ټولنیزه برخه

د خوشاله ښځو شل ځانګړتیاوې

ژباړن : عطا محمد میاخېل

خوشاله ښځې څه ډول دي ؟ ډېری ښځې پوهېږي، چې خاوند یا زامن یې، څنګه خوشالېږي، خو کله چې ځانته یې وار را ورسېږي، نو دا موضوع جدي نه نیسي .

نړۍ له هغو ښځو څخه ډکه ده، چې خپلو منفي اړخونو ته پام کوي او فکر کوي، چې ډېر داسې کارونه شته، چې ترسره کولای یې نه شي او دغه راز ډېر څیزونه شته، چې نه یې لري؛ باید دې ته پام وکړو، چې د یوې ښځې له پاره خوشاله اوسېدل، یو توپیر لرونکی مهارت او ټاکنه ده .

کولای شو، په نړۍ کې ډېرې زیاتې ښځې وګورو، چې خوشاله ژوند کوي او د خپل ژوند له سختو او ستونزمنو شرایطو سره سره، په دې باندې توانېدلي، چې خوشاله او نېکمرغه ژوند ولري .

د کالیفورنیا پوهنتون استاد ډاکټر بریزندین وایي : د ژبې او اورېدلو په برخه کې د ښځو نیورونونه ( عصبي حجرې ) د نرانو په پرتله یوولس سلنه زیاتې دي . ( همدا دلیل دی، کله چې نرانو ته غږ کوو، موږ ته ځواب نه راکوي او یا هم په ځنډ سره غبرګون ښکاره کوي ) د تندي کورتکس ( Cortex )، چې د شخصي کنټرول دنده په غاړه لري، په ښځو کې ستر دی او ډېر ژر بلوغ ته رسېږي، همدا دلیل دی، چې ښځې د نرانو په پرتله ډېر زغم لري . دا له نرانو سره د ښځو د کوچنیو توپیرونو برخه ده . لکه څنګه چې وینو، دا توپیرونه په ښځو او نرانو کې د توپیري چلندونو او لیدونو د رامنځته کېدو سبب کېږي .

د خوشالۍ ضد لومې :

څېړنو ښودلې، شپږ لومې شتون لري، چې د ښځو د ناخوښۍ سبب ګرځي، دا لومې کولای شو د ( که چېر یوازې ) په عبارت سره تشریح کړو : که چېرې یوازې ډنګره وای . که چېرې یوازې ډېرې پیسې مې لرلی، که چېرې یوازې توانېدلې وای، چې د خپلو خوبونو سړی مې پیدا کړی وای، که چېرې یوازې توانېدلې وای، چې ترفیع مې کړې وای، که چېرې یوازې توانېدلې وای، چې له نورو سره مې توپیر لرلی، که چېرې یوازې ډېر چانس مې لرلی، نو ژوند به مې له نیمګړتیاوو تش او ښه شوي و . دا ذهني باورونه، نه یوازې افراد نېکمرغه او خوشالوي نه، بلکې له هغوی څخه د خوښۍ او خوشالۍ احساس هم اخلي. ښایي پوښتنه وکړئ، چې د دې فکري لومو ریښه څه ده ؟ ځواب ( وېره ) ده . دا وېرې په ډېری ځایونو کې غیر واقعي سرچینه لري او هغو ته په پام او فکر سره د هغوی د ودې زمینه هم برابرېږي . په دې اساس د خوشاله اوسېدلو له پاره، خپلو غیر منطقي باورونو او فکرونو ته سر ورښکاره کړئ او هغوی مدیریت کړئ .

خوشاله ښځې څه کوي ؟ :

څېړونکو په بېلا بېلو ښځو کې د خوشالۍ لاملونه څېړلي او دې پایلې ته رسېدلي دي :

۱ ـــ خوشاله ښځې پوهېږي، چې بشپړتیا غوښتنه له کمال غوښتنې سره توپیر لري، په دې اساس د خپلو پیاوړو او کمزورو ټکو لیدلو په لټه کې دي او له کچې لوړې هیلې نه لري .

۲ ـــ خوشاله ښځې پوهېږي، چې ارزښت یې له دې سره تړاو لري، چې څه لري او څنګه ښکاري . د هغوی له پاره مهمه داده، چې له بریالیو او ښو احساسي اړیکو څخه برخمنې دي .

۳ ـــ خوشاله ښځې پوهېږي، چې یوازې پخپله دي، چې د خپل ځان د خوشاله اوسېدو له پاره کار ترسره کړي او نباید هغه نورو ته وسپاري او له نورو څخه تمه ولري .

۴ ـــ خوشاله ښځې دا درک کوي، چې نن یوازې هغه ورځ ده، چې کولای شي، ترې ډاډه واوسي . هغوی پوهېږي، چې له نن څخه څنګه ډېره زیاته ګټه پورته کړي .

۵ ـــ خوشاله ښځې پوهېږي، چې په ( نه ) ویلو سره، نورو ته دا فرصت په لاس ورکړي، چې ځانته ( هو ) ووایي .

۶ ـــ خوشاله ښځې د شخصي ځواک د لرلو په ارزښت پوهېږي او په دې باندې باور لري، چې ژوند یې له خپل ځان سره تړاو لري، نه له نورو سره .

۷ ـــ خوشاله ښځې په ژوند کې د ټاکنې په ځواک باندې باور لري، په دې اساس د خپل ژوند ټاکنو ته ځانګړی پام کوي .

۸ ـــ خوشاله ښځې د بښنې له ځواک څخه خبرتیا لري، ځکه چې پوهېږي، یوه کس ته بښنه کول، له هغه سره مرسته نه، بلکې له ځان سره مرسته ده .

۹ ـــ خوشاله ښځې له ځان سره د وخت تېرولو له پاره ځانګړی پروګرام لري او د خوشاله اوسېدو له پاره پرواګرام جوړوي .

۱۰ ـــ خوشاله ښځې هېڅکله بدې پېښې تل پاتې نه ګڼي او هغه شخصي نه ارزوي .

۱۱ ـــ خوشاله ښځې پوهېږي، چې خوښي او خوشالي له زیار او زحمت څخه پرته نه رامنځته کېږي، په دې اساس د ستونزو د رامنځته کېدو پرمهال، د مسئلې د حل او هغې ته د منطقي حل لارې د پیدا کولو په لټه کې دي .

۱۲ ـــ خوشاله ښځې پوهېږي، چې د ژوند په هر پړاو کې به یو نه یو څیز له لاسه ورکوي، خو په مقابل کې به یې بل څیز هم تر لاسه کوي .

۱۳ ـــ خوشاله ښځې پوهېږي، چې د هویت ( پېژندني) یوه برخه یې په هغې دنده او کار پورې تړلې ده، کوم چې ترسره کوي یې، خو هېڅکله اجازه نه ورکوي، چې ټول هویت یې کار او دنده وټاکي .

۱۴ ـــ خوشاله ښځې پوهېږي، چې کولای شي، د هر څه خاوندانې شي، خو هر څه په یوه وخت کې نه تر لاسه کوي .

۱۵ ـــ خوشاله ښځې پوهېږي، چې مثبت لید، ارزښتمنې اړیکې او له مانا ډک ژوند د خوشالۍ او نېکمرغۍ تشکیل کوونکې اجزاوې دي .

۱۶ ـــ خوشاله ښځې په خپل ځان باندې باور لري، ارزښت پېژندونکې او د غوره فعالیت لرونکې دي .

۱۷ ـــ خوشاله ښځې له پرتلنې څخه ډډه کوي، ځکه پوهېږي، چې تل داسې کسان شتون لري، چې له دوی څخه زیات څیزونه لري .

۱۸ ـــ خوشاله ښځې پوهېږي، په هغو مسایلو باندې اعتراف کول، چې شتون لري، د بدلون له پاره لومړی ګام دی .

۱۹ ـــ خوشاله ښځې په هېڅ قېمت یوې عاطفي اړیکې ته نه ننوځي، هغوی غوره ګڼي، چې برابره، پایښت لرونکې او باثباته مینه تجربه کړي .

۲۰ ـــ خوشاله ښځې د زده کړې او بدلون په لټه کې دي او هېڅکله خپل د خلاقیت ځواک کم نه ګڼي .

خپل وخت بېځایه مه تېروئ، د دې موضوعاتو په اړه فکر وکړئ او ترسره یې کړئ . دا شل اصلونه په یوې خوشاله ښځې باندې د بدلېدو له پاره د رازونو په توګه، ستاسو ژوند ته بدلون ورکوي . دا مه هېروی، چې د خوشالي په اندازه، هېڅ د سینګار وسیله تاسو نه شي ښکلي کولای .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x