افغانستان

طالبانو په هرات کې د ملي اردو یو افسر وژلی

نن ټکی آسیا: طالبانو په هرات ولایت کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو یو افسر په ډزو وواژه .
د هرات امنیتي مسؤلین خبر ورکوي چې دا پېښه تېره ورځ د هرات ښار په منارونو سېمه کې رامنځته شوې.

د ۲۰۷ ظفر قول اردو د مطبوعاتي چارو د مسؤل نجیب الله نجیبي له وینا سره سم، وسله والو طالبانو تېره ورځ د ۲۰۷ظفر قول اردو د تفتیش څانګې پر یوه افسر شمس الدین خان برید کړی او نوموړی یې ځای پر ځای وژلی دی.
نوموړي زیاته کړه، چې د پېښي په تړاو پلټنې روانې دي او بریدکوونکي له پېښي سمدستې وروسته په تېښته بریالي شوي دي.
طالبانو د پېښي پړه پر غاړه اخیستې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x