نړۍ

ترکيې د بهرنیو هيوادو ځينې سفیران له ترکيې په ویستلو تهدید کړل

د ترکيې لومړي وزیر رجب طیب اردګان ويلي چې په ترکيه کې د ځينو وزیرانو د زامنو او نورو چارواکو د تحقیقاتو په مقابل کې د ځينو هيوادونو سفیران د ترکيې په داخلي چارو کې مداخله کوي او کوښښ کوي چې خلک د حکومت پر ضد را وپاروي. ښاغلي اردګان د ترکيې يوه تلویزون سره په خپلو خبرو کې و ویل د ځينو هيوادو سفیران د ترکيې سیاسي چارپيريال د خرابولو کوښښ کوي او موږ نشو کولای چې داسې خلک په ترکيه کې پریږدو. د فرانسې د خبري اژانس پر اساس د اردګان موخه په ترکيه کې د امريکا سفیر فرانسیس ریکاډونه دی. د يادونې وړ ده چې د ترکيې د مرکزي بانک مشر سیلیمان اصلان د اردګان د کابينې د دوه وزیرانو د زامنو سره يو ځای نن محکمې ته د مالي فساد په تور ور وپيژندل شول

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x