افغانستان

د بګرام په وژل شوو امریکایانو کې یو تن متقاعد ډګروال و

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ ۲مه، ۱۳۹۵ل): تیره اونۍ د بګرام په هوايي ډګر کې دننه پر امریکایي ځواکونو سرتیری برید وشو او د پنټاګون په وینا څلور امریکایان په کې ووژل شول چې دوه یې قراردادي عسکر وو او همدا راز ۱۶ نور امریکایان ټپیان شول.

متقاعد ډګروال جارولډ ریوس یو له هغو امریکایي عسکرو څخه وه چې د یادسرتیري برید په نتیجه کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړ. نوموړي د ځغاستې ورزش لپاره چمتووالی نیوه چې د چاودنې ښکار وګرځېد.

هغه ۲۹ کاله د امریکا په پوځ کې دنده ترسره کړې وه او په ۲۰۱۱ کې تقاعد شوی و. تر دې مخکې یې په عراق کې د امریکايي قرارګاوو د لوجستیک د مرستیال قومندان په توګه دنده ترسره کړې.

نوموړی په امریکايي پوځ کې د یو «فعال لیډر او مبتکر» په توګه پیژندل کیده.

ډګروال جارولډ ریوس په پوځي چارو کې د LOM عالي نظامي مډال هم اخیستی و. دا مډال هغه چا ته ورکول کیږي چې د امریکا په پوځ کې يې ستر خدمتونه او هیښوونکې لاسته راوړنې درلودلي وي.

نوموړي په دې وروستیو کې په بګرام کې د (فلور) په نامه یوې قرارداي کمپنۍ لخوا «د لوجستیک او فواید عامې د چارو مرستیال مدیر» په توګه دنده ترسره کوله.

د فلور په نامه دغې کمپنۍ هم په ضمني ډول د نوموړي مړینه تایید کړې او پرته له دې چې د جارولډ ریوس نوم واخلي وايي چې دوه کارمندان یې په بګرام کې وژل شوي دي. یاده کمپنۍ زیاتوي چې د خپلې پالیسۍ له مخې نه غواړي چې د وژل شوو کسانو هویت څرګند کړي خو په مړینې یې خواشیني دي.

طالبانو په بګرام اډه د برید مسؤولیت په غاړه اخیستی و او ویلي یې وه چې ۶۷ امریکایانو ته یې مرګ ژوبله اړولې. ذبیح الله مجاهد څرګنده کړې وه چې د دې برید په پلان یې څلور میاشتې کار کړی و. دا په داسې حال کې ده چې له دې پېښې دوه ورځې وړاندې په مزارشریف کې د جرمني قونصلګري د ډله ییز برید هدف ګرځېدلې وه.

هېره دې نه وي چې د بګرام له برید وروسته په کابل کې د امریکا سفارت تر نامعلومې نیټې پورې تړل شوی دی.

د بګرام هوايي نظامي ډګر په افغانستان کې د امریکایانو تر ټولو لویه او مصؤونه قرارګاه ده چې امریکايي ولسمشران، وزیران او جګپوړي چارواکي له همدې اډې څخه تګ راتګ کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x