افغانستان

د افغانستان د علماو ټولني د شیعه ګانو پر امام بارګاه برید غندلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ لومړۍ، ۱۳۹۵ل): د افغانستان علماو ټولني په کابل کې د شیعه ګانو پر امام بارګاه او مدرسې (باقر العلوم) د نن ورځي چاودنه په کلکو ټکو غندلې او د حکومت څخه یې غوښتي چې دداسي پيښو په وړاندي بې تفاوته پاته نه شي.

په هغه خبرپاڼه کې چې ددغه ټولني له لوري نن ټکی اسیا ته رسیدلې، د علماو ټولني مشر مولانا عبدالصبور ویلي «مذهبي اختلافاتو ته لمن وهلو د غندلو وړ دي».
نوموړي د پيښي د قربانیانو سره ځان په غم کې شریک بللی او د صبر جمیل دعا یې ورته کړې.

نوموړي ویلي څو ورځي وړاندي د سني عالم د قتل پيښي ته اشاره کړې او ویلی چې په نیمروز، پروان، ننګرهار د پيښو قاتلین کې پر وخت نیول شوي وای، نن به داسي پيښه نه کېدله.
باید وویل شي چې نن کابل ښار د شپږمي امنیتي حوزې اړوند د چاردهي په چهارکلا سیمه کې د شیعه ګانو په امام بارګاه (باقرالعلوم) کې دننه چاودني لږ تر لږه ۳۰ تنه وژلي او ۴۵ یې نور ټپيان کړي دي.
چاودنه هغه مهال شوې کله چې په یاد عبادت ځای کې شیعه ګان د عاشوراء د څلویښتمي د لمانځني په خاطر را ټول شوي وه.

مولانا عبدالصبور ویلي چې د مذهب په نوم جګړه به دا ملک وسوځوي.

نوموړي پر افغان رسنیو ږغ کړی چې د «ډمتوب پر ځای دي ملت ته د زغم درس ورکړي» او زیاته کړې: «د فکري اختلافاتو له کبله وژنې روا نه دي»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x