نظــر

د کمونستي نظام د سترې محکمې رئیس اعترافات: (یو میلیون افغانان ژوندي خښ شوي او له څلور میلیونو ډېر وژل شوي)

د کمونستي نظام د سترې محکمې رئیس نظام الدين تهذيب په خپله اعتراف وکړ چې يو مليون افغانان ژوندي خښ شوي دي او له څلور مليونو زيات افغانان تراوسه ۱۳۷۶ هـ ش كال پوري وژل شوي دي.

بسم الله الرحمن الرحيم
الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله وبعد:

په ۱۳۶۷ هـ ش كال د كابل پوهنتون د شرعياتو د پوهنځۍ محصل شوم، پ

ه داسې حال كې چې زه او ورور مې په (۱۳۶۳) هـ ش كال کې د كمونستي رژيم په پرېوتي نظام کې د كندز ولايت په جهنمي دستكاه (خاد) کې زندانيان وو چې ورور مې د همدې وحشي نظام د خاد د بې رحمو او وینه څښونکو چارواکو په لاس د فاسدو، قاتلو او بې واكه واكدارانو په دستور له ۱۹۳ نورو كسانو سره په ۱۳۶۴ كال د قوس مياشتې په ۲۹ نېټه د كندز ولايت په نامعلوم ځاي کې ژوندي خښ شول چې په دې وخت کې قاتل او بي دينه كارمل ولسمشر، بي تهذيبه او ملحد نظام الدین تهذيب د سترې محكمې رئیس او بي دينه او کمونست نجيب د خاد (خدمات امنیت دولتي) رئيس ؤ.

په ۱۳۶۷ هـ ش كال کې د كمونېزم فلسفه نوره ماته او شړېدلې وه، روسان مخ په تېښته وو، مجرم نظام شړېدلی او مخ په زوال ؤ، نجيب د خپلې بقا لپاره نوې پاليسي اعلان کړې وه، د خلق پر ګوند يې د وطن ګوند نوم کېښود، د دوي په اصطلاح عفؤ عمومي او آشتي ملي يې اعلان كړه، خو خبره له خبرې تېره وه، چا د دوي خبرو ته غوږ نه نيوه.

خلقيانو په خپله نوي پاليسۍ کې دا هم اضافه كړي وو چې هر هغه څوك چې د خلق د ګوند غړيتوب لري په مذهبي چوکيو کې كار نشي كولی، يا دې د ګوند نه استعفأ وركړي او يا دې حكومتي مذهبي كرسۍ لكه شؤن اسلامي، ستره محكمه او داسې نور پرېږدي. د دې نه په ښکاره معلومېده چې خلقيان هم په دې اعتراف کوي چې دوي د اسلام سره كوم تړاو نلري چې دا پخپله په كفراعتراف دي، په دې ډول نظام الدين تهذيب هم په دي رديف کې راغي. ده وويل چې ما مبارزه كړې او د خلق يا پرچم ګوند مې په خپلو وينو دلته را رسولی، له كرسۍ تېر يم، خو له ګونده نشم تېرېدلی. په دې وخت کې ده له سترې محكمې استعفأ ورکړه، او په وينا یې د امرار معاش په خاطر يې په كابل پوهنتون کې د شرعياتو په پوهنځۍ کې تدریس پیل کړ.

زه هم په همدې وخت کې د شرعیاتو محصل وم، تهذيب ما له پخوا پېژانده، دده دوې صحنې زما په ذهن کې راګرځېدې.

لمړی: د ۱۳۵۶ هـ ش كال کې د داوود رژيم مخ په ختمېدو ؤ، تهذيب زمونږ كلي ته د كندز ولايت مركز د سه درك كلي ته راغلي ؤ، او د جمعې ورځ يې په مسجد کې تبليغ كاوه، زمونږ د كلي امام دومره ځيرك نه ؤ چې د چا په مرضونو او اغراضو پوه واى، خلكو هم د دومره قوي بصيرت نه درلود چې د يو كاذب او منافق توپیر او تفکیك له یوه مخلص او صادق مؤمن سره وكولی شي، هر څوك به چې ممبر ته وختل نو ګمان به یې کاوه چې دا په اوس هرو مرو د الله (ج) او رسول (ص) پيغام خلكو ته اوروي. له بده مرغه دا ستونزه تراوسه زمونږ په مظلوم ولس کې پاتې ده. خلك ناست وو او د تهذيت اوتو بوتو ته يې غوږ نيولی ؤ چې ناڅاپه د جومات په دروازه کې د ټوخي غږ شو.

تهذيب چې د ټوخي غږ واورېده نو وار خطا شو او خبرې يې بندې كړې، سړى ملا فاروق نومېده، په اخواني ملا يا په ټوخي ملا، او ملا مريض هم مشهور ؤ، ډېر به ټوخېده، كله يې چې ټوخی ودرېد او ساه یې واخيسته نوغږ يې كړ چې دا خبيث، مرتد او ملحد د تبان زوي مه پريږدئ! ملا فاروق دومره د اعتماد وړ او هیبت ناك سړی ؤ چې همدا خلكو چې تراوسه یې د تهذيب خبرو ته غوږ نيولی ؤ، د ملا فاروق په ناره ټول را پاڅېدل، تهذيب د تېښتې لار غوره کړه، خو خلكو ونيو په اوبو به یې مانډه ډېر سپك او ذليل شو، كميس یې وشلېده، لستوڼی یې څيرې شو، لوڅ سر، یبلې پښې او له څيرې كاليو سره په تېښته بريالی شو. ما دا کیسه خپلو همصنفيانو ته وكړه. په دغه وخت کې خلقيانو او پرچميانو خپل حيثيت پوره بايللی ؤ، نور نو دوي په ولس کې سخت منفور وو، د دوي تشدد او ظلمونو هم نور ځاي نه نيوه، د خلكو له سترګو رعب لرې شوی ؤ، چا له دوی نه وېره نه درلوده. زما معلومات ټولګیوالو ته جرئت وركړ، په ده یې نيوکې شروع کړې. تهذيب زمونږ په صنف کې د اصول الفقه مضمون درس ونيو، په دې كال مو نورالانوار د اصول فقهې كتاب لوسته، تهذيت دا كتاب واخيست پاڼې یې اړولې را اړولې، ويل یې زه به دا كتاب له ځانه سره يوسم تر څو یې په كور کې وګورم ما ډېر وخت ندي مطالعه کړی. چې كله بله ورځ راغى بيا یې هم كتاب له مخه نه شو لوستی.

خلقيانو څو كسان دستوري او تنظيم شوي شرعياتو ته لېږلي وو ترڅو د اسلام او مسلمانانو په خلاف پخپله د اسلام نه څه پيدا او بيا یې د اسلام او مسلمانانو په ضد استعمال کړي چې د هغو له جملې نه عبدالولي حجت، سليمان لايق، عبدالعزيز ګلبهاري او همدا نظام الدین تهذيب وو. لكه څرنګه چې امريكايانو هم همدا كار کړې ؤ چې دا دي اوس یې پخپلو سترګو وينو. تهذيب ويل دا كتاب دومره مفيد ندی دا زوړ چاپ او زوړ سېستم دي اوس دومره كار ترې نه اخيستل کېږي زه به تاسو ته په نوي طرز نوټ دركړم ډېر ښه به یې زده کړئ.

حال دا چې اصول الفقه ډېر مهم علم دي، ددې علم له زده کړې پرته د قران کریم او احاديثو په معنا او مفهوم پوهېدل ګران کار دي، او د احكامو استخراج ترې ممكن نه دي، نورالانوار بيا پکې د خاص اهميت لرونکی دي. په هر حال تهذيب دروغ ويل، نه یې دا كتاب په ياد پاتې ؤ او نه یې ورسره كومه علاقه او دلچسپي درلوده. ده د نوي محاذ د پرانيستو او د نوي خدعې او تكتيك لپاره پوهنتون ته مخه كړه نو دا ځاى یې د خپل مردود فكر د خپرلو لپاره مناسب موندلی ؤ. دوه پرلپسې ساعتونه یې په مونږ درس ونيو، په اونۍ کې به دوه ورځې راتله، د پوهنتون درسي ساعتونه ۹۰ دقيقې وو، نو په یوه ورځ به (۱۸۰) دقيقې یعنې پوره ۳ ساعته به راته غږېده. ويناوې یې ډېر زياتې وې چې ډېر وخت او ډېره حوصله یې غوښته، هره ورځ به یې د افغانستان قضيه په صنف کې حل كړه ويل به یې كه مجاهدين او په سر کې انجنیر ګلبدین حكمتيار داسې وکړي او نجيب داسې؛ نو د افغانستان مسئله حل او جنګ به ختم شي، سوله به قايمه او افغانستان به آرام او آباد شي، تر هغه وخته پورې به چې چا د جهاد او مجاهدينو ذكر كاوه نو د حكمتيار نوم به په سر کې ؤ، نور تنظيمونه او رهبران وروسته د فتنو په وخت کې را پیدا شول. تهذيب په وار وار په صنف کې دا ويل چې كه څوك سوال، اعتراض او څه نظر لري نو ويلی شئ، زه به یې په سړه سينه جواب كړم. خو په كمونستانو نيوكه او اعتراض د مرګ او زندان سره معادل ؤ.

ما جرئت وكړ سره له دې چې د دوي زندان او شكنجې مې ليدلې وې ما ويل استاده نه پوهیږم د څه شي خطاب درته وكړم رئيس صاحب درته ووايم، كه قاضي القضات او كه كوم بل څه؟ ستا د حال سره كوم يو مناسب دي؟ ويل یې زه اوس يو معلم يم نو د استاد كلمه راته كفايت كوي. ما ويل ښه استاده، ته چې څه وایې آيا په دې مجاهدين يا حكمتيار صاحب او نجيب نه پوهیږي؟ ويل یې ښه پوهیږي، خو استخباراتي کړئ او باداران یې نه پرېږدي! ما ويل څوك دي د دوي باداران؟ ویې ويل دا خو له چا نه پټه نه ده چې د نجيب او اوسني حكومت باداران روسان او د مجاهدينو امريكا! ما ويل ښه استاده دا چي افغانستان دومره مهمه سیمه ده چې ارامي یې د سیمې ارامي او نا ارامي یې د ټولې سیمې نا ارامي ده، نو د امريكا او روسیې څه ګټه او تاوان دي كه مونږ وران يا ودان شو؟ ويل یې د دې خو ډېر لاملونه دي، لكه د دوي وسلې خرڅېدل، د دوي د وسلو د استعمال لپاره او د دوي د نظامي تخنيكونو او تكتيكونو تجربو لپاره د یو لابراتوار موندل، خپلې وسلې‎ خرڅول، غريب هېوادونه په ناخبرۍ کې پرېښودل ترڅو د دوي د زېرمو نه ګټه پورته کړي، واړه هېوادونه وهل او لوی ډارول او داسې ډېر نور لاملونه دي چې د خپلو لاسپوڅو په واسطه مونږ نا ارامه کړي. ما ويل استاده! دا نور به درسره ومنم خو دا خبره ما ته د منلو وړ نه ده چې دا دومره وسلې به مونږ په پيسو اخلو دا خو ټول وړيا او بلا عوضه مرستې دي.

که څه هم زه په اقتصاد نه پوهیږم او د خپل وطن بوديجه او سرمايه او اقتصاد هم راته پوره معلوم نه دي خو دومره پوهیږم چې زمونږ د هېواد دا مات كوډ اقتصاد، دا زخمي، بحراني او جنګي حالت د دومره ډېرو وسلو اخيستل دا دومره لویې وسلې (لونا، اوراكان، او سكاټ توغندي) خو زمونږ د هېواد له وسې ډېرې اوچت دي، دا خو مفت او بلاعوضه دي، همدارنکه كه اخوا امريكا او نور هېوادونه دا دومره وسلې ان تر سټنګر او سكر راکېټونه راكوي دا خو خيراتي او مفته دي دا چېرته مونږ په بيعه اخيستی شو؟ ده وويل: نه، دا مفت نه بلکې په څو چنده زيات قېمت راباندې حسابيږي. ده ويل چې زه به اوس تاسو ته يو څه مشت نمونه خروار ووايم، مونږ په دې وخت کې د ځمک پېژندنې په تعمير کې يو او زمونږ صنف د سيد جمال الدين قبر ته مخامخ ؤ، هغه وخت کې جګ تعميرونه نه وو رواج شوي، نو د دارالامان قصر شا او تاجبېك تپې ښكارېدې ده وويل تاج بېك تپه مو ليدلي؟ له همصنفيانو نه چا وويل هو چا وويل نه، «بيا ده په لاس اشاره وكړه او وويل یې دا وړاندې تپې وينئ؟ د دارالامان له خوا هم لار لري او د كمپنۍ له لوري هم ورته لار ورغلې ده، په منځ کې د دشت برچي قلعه بخشك او سه بنګې نه هم لار لري. دې سیمه کې څه تپې وې چې د تپه هاي تاجبېك په نامه يادېدې. د ظاهر شاه په وخت کې دلته امريكايان راغلل دا سیمه یې وغوښته چې دا په مونږه د اوولس ورځو لپاره خرڅه کړه په دې ۱۷ ورځو کې به يو وړوکی هوایې میدان هم جوړ كړو څه مو چې يوړل نو د هرې ورځې مقابل کې به تاسو ته يو مليون ډالر دركړو. ظاهرشاه ويل په دوو علتونو یې نه خرڅوم، لمړی خو زما پارلمان رخصت دي په خپل سر دا كار نه كوم دوهم اميد دي زمونږ خپل ولس یې په اهميت پوه شي او په راتلونکې کې استفاده تري وکړې. دا هم رښتيا نده چې ظاهر شاه په همدې دووعلتونو به امريكايانو ته دا ځمکه نه وي خرڅه كړې. هغه له روسانو ډارېده روسانو اجازه نه وركوله چې په بل چا یې خرڅه کړي.

خو پوهیږي چې انقلابي دولت څه وكړل؟ ۹ كاله یې دلته روسانو ته مركزونه وركړل، روسانو په دې نامه چې دا سیمه ستراتيژیك اهمیت لري د كابل له ښار نه وتلې ده، د كابل امنيت پري ښه ساتل کیږي، دلته یې قرارګاه جوړه كړه، سيم خاردار یې ترې تاو كړ، ماينونه یې فرش كړل څوك له هغې سيمې نشوای تېرېدی، چا د پوښتنې حق نه درلود، زه (تهذيب او نجم الدين كاوياني يو بل كمونست) يو ځل كارمل وروليږلو ترڅو معلومه کړو چې څه او څومره وړي؟! خو چا هغې علاقې ته نیږدې هم پرينښودو، هر څه چې وو له خاورو او بوټو سره روسانو يوړل، پوره ۹ كاله یې په همدې سیمه کې قرارګاه وه. كراز، كماز، سوپر ماز كاډي ډکېدل او روسيې ته به روان وو. کېدي شي تاسو ته سوال پيدا شي چې دلته څه وو؟ دلته داسې قيمتي مواد وو چې صرف (۲۰) کېلو یې عراق سره شته چې امريكا ورته بهانې لټوي تر څو یې ترې لاس ته راوړي ددي موادو يو متر مكعب دومره برق توليدوي چې ممكن ټول افغانستان ته كافي شي او حتى سیمې ته هم ورسيږي، يو کیلو یې د يوې طياري له قيمت نه زيات دي په هغه وخت کې امريكايانو د ورځې يو مليون ډالر وركول دا مواد يورانيم نوميږي خو په تأسف چې انقلابي حكومت ټول واك روسانو ته ورکړی ؤ. همدارنګه د أي خانم سیمه، هلته هم زوړ قديمي ښار څو زره كلن تر خاورو لاندې پروت ؤ، ډېر قيمتي آثار راووتل، هلته هم روسانو قرارګاه جوړه كړه ويل یې چې مونږ كندز او تخار له دې ځایه ښه كنټرولوو، كه روسان بې هدفه واى او غرض یې نه درلودی؛ أي خانم د آمو له پورې غاړې هم كنټرولېده، هلته هم روسانو ۹ كاله قرارګاه جوړه كړه، او هر څه چې وو له خاورو سره یې بار كړل، او روسیې ته یې یووړل. همدارنګه د لوګر د عینک د میسو کان، دلته هم روسانو قرارګاه جوړه كړه زه (تهذيب) يو ځلې د څو ملګرو سره د يو روسي ملګري په ملتيا ورغلي وو، هغه هم رسمي نه بلکې په شخصي ملګرتيا، مونږ وليدل چې د میسو سره به طلا لویې لویې تختې او خښتې راوتلې، دلته هم چا حق نه درلود چې له روسانو پوښتنه وکړي چې څه، څومره او چېرته وړئ؟!»

داسې په لسګونو او سلګونو نورې واقعې دي چې څوك لا ترې خبر هم نه دي چې روسانو څه وكړل او څه یې يوړل؟! دا د انقلابي حكومت لاسته راوړنې وې. څوك به چې خبر شول او د اعتراض جرئت به یې وکړ نو د مرګ سزا به محکومېدل، روسانو له يوې خوا ظلمونه او تاراج وكړ او له بلې خوا یې د خلكو په عقايدو او عنعناتو پښې کېښودې، غوښتل یې چې هر څه بدل کړي خو د توقوع خلاف مونږ د عام ولس له سخت غبرګون سره مخ شول. تهذیب زیاته کړه: «وروسته مو چې هر څه وكړل چې دا مقاومت او غبرګون ختم کړو ومو نشو كولاي، نه سختو تعذيبونو څه نتیجه ورکړه، نه په ډلییزو وژلو تم شول، نه په ژوندي خښولو، نه یې بمبارونو مخه ونيوه او نه یې په لكونو او ميلونونو مينونو، نه لونا او اوراكان توغنديو تم شول، نه سكاټ او كلستر راکېټونو او بمونو. مونږ خو لا څه چې د روسيې شتون او بقا هم اوس تر سوال لاندې ده. مخالفين ادعا كوي چې يو نيم مليون افغانان وژل شوي يا شهيدان شوي دي، خو زه (تهذيب) په قاطعيت سره وايم چې دا خبره غلطه ده، دا معلومات غلط دي او له واقعيتونو ناخبري ده، يو مليون یوازې هغه افغانان دي چې مونږ ژوندي خښ كړي، زه د سترې محكمې رئيس وم زما په قلم او د كارمل او حفیظ الامين په دستور دا وژنې شوي دي. افغانان دا دي تراوسه (۱۳۶۷) هـ ش كاله پورې له (۴) څلور مليونو ډېر افغانان وژل شوي دي. زه ليكم او لاسلیک كوم یې چې له څلور مليونو څخه زيات افغانان وژل شوي دي، چې په كې يو مليون ژوندي خښ شوي دي، په دې وخت کې ما وويل چې استاده زمونږ هيله او تمه دا وه چې تاسو به د محكمې مېز ته راكاږو، دورې او برقي ډنډې به راسره وي وهو به مو او اقرار به در نه اخلو، خو تاسو داسې آسان او له کوم فشار پرته اقرار كوئ، د خپلو وحشتونو، ظلمونو او د مظلومو افغانانو داسې بې رحمانه وژنې او په پردیو د هېواد خرڅول او بيا د پوهنتون محصلینو ته په صنف کې دا کیسې کول؟ ده وويل ما خيانت ندي کړی زه په جرئت سره دا وايم او له چا نه ډارېږم نه! ما ويل استاده ته خيانت څه شي ته وایې ته د خلق ګوند اصلي غړی یې، عضوعلى البدل یې، د مركزي کمېټې غړی یې د بيرو سياسي غړي (دا د كمونستانو اصطلاحات وو) ستا په مخ کې ستا په حضور کې قتلونه شوی تا څه کړي چې اوس راغلې زمونږ احساسات راپاروې؟ مونږ څه كولي شو ستا خبيثو ملګرو او انډيوالانو خو د وحشي او غلو روسانو سره وطن چور او تالا كړ او ولس یې نيم وواژه او په ځمکه یې ژوندي خښ كړ، او نيم یې له وطن نه تېښتې ته مجبور كړ؟! زما چې دغه وخته دوه وروڼه شهيدان شوي وو چې يو یې ژوندي خښ شوي ؤ او يو ورور مې د دوي په كرل شوو ماينونو کې لاس او پښې له لاسه ورکړې وې نو حوصله مې ختمه شوه او له تهذيب سره فزيکې برخورد او لاس اچونې ته نیږدې شوم چې ده خبيث له خپل صلاحيت څخه كار واخيست، تيلفون یې وكړ د خاد موټر راغی او زه یې پنځم ریاست ته چې په دارالامان سرك پروت ؤ یووړم.

لیکوال: مولوي شاه محمد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x