
له بند وروسته نظرمحمد مطمئن څه وویل؟ (مینه والو ته د پيغام بشپړ متن)
نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ دوهمه، ۱۳۹۵ل): د سیاسي چارو کارپوه او د سولي لپاره فعال نظرمحمد مطمئن تیره شپه د څلورو ساعتونو لپاره د ملي امنیت له لوري په کابل کې د خپل وراره محمد عظیم په ګډون توقیف شو. او بیا څلور ساعته وروسته خوشي شو، خو لا یې وراره د نوموړي سره په موټر کې د ملګرتیا په تور په بند کې دی.
تر را خوشي کېدو وروسته نظرمحمد مطمئن نن سهار پر خپل فیسبوک پاڼه لاندې پيغام خپور کړ چې مونږ یې هم دخپلو کتونکو د لا زیاتو معلوماتو په خاطر کټ مټ نشر ته سپارو:
الحمدلله، ثم الحمد لله و ثم الحمدلله
د خپل رب او پالونکي الله عزوجل ډیرشکرونه اداء کوم
پر خپل محبوب او ګران پېغمبرمحمد مصطفی صلی الله علیه وسلم درودونه وایم
د خپل افغان ولس مننه او درناوی کوم.
د خپلو ټولو درنو ملګرو،دوستانو، خواخوږو، مینه والو او پلویانو څخه نړۍ مننه کوم. زه د درناوي او مننې وړ الفاظ ورته نه لرم، له هر یوه څخه یې په ځانګړي ډول مننه کوم. هر یوه ته یې سلامونه وړاندي کوم.
همدوی وو چې په ډیر لږ او تنګ وخت کې یې په خپلو قلمي او ټولنیزو هڅو سره د الله ج په مرسته، خوښه او رضاء زما لاسونه له زولنو څخه راخلاص کړل.
ډیر لنډ
د خپل یوه مشر دوست د رنځ پوښتنې ته ورغلی وم، هغوی ټینګ شوو چې د ماشام ډوډۍ ورسره وخورم،ومې ویل چې زما حالت تاسي درک کولای شئ، ډیر به ناوخته شي. اجازه یې راکړه.
د ماشام ۶بجې وي، د کوڅې څخه د وتلو په وخت کې زموږ د موټر لاره امنیتې کسانو بنده کړه،په بیړه یې زموږ شاوخوا ونیوله او له موټر څخه یې کښته کړو.
ورته مې وویل چې تیروتنه به مو کړي وي، کیدای شي چې تاسي د کوم بل چا نیولو ته استول شوې یاست. ډیر ژر یې لاسونه شاته راوتړل، ویل یې د سیمې امنیتي کسان راسره دي، موخه تاسي یاست.
پر سر یې توره خولۍ راواغوستله، غوږونه او سترکې یې هم راته د ځانګړو الاتو په وسیله وتړل.
نږدې یوکال کیږي چې چپ لاس مې د درد ستونزه لري، ومې نه غوښتل چې ورته ووایم، ځکه پوهیدم چې ګټه نه لري.
کابل کې هواء سړه ده،د شپې له مخې ډیره سړه وي، او ما یواځي جامي پر تن درلودلي، یخ مې کیدی، خو لړزې ته مې ځکه ځان نه ورکاوو چې د ویرې له امله یې ونه ګڼي.
نږدې نیم ساعت د مختلفو ادارو کسانو همهلته د سړک په غاړه دیوال سره نږدې یې زموږ پلټنه او نوم لیکنه وکړه،زما سره مې مشر زوی او وراره هم وو، خپلو ادارو ته یې په لومړی وخت کې لا د ښکار نیولو خبر ورکړ.
ویې ویل چې تاسی مطلوب یاست، موږ مو ریاست ته بیایو، ومې ویل چې خوښه مو ده، خو نه پوهیږم چې تاسي به څوک یاست، راغبرګه یې کړه چې اندیښنه مه کوه، د سیمې د حوزې کسان راسره دي.
همداسي لاس، سترګې او غوږونه تړلې یې زه او زما وراره په موټر کې یوړو، لاره اوږده شوه، ځکه د خوشال مینې څخه شش درک سېمه چې د امنیت ریاستونه پکې دي، نږدې ده، اندیښنه مې وه چې کیدای شي کوم لیري ځای مو داخلک وړي. همداسي وه.
زما زوی یې خوشي کړ، او موټر یې هم په لاس ورکړ. ورته مې وویل چې زویه! تاسي کورکې بیغمه اوسئ، دا هر څه راځي.
په لاره ډول ډول فکرونه راسره پیداشوو، داچې زوی سره مې زما د ملګرو نمبرونه هم نشته، او ښه به وي چي ملګري خبر شي.
ډیر ژر مي د حضرت یوسف علیه السلام د زندان کیسه په ذهن کې راغله ، ومې ویل چې یا الله! زه ځان تاته سپارم، او زما اړوند پریکړې ستا په واک کې دي. یا الله ج ته راسره مرسته وکړي.
د الله ج څخه ډیر زیات راضي یم چې ماته یې صبر او حوصله راکړي. ډاډه وم چې ملګري دوستان مې د لوی الله په مرسته یواځي نه پريږدي.
داچې کابل کې اوسیږم، د همداسي یوې ورځې په اړه مې فکر کړی وو، کور کې مې خپل ځینې ملګري ښاغلی فیض محمد ځلاند، وحیدمژده، حاجي اخترمحمد او ځینې نور همزولي او مشران (نومونه یادول یې اړین نه ګڼم) یاد کړي وو چې که زه ستونزې سره مخ کیږم، هغوی باید ډیر ژر خبر شي.
همهغه وو چې وروسته پوه شوم چې زما د نیولو سره سم په ټولنیزو رسنیو کې انقلاب وو، هر دوست، ملګري، خواخوږي او پلوي مې خپله دنده په ډیر متانت سره سرته رسولي وه.
له لنډو پوښتنو او ګرویږنو وروسته راته وویل شول چې پلویان او خواخوږي دي زښت زیات دي، د داسي شخص ساتل په زندان کي موږ پوهیږو چې عادي خبره نه ده. مګر کوم شکونه چې دي، هغه به ډیر ژر وڅیړل شي، او تاسي ته به احوال درکول شي.
د یوې پوښتنې په وخت کې خندا راغله، خو خندلای مي نشو، ویې ویل چې قومت چیست؟ ومې ویل پښتون (زړه کې مي وویل چې دلته نو کله بل څوک راځي، خو همدغه د یوه قوم خلکو ته بدبختي ورپه برخه ده).
په ټوله کې نیونکي او امنیتي کسان پوهول شوې وو چې زما سره بد چلند ونه کړي، زما سره چلند کې یې زه پوهیږم چې بده رویه ونه شوه،داچې لاس، سترګې او غوږونه تړل دي،په داسي حالت کې عادي خبرې دي.
نور نو امنیتي ملحوظات دي، همدومره به کفایت کوي. نیول کیدو او خوشي کیدو څلور ساعته وخت ونیوی.
زه داسي هم پوه شوم چې کله کله به دا ډول نیول کیدل د شخصیت وژنې او شخص ته د تنبیه ورکول په موخه هم کیږي.
امید دی چې د زراعت پوهنځي څخه دوه میاشتي مخکې فارغ او په کابل کې د انګریزي ژبې د زده کړي د کورس شاګرد زما وراره محمد اعظیم هم ډیر ژر راخوشی شي. ځکه موخه او مطلوب زه وم.
د خپلو ګڼو دوستانو،ملګرو، خواخوږو او پلویانو ملاتړ زما حوصله او زغم لا زیات او زما مسؤلیتونه یې هم راته درانه کړل. قدریې لرم، دوی، ځان او خپله ټولنه او ولس پېژنم.
د هغو ملګرو چې په شپه کې یې ځان کورته راورساوو، د پېغام رالیږونکو او پوښتنه کوونکو څخه مننه کوم، داچې ډیر زیات پېغامونه راغلي، هیله ده چې زما مننه همدلته راڅخه قبوله کړئ، ځکه زه لاهم باید د خپل وراره د خلاصون هڅې وکړم. چې زما سره په موټر کې د ملګرتیا له امله ونیول شو.
هغوی چې زما په نیول کیدو به د لنډ وخت لپاره خوشاله شوې وي، او د دوی د ډیر وخت ارمان وو،هغوی ته هم صبر او حوصله غواړم.
د داسي ورځي په هیله چې موږ ټول افغانان په ګډه د یو خپلواک اسلامي او افغان شموله نظام لرونکي او په هیواد کې د سولې لمر غوړیدلی او د دښمنۍ او جګړو وریځي د هیواد له اسمانه وتلي وي.
ستاسي ورور
نظرمحمد مطمئن
نظر محمد مطمين صيب ! ته چې هر وخت زمونږ وژنو ته دلايل تراشې. ته چې هر وخت د طالب دې بدنامې استخباراتي جګړې ته مشروعيت ورکوې. د هماغه نظام بېخ باسې، کوم نظام چې تا ته برېښنا، امنيت، روغيتا، د کار مواقع، رسنۍ، د بيان ازادي، او ستا په خبره ستا وراره ته يې د کرنې پوهنځي کې د تحصيل کولو فرصت برابر کړی، بيا ولې د هغه نظام مخالفت کوې؟ ته څومره احسان فراموشه يې. ته څومره لوی جرم کوې. په سترګو يې وينې چې عسکر مسلمان دي. لمونځ کوي، روژه نيسي، تلاوت کوي او د همدې وطن… نور لوستل »
سوک چہ دیہودو اونصاراو ملگری دی اودکلنٹن پہ وینا داصلیبی جنگ تسلسل دے ،ددغہ نظام حصہ جوڑیگی ۔دے دخپل ایمان خیراوغواڑی۔نمازاروزہ خو خوارجو ھم نیسلہ ،بیا ئھمصحابہ قتلول
شان صاحب
له جامو سره د خلکو په سترګو مه ننه وزه
ددې فاسد نظام بقا ناشونې ده د مطمین په منع کولو یې مخنیوی نشې کولای
غوربندی صاحب : د شان له ابلهانه ، احمقانه او لوده کنځلو معلومیږی چه د بادارانو ډالرو سر مست کړی کوڅه ډب او اهل کوڅه لوی شوی فکر کوم چه خپله معصوم یا انمر پلورل شوو کمونستانو به مستعار نوم څه لیکلی . شان د فاحشی په شان په خپلو لونډانو لاپی وهی ، پرون یی د بری کوچی او نن یی د کوزی کوڅی لوندان میلمانه دی ځان ورته د دجال په جنتو کی د ټولی نړی شاهنشاه ښکاری . شان صاحب اود ملګرو جیبونه او خیته به د انګریزانو له ناولتیاوو ډکه شوی مګر دمعنیواتو له مخی بربنډ… نور لوستل »
احمده ### او غلام او د غلام غلام خو تا غوندی وی چی کله د ای اس ای کله د ایران او اوس له خیره د روس غلامی ته مو ملاتړی له دی نه به بی ننګی او کفر چیری وی چی اکثره مشرانو مو د ای اس ای په زنګانه ساه ورکړه او ټولی کورنی یی در نه یرغملی کړی دی چی یا به له که ###### [ایډیټ: اداره] په شان جنګیږی یا به ################ [ایډیټ: اداره] په توګه کار اخلی شرم وکړی چی کله روس کله عرب کله پاکستان در نه داجرتی قاتلانو په شکل کار در نه… نور لوستل »
د کابل د غلامانو کوم مشر شان صاحب! که څه هم د صاحب ویلو وړتیا هم نه لری مونږ درته د خپل اسلامی حکمت او اخلاقو له مخی لیکلی ، کشکی مونږ یو لیدلی یا مو نوم او پته یو بل ته معلومه وی د یو بل پیژندنه په اسانه کیدله دغه شیطانی میدیا د هر کس او ناکس د پاره کار اسانه کړی لکه یوه فاحشه خپل لونډان هم په نورو تپی او څوک د چا خوله او یا قلم نه شی تړلی . ولی د مطمن په شان تحلیلګر چه قواره مو ورله لیدله او پیژندله چه عام… نور لوستل »