اقتصاد

کېدای سي امريکا د اقتصادي کړکېچونو له امله راوپرځي

عبدالمالک همت

د العربيه تلوېزيون ويبپاڼي د 2016م کال د نومبر پر ۲۰مه د يوه څېړنيز رپوټ د خپرولو په ترڅ کي خبر ورکړی دي چي امريکا به د ټرمپ د واکمنۍ په دوران کي د ډېواليتوب سره مخ سي. د دغه رپوټ لنډون دغه دی:

امريکا همدا اوس په دننه او دباندي کي دغومره ډېره پوروړې ده چي د پور کچه يې وېروونکي پولي ته رسېدلې او سمه دمه د ډېواليتوب خواته نږدې ښکاري.

اقتصاد پوهان د امريکې اوسنۍ وضعي او د ټرومپ دريځونو ته په کتو سره اټکل کوي چي د ټرمپ د واکمنۍ په پېر کي به د امريکې پورونه نورهم زيات سي.

دغه پوهان وړاندوينه کوي چي د ټرمپ په واکمني کي به د امريکې د پورونو اخيستلو رفتار د ميزايلو تر رفتار ډېر چټک سي او کېدای سي د نړۍ دغه زبرځواک له اقتصادي پلوه راوپرځي.

د امريکې د ماليې وزارت په خپل يوه نوی رپوټ کي څرګنده کړې ده چي د تېر اکتوبر له لومړۍ نېټې څخه تر اوسه د امريکا پورونه له ۲۹۴ مليارډو ډالرو څخه 867 مليارډو الرو ته لوړ سوي دي.

د ”کار لايل“ ګروپ يو تن شريک ډيويډ روبنشټاين چي د دغه ګروپ له موسسينو څخه هم دی په دې باور دی چي د ډونلډ ټرمپ واکمني به د زېر بنايي تاسيساتو د تمويل، د اقتصادي ودي د پياوړتيا او د کار و بار لپاره د نوو زمينو پر برابرولو او لګښتونو باندي د امريکې په پخوانیو پورونو کي نور په تريلونونو ډالره زياتوالی راولي.

روبنشټاين د والسټريټ ژورنال سره په مرکه کي څرګنده کړه چي امريکا اوس تر شل تريليونه زياتو ډالرو پوروړې ده. چي که د ټرمپ پرمهال نور پورونه هم ورسره يوځای سي په امريکا کي به بې کاري تر دې لا هم زياته سي او په سړي سر عوايدو کي به د اندېښنې وړ کمښت راسي، چي پایله به يې اقتصادي ډېواليتوب او راپرځېده وي.

د امريکايي رسنيو په رپوټونو کي راغلي دي چي د تېرو دوولسو مياشتو کي په بهير کي د امريکې د حکومت له خوا په پورونو اخيستلو کي تر1.4 تريليون ډالرو پوري زياتوب راغلی دی. او په ډېره چټکي سره به په يوه يا دوو مياشتو کي د امريکې د پور دغه کچه شلو تريليونو ډالرو ته ورسيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x