افغانستان

نظرمحمد مطمئن د څلور ساعته بند وروسته بیرته خوشې شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ لومړۍ، ۱۳۹۵ل): په ټولنیزو پاڼو کې د لیکوال او څیړونکي نظرمحمد مطمئن په نیونې د سختو نیوکو وروسته نوموړی د ملي امنیت لخوا بیرته راخوشې شو.

ښاغلی مطمئن په داسې حال کې راخوشې کیږي چې د څو ساعته بند په موده کې يې زرګونو مینه والو د نیول کیدو پر خلاف غږ پورته کړ او د پراخو لاریونو ګواښ يې وکړ.

تر اوسه معلومه نه ده چې د ګډحکومت د ملي امنیت ادارې په کوم تور نوموړی نیولی و، خو تر دې وړاندې هغه ته د کورنیو چارو وزارت ویاند لخوا ګواښ شوی و چې د «غلط تحلیل» له لاسه به زندان ته واچول شي.

تر دې وړاندې هم شننونکي او د قلم خاوندان د ورته برخلیک او ګواښ سره مخ شوي چې د د دولت د بیان ازادۍ ادعاوې یې تر کلکو پوښتنې لاندې راوستي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x