افغانستان

ولسمشر غني د کلنټن د بريا په تمه هره میاشت ۵۰ زره ډالر مصرف کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ ۲مه، ۱۳۹۵ل): هیلري کلنټن د ټرمپ پر وړاندې ماتې وخوړه، خو د بریا لپاره يې ولسمشر غني له افغانستان څخه له نږدې یو کال راهیسې هره میاشت ۵۰ زره ډالره مرسته کړې ده.

له کابله خپرېدونکې ورځپاڼې ویسا د امریکايي قضايي ادارې په حواله خبر ورکړی چې ولسمشر غني د بل کلنټن د دفتر د رییس د ورور له یو ګروپ سره د هیلري کلنټن د بریا لپاره د دې نقدي مرستې زړه کړی و.

سرچینه کاږي چې ولسمشر غني دا مرسته د بهرنیو چارو وزارت یا هم ځينو نورو دولتي ادارو له رابطې پرته د خپل ورور اجمل غني په وسیله ور لېږدوله.

اجمل غني چې بهرنی تابعیت لري، کومه دولتي دنده نه لري، خو ولسمشر غني پرې د یادو پیسو د لېږد باور کړی، که څه هم نوموړي ان د لوړې په مراسمو کې له خپلې کورنۍ بېزاري وښوده او ويې ویل چې سیاست کې خپلوان نه لري.

اجمل غني له اشرف غنی نه د میاشتې ۵۰ زره ډالره تر لاسه کېدونکې مرسته د پډسټاپ ګروپ مشر ټوني پډسټار ته سپارله، چې په اړه يې ویسا کاږي : «رابرټي وایټس به پډسټا ګروپ ته د میاشتې ۵۰ زره امریکايي ډالر ورکوي. پډیسټا ګروپ د امریکا د لابیګرۍ یو شخصي شرکت دی، چې مشري یې د ټوني پډسټا پر غاړه ده. ټوني پډسټا د جان پډسټا ورور دی او جان پډسټا د بل کلنټن د حکومت په وخت کې د هغه د دفتر رئیس و، وروسته له هغې یې په دې نږدې وخت کې د هیلري کلنټن د کمپاین مشري هم کوله. نوموړي د سپینې ماڼۍ د هدایت په اساس د افغانستان د نوي ولسمشر د تحلیف مراسمو ته له امریکا څخه د راغلې ډلې مشري کوله.»

د سرچینې په قول ولسمشر غني له دې ګروپ سره د ۲۰۱۵ کال د جون پر ۲۴مه دا توافقنامه لاسلیک کړې چې له مخې به يې افغان حکومت هره میاشت د یو لکو نیمايي ډالر دې ګروپ ته ورکوي او دوی به د اشرف غني د حکومت د ټینګښت لپاره کوششونه کوي.

د ولسمشر د دې معاملې لپاره د افغان لوري ادرس هم غلط ورکړل شوی او په امریکا کې د افغانستان له سفارت نه ۲۴ کيلومتره فاصله کې یو موقعیت د اشرف غني او عبدالله عبدالله د حکومت د نماینده ګۍ په توګه ور په ګوته شوی دی.

ولسمشر غني چې د لوړي په مراسمو کې يې هم د فساد پر ضد مبارزه پخپلو لومړیتوبونو کې ګڼله، د دې معاملې له افشا وروسته پرې نور شکونه هم پیاوړي شوي دي.

په ورته وخت کې د شفافیت نړیوال سازمان هم افغان حکومت ملامت کړی چې د فساد پر ضد د شپاړلسو دولتي ادارو په شتون کې لا هم په هرو اتو ډالرو کې یو ډالر د فساد پر نوم ورکېږي.

تر اوسه ارګ د امریکايي د قضايي ادارې د دې معلوماتو په اړه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x