شعـــــرونه

غزل/ عرفان الله عرفاني

عرفان الله عرفاني

روان مست انقلاب د قربانيو زکات غواړي
زلميو آزادي بيا د ځوانيو زکات غواړي

دا وارنه کنډواله وطن له سره بايد جوړ کړئ
ليلی د ازادۍ دککريو زکات غواړي

دا نن چې مو له خياله ګډې وډې پر سر ايښي
د هسکو شملو ميره د پګړيو زکات غواړي

دا وچې سپېرې دښتې ستاسو وينو کړې خړوبې
مالياره د سپرليو د غوټيو زکات غواړي

لټون کړي کور په کور کلي پر کلي باندې ګرځي
نرښځي دي معاف خو د سړيو زکات غواړي

دا ژوند به هله ژوند شي چې د ژوند په معنی پوه شو
په مړو زکات نشته د ژونديو زکات غواړي

دستا هم ( عرفاني ) نور د شعرو نصاب پوره دی
غزل خو پر ځای پرېږده د مسريو زکات غواړي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x