افغانستان

د ټاکنیزو کمیسیونونو کمشنران معرفي شول

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ ۲مه، ۱۳۹۵ل): د ټاکنیزو کمیسیونونو نوي غړي د ګډحکومت له لوري نن ورځ رسما معرفي شول او لوړه یې وکړه.

د غوراوي کمیټې په تېرو ورځو کې ولسمشر او اجرائیه ریاست ته د ۲۱ کسانو نوملړ ورکړی وو تر څو د ټاکنو د خپلواک کمیسون لپاره انتخاب شي، او همداسي د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون لپاره د ۱۵ کسانو استول شوی وو.

تېره اونۍ د ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي وه چې تر مرکو وروسته یې د ټاکنو خپلواک کمیسیون او شکایتونو کمیسیون غړي ټاکلي چې ژر به یې معرفي کړي.

نن په ارګ کې د ټاکنو او شکایستونو خپلواک کمیسیونونو نویو معرفي شویو غړو د یو لړ مراسمو په ترڅ کې لوړه وکړه.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړي په لاندي ډول دي:

۱. نجیب الله احمدزی، د حاجي عمر خان زوی، د ۵ کلونو لپاره
۲. عبدالقادر قریشي د عبدالواسع زوی، د ۵ کلونو لپاره
۳. ملیحه حسن د غلام حسن لور، د ۵ کلونو لپاره
۴. وسیمه بادغیسي، د عبدالغفور لور، د ۵ کلونو لپاره
۵. معاذالله دولتي، د فتح محمد زوی، د ۳ کلونو لپاره
۶. رفیع الله بیدار، د بنارس خان زوی، د ۳ کلونو لپاره
۷. ګلا جان عبدالبدیع صیاد، د محمد یوسف زوی، د ۳ کلونو لپاره

د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون غړي

۱. غلام دستګیر هدایت، د محمد علم خان وی، د ۵ کلونو لپاره
۲. عبدالبصیر فایز، د غلام سرور زوی، د ۵ کلونو لپاره
۳. علي رضا روحاني، د عبدالرزاق زوی، د ۵ کلونو لپاره
۴. حمیرا حقمل، د نصرالله خان لور، د ۳ کلونو لپاره
۵. عبدالعزیز اریایي، د سلطان محمد زوی، د ۳ کلونو لپاره

که څه هم د ټاکنیزو کمیسیونونو سمون د حکومت د دواړو مشرانو تر منځ د شوې موافقې یوه مهمه ماده وه، خو د ګڼو شویو څېړنو له مخې د روان حکومت له ناندریزو ټاکنو وروسته ولس پر ټاکنو باور له لاسه ورکړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x