شمس او قمر «لنډه کيسه»

مطمئن افغان

شمس او قمر دوه پرلپسې وروڼه وو.

کله چې د امن په فضاء باندې د ښایستوکي وطن حالات په بله واوښتل

کله چې حقائق چورلټ بدل شول کله چې د څيرې کونکو ځناورو وظيفه انساني شرمښانو تر غاړې کړه

کله چې د فرعون ميراث خوړو په خلکو باندې په زور خدايي منله

شمس او قمر هم تقدير د يوې داسې زمانې د معاشرې برخه ګرځولي وه شمس د سپین ګيري پلار او د کورنئ د غړو د انساني عاطفې له برکته د ښایسته نعمتونو خاوند ؤ دشمس شته هغه څه ؤ چې د وخت
ستمګرو ونشوائ زغمل

خو شمس يې د راج منلو په پار د باج له ورکولو انکار وکړ .

دمازيګر زيړئ لمر نور له دنيا ډوبيده خو مجبور ؤ چې د يوې وحشيانه پيښې په انځورکې د مظلوم انسان د قربانئ ننداره وکړي د کلي په بر سر کې د ځوانانو تر مينځ د فټ بال سيالي روانه وه قمر د تره سره يو ځائ د نورو په نسبت له سيالئ وختي راوؤت تر څو د جمې لمونځ ترمسجده ورسوي همدا شپې وې چې قمر ته يې پلار د ښونځي دپاره نوئ سکوټر اخيستئ ؤ

د انسان په جامه کې وحشي درنده ګانو د شمس کشري ورور قمر د سکوټر د تښتولو دپاره کمين نيولئ
قمر د تره سره يو ځائ د کلي طرف ته رارهي ؤ چې د دوو حيوان صفته انسانانو لخوا ورته د ودريدو وويل شول د قمر تره چې د وخت جګو ټيټو هوښيار کړئ ؤ د يو څه په واسطه د دوئ له جاله ځان ايستلئ شو خو کله يې چې تښتونکي د نه ارزؤنکي عکس العمل سره مخ شول نو يې د خوني ټوپکو شپيلئ د دوئ لور ته څيخې کړې
د قمر سينه يې غلبېل کړه او تره يې زخمي.

دا نو هغه وخت ؤ چې نږدې د اولس د داړلو لړئ پيل شوي وه قمرچې تازه یې د ځوانئ پسرلئ پيَل ؤ په مظلوميت يې انسانان څه چې د همغې ورځې لمر به هم شايد اوښکې تويې وي خو د سپين ګيرې پلار د زړه درد ته يې څوک هم دوا نه شول ځکه دلته اوس هغه خلک ډار اچونکي نوميدل چا به چې ظالم له ګريوانه رانيو او مظلوم ته به يې ټوپک په لاس کې ورکړ چې د زړه درد يې دوا شي د وخت غاصبو اوبې رحمه حکمرنانو يې هم په حال رحم ونکړ ځکه دوئ ته د اولس په نسبت د انسان وينو ته تږي ارزښتمن ؤ شمس همت ونه بايلود څو کرته يې د ورور د غچ اخيستنې هڅه وکړه خو تقدير به بدل ؤ.

يوه ورځ په بې تدبيره ډول نږدې د خپل ماشوم ورور دقاتل په خوا وربرابر شو زړه يې جوش وکړ د انتقام جذبه يې سره شوه او همداسې يې د ورور په قاتل باندې حمله کړه څو ګذاره يې په دا سر وويشت او د تل دپاره يې نور مسلمانان له شره بې غمه کړل خو د اولس د وينې زبيښونکي چې د قمر د شهادت په ورځ د کيلومتر واټن په اندازه کې د پوستې له برجو راکوز نه شول نن د يوې نا اټکل شوي پيښې څخه يو څه وخت وروسته د شمس پر سر ولاړ ؤ

شمس نن يو مجرم ؤ هو ځکه مجرم ؤ چې د وخت اتل يې وژلئ ؤ دغه ښار کې اوس القاب چپه شوي ؤ زيات اتل د هغه چا نوم ؤ چا به چې د بې ګناه اولس زياتې وينې وزبېښلې دلته اوس ارزښتمن هغه ؤ چې د اولس په داړلو کې يې په څه هم صرفه نه کوله شمس د وخت د بشر دوستو حکمرانانو(۰) د سرچپه انساپ له برکته بالا دنياوي تاوانونه وګالل شمس په کلونو د خپل خواږه ورور د قاتل اوحيوان صفته انسان د وژلو په تور بندي ؤ.

شمس ته پرون د مصيبتونو د ړانده سيلاب څخه د کائناتو خالق نجات ورکړ سپين ګيري پلار او درنې کورنئ ته يې د پيرزو وي خو د اولس د داړلو او وحشتونو دا لړئ لاهمداسې روانه د اريوب د اباسين اوغزني د اميد جان پورې راورسيده چې مخکې به څه کيږي.

پائ

مطمئن افغان

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د