شعـــــرونه

غزل/ فتحان حنفي

فتحان حنفي
مظلومه ژاړه په ژړا ویده انسان خبر کړه
له خپله حال دې غافل شوی مسلمان خبر کړه

ستا کړاونه ستا آهونه ولي نه اوري څوک
په چیغو سر شه شام عراق افغانستان خبر کړه

نن په برما په فلسطین او په کشمیر کې په تا
ظلمونه کیږي له دې ظلمه درست جهان خبر کړه

ستا له احساسه نا خبر خلګ خبر کړه واړه
غیور قومونه کړه را ویښ غیور افغان خبر کړه

په سوي آه کړه رابیدار نن اتلان د خپل وخت
هغه احمد ها غزنوي او اکبر خان خبر کړه

نن ظالمان درنه د تن غړي بیا سر پرې کوي
خپل احتساب ته بااحساسه مؤمنان خبر کړه

نور دې الله ج حفاظت وکړه له ظالم جهانه
تورې ته لاس کړه له غیرت دې ظالمان خبر کړه

په څو بیتو او شاعرۍ به درنه کله خلاص شي
راشه اول دغه شاعر دغه فتحان خبر کړه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x