زه دا وایم، که امریکایان په افغانستان کې وي او دلته دا جګړه دوام ومومي، دا د افغانستان لپاره لوی ناورین دی. اول قدم چې باید پورته شي، باید د سولې په لور وي او موږ دا کار د دې لپار وکړ، دا جبهه چې مو جوړه کړه، دا منډې ترړې مو چې وکړې، د دې لپاره و، چې په افغانستان کې د سولې یوه لار پرانیستل شي. موږ چې ګورو متاسفانه په افغانستان کې د سولې په مقابل کې ډېر کلک لاسونه دي، ډېر قوي لاسونه دي چې نه غواړي چې سوله راشي.

نن ټکی ‌اسیا: ستاسې له خبرو داسې ښکاري، چې څو پورې چې امریکایان وي، سوله نه راځي؟

مژده: خبره دا ده، چې اول باید طالبانو سره خبرې وشي، د افغان حکومت، د اپوزیسیون..د ټولو. وروسته د یوه اجماع په شکل باید ټول افغانان سره کېني او سره سلا شي. که یوه ډله دا قرارداد امضا کړي او بله ډله دا ونه مني، معلومداره خبره ده جګړه به روانه وي.

نن ټکی اسیا: ډېره مننه

مژده: تاسې نه هم يوه نړۍ مننه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x