نظــر

صلیبي جنګونه! موخې او اهداف يې!

قاري احسان
 
صلیبي جنګونه وهغو جنګو ته ویل کیږي چي غربي مسیحیانو پر شرقي مسلمانانو باندي کړي دي، په دې جنګو کي ددوی شعار دمسیحي دین نصرت او کومک کول، او داسلامي دولت دپرمختګ مخه ډب کول وي.

په ښکاره خو غربیان وايي چي دصلیبي جنګ هدف دمقدسو زمکو (هغه زمکي چي دمسلمانانو تر سلطه لاندي دي) ازادول دي، البته حقیقت دادی چي دا خبره یوازي د خلکو دباوري کولو لپاره زمزمه کیږي، په حقیقت کي غربیان په دې جنګو کي اقتصادي، اجتماعي، سیاسي او نور پټ اهداف لري.
 
د غربي جنګو ته ولي صلیبي جنګ وايي؟
 
دغرب جنګو ته ځکه صلیبي جنګ ویل کیږي چي غربي جنګیالي صلیب دیو شعار په ډول استعماله وي، او په جنګ کي يي پر بیرغو دصلیب نشان جوړ کړی وي دغه بیرغ دصلیبي شعار په توګه ورسره وي، له دې سره يي پر کالیو او پر نور هغه شیانو چي په جنګ کي کار تیرنه اخیستل کیږي هم دصلیب نشان جوړ کړی وي.
 
د صلیبي جنګونو اسباب
 
پر اسلامي شرقي نړۍ صلیبي جنګونه دمختلفو اهدافو دتر لاسه کولو لپاره مسلت کیږي، په دېکي ځني هدفونه علني او ښکاره وي، خو ځیني بیا دپردي تر شا پټ رازونه وي، لکه اقتصادي، اجتماعي، سیاسي او داسي نور، دا هدفونه يي ددیني شعار شاته پټ ساتلي وي، دیني شعار ددې لپاره زمزمه کوي چي خپلو جنګیالیو ته په جنګ کي سپځلتیا وروبخښي.
 
دیني سببونه
 
دصلیبي جنګ دسببونه یو هغه اړخ دی چي ښکاره او علني وي، لکه اروپایانو چي ددې لپاره پر مسلمانانو جنګ وکړ چي ګواکي دوی هغه سپيځلي خاوره ترینه ازادول غواړي کومه چي دمسلمانانو په قبضه کي ده، او دمسیحي دین په نصرت سره هغه خطر له منځه وړي چي له اسلام نه ورته پیښ وي.
 
اجتماعي او اقتصادي هدفونه
 
دا بیا هغه هدفونه دي چي غیر معلن او ښکاره نه وي، دا سببونه دصلیبي جنګو تر ټولو ړومبی او عمده سبب بلل کیږي، ځکه اروپا په یو داسي ناوریني اقتصادي حالت کي وه، چي نور د زغم نه و، ددې حالت نه دراوتلو لپاره يي پر شرقي اسلامي نړۍ جګړه مسلطه کړه، چي ددوی اسلحي وسایل ښه په ګرانه او پرېمانه اندازه بازار ومومي، او دهر پوځي پر سر داسلامي نړۍ نه په دې نامه باج واخلي چي ګواکي موږ یو چي ستاسو ساتنه کو.

ددې مشاهده موږ په افغانستان، عراق، شام، یمن او سعودي کي في الحال کو، دلته يي هم ښه پريمانه وسلي وپروللي او هم يي پر معدنیاتو او تیلو خیټه واچوله، او ورسره يي خپلي اډي په دغه ملکو کي جوړي کړي چي دهر پوځي پر سر يي بلا شمیر پیسي واخیستلي.

له دې سره سره يي دنړۍ پر هغو تجارتي لارو او بندرونو هم کنترول تر لاسه کړ کوم چي په وچه او یا هم په سمندر کي دمسلمانانو تر ولکه لاندي و، 
په دې سره يي داروپا اقتصاد څه ناڅه وژغوری.
 
دصلیبي جنګونو شمیر
 
تاریخ پوهان مشهور صلیبي جنګونه اته 8 یادوي، دځینو په آند بیا تر لسو 10 پوري رسیږي.
 
اول صلیبي جنګ
 
دا په 1096م کال کي د25 زرو جنګیالیو په ګډون تر سره سو.
 
دوهم صليبي جنګ
 
په دغه جنګ کي صلیبیانو پر انطاکیه، رُها، طرابلس او قدس باندي سلته وکړه، کله چي قدس ته داخل سول په ډیر وحشت سره يي بېخي زیات مسلمانان قتل کړل.

ددې حملي نتیجه دا وه چي مسلمانانو د صلاح الدین ایوبي په مشری دحطین مشهوري غزا ته تیار سول، او بیت المقدس يي بیر ته له صلیبیانو نه ازاد کړ.
 
دریم صليبي جنګ
 
په حطین کي چي صلیبیان د ماتي سره مخ سول، له دې سره دوی پر عکا هم ووېریدل، نو له همدې امله يي له صلاح الدین ایوبي سره سوله وکړه.
 
څلورم صليبي جنګ
 
په څلورم جنګ کي بیا صلیبیانو پر بیت المقدس د بیا نولو لپاره دحملي تیاری وکړ، تر قسطنطینيي پوري ورسېدل، دقسطنطینيي په ورانولو يي لاس پوري کړ، خو په دغه ځل صلیبي لښکري بیت المقدس ته ونه رسېدې.
 
پنځم صليبي جنګ
 
په 1219کال کي صلیبيان تر مصره پوري ورسېدل، هلته په دمیاط کي يي پړاو واچاو، خو مسلمانانو ورباندي کارنده بریدونه وکړل، صلیبي لښکري يي محاصره کړي، وسولي ته يي اړ اېستلي، د 8 کلونو لپاره يي دمسلمانانو سره سوله وکړه.
 
شپږم صليبي جنګ
 
په 1228م کال کي د مسلمانانو او صلیبیانو تر منځ موافقه لاسلیک سوه، ددې موافقي په اساس ملسمانان دبیت المقدس نه پر شا سول، خو پر منطقة الحرم، ناصره او بیت لحم يي بیا هم حکمراني ټینګه وه.
 
اووم صليبي جنګ
 
مسلمانانو هغه یاده موافقه لغوه اعلان کړه، له دې سره يي پر بیت المقدس خپله حکراني بیا تازه کړه، له دې سره سم صلیبي لښکرو په 1248م کال کي د لویس نهم په سالاري کي پر مسلمانانو بیا حمله وکړه، خو له ناکامي سره مخ سول.
 
اتم صليبي جنګ
 
له مسلسل شکست سره صلیبي لښکرو دبیا حملي کولو توان له لاسه ورکړ، خو نهم لویس دپیسو په زور بیا صلیبیان دوکه کړل، په 1270م کال کي يي پر مسلمانانو حمله وکړه، تر تونس پوري راورسېدل، دتونس له حاکم مستنصر سره يي سوله وکړه.
 
د صلیبي جنګو پایله
 
غربي لښکري په ټولو جنګو کي دماتي سره مخ سول، خپل یو هدف يي هم نه کړ تر لاسه، او نه يي پر بیت المقدس قبضه وکړه، خو بالعکس مسلمانانو ټول هغه ملکونه ترینه ازاد کړل چي صلیبیان ورباندي حاکمان ول، نو ویلای سو چي صلیبیان په خپلو ټولو اهدافو، هغه که دیني، یا اقتصادي، او یا اجتماعي ول ناکام سول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x