
اوباما: د افغانستان جګړه به هم د عراق په څېر پای ته رسوو
نن ټکی آسیا: د امریکا ولسمشر بارک اوباما په ټینګار سره وویل،چې د عراق د جګړې په څېر د افغانستان هغې ته هم د پای ټکی کښېږدي.
نوموړي دا څرګندونې د روان کال د وروستۍ وینا په ترڅ کې په واشنګټن کې خپل ملت ته وکړې.
اوباما په دې خبري ناسته کې یو ځل بیا تاکید وکړ،چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه به د خپلو عسکرو د ایستلو لړۍ جاري ساتي.
نوموړي زیاته کړه : موږ خپل سرتېري باسو ؛خو باید خپلو دښمنانو ته ځېر شو ، ترڅو د خپل هېواد او ولس امنیت له هېواده بهر تامین کړو.
په همدې حال کې دوې ورځې وړاندې په واشنګټن کې د امریکا د دفاع وزیر چیک هیګل او د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارټن ډيمپسي د یوې ګډې خبري ناستي پر مهال له افغان چارواکو څخه یو ځل بیا د امنیتي تړون د ژر لاسلیکولو غوښته وکړه.
امریکا او ناټو وايي که چېري دغه تړون ژر تر ژره لاسلیک نشي، دوی نشي کړای چې له ۲۰۱۴ کال وروسته د خپلو د سرتېرو د ایستلو او یا پاتې کېدلو لپاره په مناسب وخت کې خپل پلانونه طرح کړي.