
په ننګرهار کې بې پېلوټه الوتکه را نسکوره شوې
نن ټکی آسیا: د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې دامريکايي ځواکونو يوه بې پيلوټه الوتکه غورځېدلې ده.
په کابل کې د امريکا په مشرۍ د ايساف مطبوعاتي دفتر وویل ، چې پرون يې يوه بې پيلوټه الوتکه د افغانستان په ختځ کې غورځېدلې ده. خو په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي.
طالبان په خپله رسمي ویب پاڼه کې کاږي،چې دا الوتکه د ننګرهار ولايت په بټي کوت ولسوالۍ غورځېدلې ده.
سرچېنه زیاتوي،چې دا بې پيلوټه الوتکه پرون تر غرمې وروسته په دوه نيمو بجو ددې ولسوالۍ د کوډۍ په سيمه کې لوېدلې وه چې سمدستې ورته طالبان راغلل او په موټر کې يې الوتکه له ځانه سره يوړله.