نړۍ

حلب کې د سوريې د پوځ په بریدونو کې ۹۴ تنه وژل شوي

نن ټکی آسیا:په سوریه کې د یخنۍ او سړو له را رسېدو سره – سره لا هم د جګړې ډګرونه تاوده پاته دي او د حکومتي ځواکونو له لورې پر خلکو بریدونه لا هم په شدت سره روان دي.
د وروستیو ورکول شویو راپورونو سره سم، په حلب او ورڅېرمه ښارګوټي عندان کې د اسدي ځواکونو په مخامخ او بمي بریدونو کې لږ تر لږه ۹۴ تنه ملکي وګړي وژل شوي او سلګونه نور ټپيان دي.

بل پلو، د مقاومت ځواکونه خبر ورکوي چې د دوی سرتېرو د حکومتي ځواکونو څخه ستر روغتون (الکندي) نیولی و، له دې روغتونه حکومتي ځواکونو د یوه مستحکم پوځي مرکز کار اخیست.
همداراز د بشارالاسد ځواکونو په القابون سېمه کې د خلکو پر استوګنځیو بمبارد کړی دی او د سر و مال زیانونه یې اړولي.
په عین وخت کې د بریتانیې حکومت اعلان کړی چې په خپلو بحري حدودو کې يې د سوري ځواکونو د ۱۵۰ټنه کیمیاوي وسلو د له منځه وړلو سره هوکړه کړې او ډېر ژر به یې د له منځه وړلو پروسه اجرا شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x