افغانستان

بغلان: امنیتي ځواکونو خپل دوه ملګري له طالبانو سره د تړاو په تور ونیول

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ ۲مه، ۱۳۹۵ل): بغلان کې امنیتي ځواکونو خپل دوه ملګري له طالبانو سره د تړاو په تور نیولي او تر زندانه يې رسولي دي.

د بغلان ځايي چارواکي وايي چې خپل دا دوه عسکر يې له «کره شواهدو» سره نیولي چې وروسته به يې اړه په تصمیم ونیول شي.

د بغلان د امنیه قومنداني مطبوعاتي مسوول ذبیح الله شاجویي وايي چې دې عسکرو د بغلان په ډنډغوري کې دنده ترسره کوله چې اصلاً د خوست ولایت اوسېدونکي دي.

نوموړي يې د نورې پېژندنې په اړه څه نه دي ویلي، خو ویلي يې دي چې نیول شويو عسکرو هم منلې چې له طالبانو سره يې اړیکي ساتلې.

په ورته وخت کې يوې بلې سرچينې رسنيو ته ویلي چې دا کسان د شخصي مخالفتونو له امله د يوې «لوبې» ښکار شوي دي.

د شنونکو په باور په امنیتي ځواکونو کې ورته پېښې او خپل منځي بریدونه د دوی روحیه ځپي او خپل منځي باور يې لا ختموي.

تر اوسه د نیول شویو عسکرو او طالبانو د اړیکي د علت په اړه څه نه دي ويل شوي، خو ویل کېږي طالبان لا هم په پوځي لیکو کې ګڼ ملګري لري چې پر مټ يې پر امریکایانو او دولتي ځواکونو بریدونه تنظیموي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x