دیني، سیرت او تاریخ

له کافرانو سره ددوستی شرعي حکم «دريمه برخه»

مولوي عبدالحکیم حمدي

د روانې موضوع په أړه د احنافو اقوال او رأیه:

قال أحمد ابن علي الرازي أبو بكر الجصاص:

قوله تعالى : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا تَتَّخِذُوا آبَاءَكُمْ وَإِخْوَانَكُمْ أَوْلِيَاءَ إِنِ اسْتَحَبُّوا الْكُفْرَ عَلَى الأِيمَان: [سورة التوبة: ۲۳]

فيه نهي للمؤمنين عن موالاة الكفار ونصرتهم والاستنصار بهم وإيجاب التبري منهم وترك تعظيمهم وإكرامهم ، وسواء بين الآباء والإخوان في ذلك …

وإنما أمر المؤمنين بذلك ليتميزوا من المنافقين ، إذ كان المنافقون يتولون الكفار ، ويظهرون إكرامهم وتعظيمهم إذا لقوهم ، فجعل الله تعالى ما أمر به المؤمن في هذه الآية علماً يتميز به المؤمن من المنافق، وأخبر أن من لم يفعل ذلك فهو ظالم لنفسه مستحق للعقوبة من ربه

ژباړه: أحمد ابن علي الرازي ابو بکرجصاص رحمه الله ددغه آیت په تفسیر کښې فرمائې: ای دایمان څښتنانومه نیسی…… ترپايه

پدې آیت کښې مؤمنان منع کړی شوي دي د کافرانو له مولات، له هغوسره له مرستې کولو، مرستې غوښتلو او له هغو څخه بیزاري کول واجب شوي دي او دهغوی قدراوعزت کول منع کړی شوی دی. پدې حکم کښې پلاران او وروڼه یو برابردي، او مؤمنانو ته دا حکم ځکه شوی دی چې له منا فقینوسره ئې توپیرراشي، ځکه منافقانو به له کافرانوسره دوستي کوله اوکله به چې له هغو سره مخ شول نودهغو قدراو عزت به ئې کولو، نو څښتن تعالی هغه څه چې په پورته آیت شریف کښې ئې مؤمنانو ته پرې امر کړی دی، دا یې د مؤ من او منافق تر منځ دتمیزنښه وګرځوله، او دا خبر ئې ورکړی دی چې که چا دغه عمل او کړنه تر سره نه کړه نوهغه په خپل ځان ظلم وکړ او دخپل رب دعذاب لایق او وړدی.

وقد حدثنا عبد الله بن محمد بن إسحاق المروزي قال : حدثنا الحسن بن أبي الربيع الجرجاني قال : أخبرنا عبد الرزاق قال : أخبرنا معمر عن قتادة في قوله تعالى : لا يَتَّخِذِ الْمُؤْمِنُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنِينَ[سورة آل عمران: ۲۸] قال : لا يحل لمؤمن أن يتخذ كافراً ولياً في دينه.

ژباړه: بې له شکه حدیث بیان کړی دی مونږته عبدالرزاق، هغه وائې مونږ ته معمر خبر راکړی دی له قتا دة څخه پدې قول دالله تعالی کښې، نه دنیسي مؤمنان کافرانو لره ترپایه ….

هغه فرمائې: ندې روا مؤ من لره چې کافر په دوستي سره ونیسی دهغه په دین کښې،( یعنې مؤ من ته ندي روا چې کافر له کفر سره سره دوست وګرځوي)
وقال عبد الله أبو البركات النسفي:

نزل نهياً عن موالاة أعداء الدين ] يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاءَ [ [سورة المائدة: ۵۱] أي : لا تتخذوهم أولياء ؛ تنصرونهم ، وتستنصرونهم، وتعاشرونهم معاشرة المؤمنين، ثم علل النهي بقوله ] بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ [ وكلهم أعداء المؤمنين ، وفيه دليل على أن الكفر كله ملة واحدة ، ] وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ [ : من جملتهم وحكمه حكمهم ، وهذا تغليظ من الله وتشديد في وجوب مجانبة المخالف في الدين ،] إِنَّ اللَّهَ لا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ [ : لا يرشد الذين ظلموا أنفسهم بموالاة الكفرة ”

عبد الله ابو البرکات النسفي فرمائې: د دین له د ښمنانو سره له دوستي منع نازله شوې ده : الله تعلی داسې فرمایلي دي: ای دایمان څښتنانو ترپایه …. یعنې هغه په دوستي سره مه نیسی، اوتاسودهغو مرسته مکوی اوله هغوڅخه مرسته مه آخلی، او له هغو سره تاسو دا سې تعامل مکوی لکه چې له مؤمنانو سره ئې کوی، اوبیا ئې ددې منعې لپاره دا قول دالله تعالی ذکر کړی دی: ځینې له هغو څخه د ځینو نورو د وستان دي: او هغه ټول د مؤمنانودښمنان دي اوپدې ( قول) کښې دا دلیل پروت دی چې واړه کفر یو ملت دی،: چا چې له تاسو څخه هغه په دوستي سره ونیول نوهغه له هغو( کافرانو) څخه دی، یعنې دهغو له ټولي څخه دی او حکم ئې دهغو د حکم په شان دی، (یعنې کافر دی) او دغه تشدد دی دالله تعالی له لوري، په لرې کیدلواوځانته کیدلو کښې د دین له مخا لف څخه، (یعني الله په ډیره سختي سره له کافرانو ځینې جدا کیدل اولریوالی أمر کړی دی) او پرته له شکه الله تعالی ظالم قوم ته هدایت نکوي، یعنې هغه چا ته د سمې لاري لارښونه نکوي چې له کافرانوسره په دوستي کولو ئې په ځان ظلم کړی دی.

دمالکې مذهب دعلماء اقوال او رایه:

قال أبو عبد الله القرطبي رحمه الله:

قوله تعالى ] وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ [ أي : يعضدهم على المسلمين ،[فَإِنَّهُ مِنْهُمْ [ : بيّن تعالى أن حكمه كحكمهم ، وهو يمنع إثبات الميراث للمسلم من المرتد ، وكان الذي تولاهم ابن أبي ، ثم هذا الحكم باق إلى يوم القيامة في قطع الموالاة.

ژباړه: ابو عبد الله قرطبي رحمه الله فرمائې:دا قول دالله تعالی : او چا چې له تاسو څخه هغوی( کافران) په دوستي سره ونیول یعنې د مسلمانانوپه خلاف مو مرسته ورسره وکړه،: نوهغه دهمغو( کافرانو) له ډ لې څخه دی، الله تعالی ئې حکم بیان کړهغه داچې حکم ئې دهغو په شان دی ( یعنې کافر دی.

وفي كتاب ( القضاء ) الإمام البرزلي رحمه الله : أن أمير المسلمين يوسف بن تاشفين اللمتوني رحمه الله استفتى علماء زمانه – وهم من المالكية – في استنصار ابن عباد الأندلسي (حاكم أشبيلية ) بالكتابة إلى الإفرنج على أن يعينوه على المسلمين ، فأجابه بردته وكفره ، وهذا في حدود عام ۴۸۰ هـ تقريباً ،ژباړه:اوپه کتاب القضاء کښې له امام برزلي رحمه الله څخه رانقل دي ، هغه داچې د مسلمانانو أمیریوسف ابن تاشقین المتوني رحمه الله دخپل وخت له عالمانو څخه فتوا وغوښتله اوهغوی مالکي مذهبه وو،هغه داچې ابن عباداند لسي داشبیلیه واکمن انګریزانوته لیک استولی دی چې د مسلمانانو په خلاف ئې مرسته وکړي، نو هغه ئې ځواب ورکړ چې هغه مرتد او کافر دی،(یعنې پدغه واکمن ئې د کفر حکم وکړ)او دغه پیښه شا او خوا په / ۴۸۰ه/ کښې وه،

دشافعي مذهب دعلماء اقوال او رایه:

-قال عبد الله بن عمر البيضاوي رحمه الله:
] وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ [ أي : ومن والاهم منكم فإنه من جملتهم ، وهذا التشديد في وجوب مجانبتهم كما قال : لأن الموالي لهم كانوا منافقين ، ] إِنَّ اللَّهَ لا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ [ أي : الذين ظلموا أنفسهم بموالاة الكفار.

ژباړه : عبد الله ابن عمر البیضاوي رحمه الله فرمائې: او چا چې له تاسو څخه له هغوپه دوستي سره ونیول نو هغه دهغو (کافرانو) له ډ لې څخه دی: یعنې که چا له هغو سره دوستې او مولات وکړنو هغه بې له شکه د هغو له ډلې څخه دی، او دا تشدید دی له هغو څخه په لرې والي اوګوښه کیدلو کښې، لکه څرنګه ئې چې فرمایلي دي: دا ځکه بې له شکه دهغودوستان منافقین دي او بې له شکه الله ظالم قوم ته هدایت نکوي یعنې هغه کسانوته چې د کافرانود دوستي له أمله ئې په ځان ظلم کړی دی.
قال الحافظ ابن كثير:

نهى تبارك وتعالى عباده المؤمنين أن يوالوا الكافرين وأن يتخذوهم أولياء من دون المؤمنين، ثم توعد على ذلك فقال

] وَمَنْ يَفْعَلْ ذَلِكَ فَلَيْسَ مِنَ اللَّهِ فِي شَيْء[ [سورة آل عمران: ۲۸] أي : ومن يرتكب نهي الله في هذا فقد برئ من الله:

حافظ ابن کثیررحمه الله فرمائې: الله تعالی خپل مؤمن بنده ګان منع کړي دي له دې څخه چې کافران مرستندویان ونیسی اویا له هغو سره دوستي وکړي پرته له مسلمانانوڅخه( یعنې له مسلمانانو څخه غیر کافران دوستان کړي) اوبیا ئې بیره ولي دي د دغې کړنې په کولو سره او داسې ئې فرمایلي دي: او چا چې دغه کړنه ترسره کړه نوهغه له الله سره په هیڅ شي کښې ندی:(یعنې هر هغه چا چې دالله تعالی لوري دغه منع شوی کارترسر کړنو هغه له الله تعالی څخه بیزاره دی)

دحنبلي مذ هب دعلماء اقوال او رایه:

قال ابن تيمية رحمه الله :
إذا كان السلف قد سموا مانعي الزكاة مرتدين – مع كونهم يصومون ويصلون ولم يكونوا يقاتلون جماعة المسلمين ، فكيف بمن صار مع أعداء الله ورسوله قاتلاً للمسلمين .

حافظ ابن تیمیه رحمه الله فرمائې: هر کله چې متقدمینو علماء د زکات نه ورکونکي مرتد نومول، سره له دینه چې هغو روژه نیوله اولمونځونه ئې کول اود مسلمانانو له ټولي سره ئې جنګ هم نه کولو، نوبیا به دهغه چا څه حکم وي چې دالله تعالی او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له د ښمنانوسره یوشي او له مسلمانانو سره جنګ کوي.

قال ابن القيم رحمه الله:

وقطع الموالاة بين اليهود والنصارى وبين المؤمنين ، وأخبر أنه من تولاهم فإنه منهم ، في حكمه المبين فقال تعالى وهو أصدق القائلين سبحانه ] يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاءَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللَّهَ لا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ [ [سورة المائدة: ۵۱] وأخبر عن حال متوليهم بما في قلبه من المرض المؤدي إلى فساد العقل والدين فقال ] فَتَرَى الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ يُسَارِعُونَ فِيهِمْ يَقُولُونَ نَخْشَى أَنْ تُصِيبَنَا دَائِرَةٌ فَعَسَى اللَّهُ أَنْ يَأْتِيَ بِالْفَتْحِ أَوْ أَمْرٍ مِنْ عِنْدِهِ فَيُصْبِحُوا عَلَى مَا أَسَرُّوا فِي أَنْفُسِهِمْ نَادِمِينَ [سورة المائدة:.

وقال أيضاً : “وقد حكم تعالى بأن من تولاهم فإنه منهم ، ولا يتم الإيمان إلا بالبراءة منهم ، والولاية تنافي البراءة فلا تجتمع البراءة والولاية أبداً.

ژباړه: علامة ابن قیم رحمه الله فرمائې: د مسلمانانواویهودو، مسیحوترمنځ د مولات پریکون أړین دی او دا خبر ئې ورکړی دی چې چا له هغو سره دوستي وکړه نو هغه دهغو له ډلې څخه دی، په واضح حکم کښې، ځکه الله تعالی فرمایلي دي او هغه اصد القائلین دی
ای دایمان څښتنانو …. ترپایه.

اودهغه چا له حال څخه ئې هم خبرورکړی چې چې له کافرانو سره دوستي کوي هغه داچې دهغوپه زړه کښې داسې مرض شتون لري چې دین اوعقل ئې فاسده وي او دالله تعالی دا قول ئې ذکر کړی دی، نوته وینې هغه کسان چې په زړونوکښې ئې مرض ….ترپایه.

او دغه رنګه ئې دا هم فرمایلي دي، چې بې له شکه الله تعالی حکم کړی دی په هغه چا چې له هغو سره دوستي کوی چې هغه له هغو څخه دی،او ایمان نه کاملیږي مګرپه بیزاري کولو سره له کافرانو څخه او دوستي له بیزاري سره ضد دی نو دوستي او بیزاري هیڅکله هم نشي سره یوځای کیدلی.
نور بیا ….

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Mohib

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته. محترم مولوی صاحب! تاسو په دي باندي بهتر پوهیږي چی شرعي علم، معلومات او پوهه به له ډیرو خلکو سره وي خو د حلال او حرام لپاره فتوي ورکول بیا د هرچا کار نده. بعضی وخت کي حتی مفتي هم نشي کولاي چی هر سوال ته ځواب ووایی لکه حضرت عبدالله بن مسعود رضی الله عنه چی وایی: ان من افتی الناس فی کل ما یسألونه عنه لمجنون. همدارنګه حضرت سعید بن سحنون وایی: اجرأ الناس علی الفتیا اقلهم علما. یعني په فتوي باندي ډیر بي باکه هغه څوک ده چی علم یی کم وي.… نور لوستل »

mayak khan

محیب صاحب اسلام علیکم؛ له نظر او مشورې څخه مو یوه نړی مننه: ستاسو غوښتنه هم ماته ډیر ه زړه راښکونکې ده ، واقعا چې دغه أړخ هم پوره شرعي تجقیق ته أړتیا لري تر څو هغه مسلمان پوه شي چې پدغو مؤسساتو کښې په کار بوخت دی چې دوی په حلال او که به حرام اوکه په مکروه عمل کښې لګیادي، زما خو دا یقین دی چې مسلمان ته دشریعت حکم ورسیږي نو هغه ئې دسر په ستر ګو مني، ما دروانې موضوع په سر کښې هم دا عرض کړی د ه چې زما موخه دخلکو پوهه ول او… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x