افغانستان

نظر محمد مطمئن د ملي امنیت لخوا ونیول شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ لومړۍ، ۱۳۹۵ل): افغان لیکوال او شننونکی نظر محمد مطمئن د ګډ حکومت د ملي امنیت ادارې نیولی دی.

نوموړی نن ماښام ناوخته په کابل ښار کې قمبر څلورلارې ته څیرمه نیول شوی دی.

دا لومړی ځل نه دی چې لیکوالان او څیړونکي د دولت لخوا د نیول کیدو له ګواښ سره مخ کیږي. د روان میلادي کال په می میاشت کې د سیاسي چارو شننونکی قاضي محمد حسن حقیار هم نیول شوی و، خو له درې ورځني بند وروسته په دې شرط خوشې شو چې بیا به په رسنیو کې خپل نظر نه څرګندوي.

تر اوسه معلومه نه ده چې نوموړی به یې په څه تور نیولی وي، خو هماغه مهال د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د یک تلویزون په آماج پروګرام کې ښاغلي مطمئن ته ګواښ کړی و چې له «خپل غلط تحلیل» څخه دې وګرځي او که نه د حقیار په برخلیک به اخته شي.

نظرمحمد مطمئن د افغانستان په رسنیو کې یو له هغو فعالو ځوانانو څخه دی چې د بیان ازادي د قانون څخه په استفادې په هیواد کې د سولي لپاره اواز اوچتوي او په ځانګړي ډول د طالبانو سره د سولي په اړه او د جګړو د ختمولو په اړه پراخه مطالعه او ځانګړی نظریات لري.

نوموړی په کابل کې د ملي امنیت له لوري تر کنټرول لاندي تلویزونونو کې یو د هغو کسانو څخه بلل کیږي چې د سولي په اړه د حکومتي لیدلوري سره موافق نه دی او حکومتي چارواکي په دې تورنوي چې د سولي پر ځای خپلي ګټي په جګړه کې ویني، ځکه د سولي په وړاندي خنډونه ایجادوي.

په ټولنیزو رسنیو کې د ښاغلي مطمئن د نیول کیدو له خبر سره جوخت د ګډحکومت په وړاندي سخت غبرګونونه را پارېدلي او د حکومت له لوري د بیان ازادي دعوا تر پوښتني لاندي نیول شوې.

د کابل پوهنتون استاذ ډاکټر فیض محمد ځلاند د نظر محمد مطمئن نیونه په کلکه غندلې او ویلي یې دي چې «که ارګخیل د ولس د غږ بندول غواړي، ارګ دې پریږدي، بله لار یې نسته».

تر اوسه ملي امنیت په رسمي ډول د ښاغلي مطمئن نیول کیدل نه دي تایید کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمدامین بسمل

په جرمني کې دبایرن مېشتو افغانانوشدیده اعلامیه په خورا تاثف سره مو خبر واخیست، چې په سوله او رښتینولي مین لیکوال اوشناند ښاغلی نظرمحمدمطمئن دکابل استخباراتو نیولی دی. له پورتني خبر سره سم زموږ ملګري بې له ځنډه په تیاره ماښام سره راغونډ شول او د ښاغلي مطمئن دخلاصون په موخه مو د یوې اعلامې په ترځ کې دا لاندې غوښتنې راټولې کړې: ۱ــ بې له قید اوشرطه باید د کابل اداره ښاغلی مطمئن راخلاص کړي. ۲ــ که ښاغلی مطمئن راخلاص نه شي موږ به په ټوله اروپا کې لاریونونه تنظیم کړو. ۳ــ که ښاغلي مطمئن ته شکنجه ورکړل شوه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x