له بند څخه د راخوشي کیدو وروسته د نظرمحمد مطمئن او ملګرو یې تازه انځور

نظرمحمد مطمئن: وراره مي لا نه دی خوشي شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ دوهمه، ۱۳۹۵ل): لیکوال او په هیواد کې د سولي لپاره فعال نظرمحمد مطمئن د بند څخه د راخوشي کیدو وروسته په یوه پيغام کې د خپلو مینه والو څخه مننه کړې چې تېره شپه یې تر نیولو کیدو وروسته دده په اړه غبرګون ښودلی وو، خو زیاته یې کړه چې لا یې وراره په بند کې دی.

نوموړي وویل «چې د زراعت پوهنځي څخه دوه میاشتي مخکې فارغ او په کابل کې د انګریزي ژبې د زده کړي د کورس شاګرد زما وراره محمد اعظیم هم ډیر ژر راخوشی شي. ځکه موخه او مطلوب زه وم.».

نوموړي زیاته کړه: «د هغو ملګرو چې په شپه کې یې ځان کورته راورساوو، د پېغام رالیږونکو او پوښتنه کوونکو څخه مننه کوم، داچې ډیر زیات پېغامونه راغلي، هیله ده چې زما مننه همدلته راڅخه قبوله کړئ،‌ ځکه زه لاهم باید د خپل وراره د خلاصون هڅې وکړم. چې زما سره په موټر کې د ملګرتیا له امله ونیول شو».

د یادوني وړ ده چې تېره ورځ ماښام د ملي امنیت کسانو نظرمحمد مطمئن د نامعلومو وجوهاتو پر بناء بندي کړ او تر څلور ساعتونو بند وروسته یې را خوشي کړ.
د نوموړي د نیول کیدو د خبر تر نشر وروسته په ټولنیزو پاڼو کې د ګډحکومت پر خلاف په لویه کچه د غم او غوصې اظهار وشو او د نوموړي د ژر خوشي کېدو غوښتنه وشوه.

د یادوني وړ ده چې د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د یک تلویزون په آماج پروګرام کې یو ځل ښاغلي مطمئن ته ګواښ هم کړی و چې له «خپل غلط تحلیل» څخه دې وګرځي او که نه د حقیار په برخلیک به اخته شي. حقیار د نوموړي تر مخه د ملي امنیت له لوري نیول شوی او تهدید شوی وو.
نظرمحمد مطمئن د افغانستان په رسنیو کې یو له هغو فعالو ځوانانو څخه دی چې د بیان ازادي د قانون څخه په استفادې په هیواد کې د سولي لپاره اواز اوچتوي او په ځانګړي ډول د طالبانو سره د سولي په اړه او د جګړو د ختمولو په اړه پراخه مطالعه او ځانګړی نظریات لري.
نوموړی په کابل کې د ملي امنیت له لوري تر کنټرول لاندي تلویزونونو کې یو د هغو کسانو څخه بلل کیږي چې د سولي په اړه د حکومتي لیدلوري سره موافق نه دی او حکومتي چارواکي په دې تورنوي چې د سولي پر ځای خپلي ګټي په جګړه کې ویني، ځکه د سولي په وړاندي خنډونه ایجادوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د