شریفي: ولسمشر ته ټولي لاري تړلې او لاسرسی ورته ناممکن دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ لومړۍ، ۱۳۹۵ل): په ارګ کې د ولسمشر د دفتر د تشریفاتو پخوانی رئیس او وروسته د ځوانانو د ټولنیزو چارو مشاور نسیم پښتون شریفي رسنیو ته په لیږلي لیکنه کې ویلي چې له خپلي دندي یې استعفاء ورکړې، چې د منظورۍ په هیله یې دی.

نوموړي په خپله لیکنه کې ویلي، که څه هم «افغانستان له نسلي اړخه د نړۍ تر ټولو ځوان نفوس لرونکی هیواد» دی، خو ولسمشر اشرف غني او حکومتي سیسټم یې د ځوانانو لپاره هیڅ «ستراتیژي، پلان، طرحه او پالیسي» نه لري.

نوموړي ویلي چې ماته د مسؤولیت تر سپارل کېدو وروسته «همکاري راسره ونه سوه او امکانات رانکړل سول، بلکي خنډونه هم راته ایجاد سول او بیابیا مو مخه ونیول سوه. ولسمشر ته لاره په بشپړ ‌‌‌‌‌‌ډول تړلې او لاسرسی ناممکن وو».

ولسمشر ته د لاسرسی نه لرلو او ټولو لارو تړل کېدو خبره د اطلاعاتو او کتلور پخواني وزیر عبدالباري جهاني هم کړې وه، نوموړي ویلي وه چې په دوه کلنۍ دوره کې «د خپلو مشکلاتو ویلو او پېشنهادونو کولو لپاره ایله څلور ځله د نیم نیم ساعت لپاره وخت راکړه سو؛ په داسي حال کي چي د هر ځل لیدلو لپاره مي درې تر څلورو میاشتو پوري انتظار وایستی».

له چپ اړخه لومړی: نسیم شریفي

له چپ اړخه لومړی د ټاکنیز کمپاین پر مهال: نسیم شریفي

نسیم شریفي د هغو کسانو له ډلي څخه شمېرل کیږي چې د ولسمشر اشرف غني تر څنګ یې په انتخاباتي کمپاین کې ډیري هلي ځلي کړي او مالي مرستي کړي دي، خو ارګ ته تر رسیدو وروسته اشرف غني زیاترو ته شا ګرځولي چې له امله یې اوس یو یو له اشرف غني څخه لاره جلا کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د