افغانستان

د شفافیت نړیوال سازمان: د نړیوالو مرستو دولس نیم سلنه د مفسدینو منګولو ته ورځي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ ۲مه، ۱۳۹۵ل): د شفافیت نړیوال سازمان وايي چې له افغانستان سره د نړیوالو د کېدونکو مرستو دولس نیم سلنه د مفسدینو منګولو ته ورځي او د دوی له ګوتو وځي.

د اسیا لپاره د دې سازمان مشر شریراک پلیپاټ نن کابل کې رسنیو ته وویل چې په افغانستان کې د فساد پر ضد له ۱۰ تر ۱۶ پورې ادارې کار کوي، خو لا هم په دولتي ادارو کې فساد یوه لویه ننګونه ده.

نوموړي نن یو خبري کنفرانس ته وویل چې دوی د افغانستان ګډ حکومت ته پنځوس سپارښتنې سپارلې دي، چې باید عملي يې کړي او په نه عملي کېدو سره ښايي د فساد ګراف لا لوړ شي.

پلیپاټ وویل چې په هرو اتو ډالرو کې یو د فساد په نوم ورکېږي، د ده په خبره په ټول هېواد کې د فساد پر ضد د مبارزې جدي اړتیا ده.

دا په داسې حال کې دی چې تازه ویسا ورځپاڼې د بهرنیو سرچینو په قول خبر ورکړی چې ولسمشر غني د خپل ورور په وسیله د ۲۰۱۵ کال راهیسې د کلنټن د بریا لپاره د هغې ملاتړي ګروپ ته هره میاشت پنځوس زره ډالر ورکول.

یاده دې وي محمد اشرف غني د واک په لومړیو او تېرو دوو کلونو کې تل د فساد پر ضد د مبارزې شعارونه ورکړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x