د مسکو ـ طالبانو نویې اړیکې د افغان قضیې د معادلې نوی باب

نن ټکی اسیا – سرلیکنه (دوشنبه، لېندۍ لومړۍ، ۱۳۹۵ل):

په داسې حال کې چې هم امریکایان او هم په افغانستان کې د هغوی تر حمایت لاندې منځته راغلی حکومت کوښښ کوي طلبان په سیاسي او پوځي ډګر کې منزوي کړي روسانو په ښکاره له طالبانو د رابطې اعلان کړی.
د روسانو له لوري له طالبانو سره د تماس خبر په داسې حال کې رسنیزه کیږي چې مسکو نیت لري د چین او پاکستان په ګډون یو دری اړخیزه غونډه د افغانستان د قضیې په اړه په روسیه کې جوړه کړي.

په منځني ختیځ په تیره سوریه کې د مسکو واشنګټن ترمنځ نظامي او سیاسي تقابل د سپینې ماڼۍ او کرملین ترمنځ تر بل هر وخت وضعیت متشنج کړی او داسې ښکاري چې اوس د هغه نظامي او سیاسي تقابل اثرات افغانستان ته هم په را رسیدو وي.

په دې وروستیو کې چې د ګډ حکومت مشر ښاغلی اشرف غني افغانستان ته د ملګرو ملتونو له را لیږلې پلاوي څخه وغوښتل چې د طالبانو د مشر ښاغلي مولوي هبة الله نوم دي په تورلیست کې شامل کړي روسانو له دې کار سره خپل ضمني مخالفت اعلان کړ او دا یې وویل چې دوی به پر دې خبره غور وکړي چې د طالبانو د مشر په خلاف لیګیدلې تورونه څومره موجه او د دې وړ دي چې نوم یې د ملګرو ملتونو په تورلیست کې شامل کړای شي؟

تر دې وړاندې امریکایانو د طالبانو په مقابل کې یواځې په پوځي لحاظ په افغانستان کې ماتې خوړلې وه ، خو اوس چې مسکو په سیاسي لحاظ له طالبانو سره د تماس لرل اعلان کړل له دې سره د طالبانو خلاف د امریکا او ناټو تبلیغاتي داعیه هم ناکامه شوه.

امریکایان په خپل ټول زور کوښښ کوي پر افغانستان خپل تسلط ته دوام ورکړي او دا هغه څه دې چې نه یې د افغانستان ولس او نه یې هم د افغانستان ګاونډي منلو ته چمتو دی ، هماغه دی چې په افغانستان کې د جګړې د خاتمې لپاره تر ټولو غوره او ګټوره لاره هماغه د طالبانو طرحه ده چې ژر تر ژره ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي ؛ ځکه همدا لاره ده چې په هیواد کې د ټولو سیمه ییزو مداخلاتو مخنیوی ورسره کیدای شي، که امریکایان دلته نور هم په خپل پوځي وجود ټینګار کوي خدای مه کړه افغانستان به دوهم منځنی ختیځ وي چې د امریکا ، ایران ، روسیې اونورو منطقوي هیوادونو د پوځي او استخباراتي مقابلې په ډګر به بدلیږي او د یادو هیوادونو د مصالحو لپاره به په یوه نیابتي جګړې کې د افغانانو وینې توییږي .

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

په دی اړه زما ارزونه : سره ددی چه نړیوال نوی یهودی استعمار هلی ځلی دا وی چه د پخوا به شان متعدد استعماری قدرتونه په یوه نړیوال استعمار کی مدغم کړی یعنی یو بل ته په کریدت ورکولو د نړیوال استعمار یووالی او لاس اړونه جاری وساتی له هغه وروسته په ټول مظلوم بشریت او په ځانکړی ډول اسلامی هیوادو کی چه څه کول غواړی هغه تر سره کړی ، مګر دوی خبلو کی کله سره رښتینی پاتی کیدی شی د دوی روغی جوړی د مادیاتو او استعماری ګټو له مخی وی کله چه دغه ګټی یو اړخ ته… نور لوستل »