شعـــــرونه

أفضل مجاهد ښاغلي مطمئن ته ډالۍ

حسان شلګری

تنها ولاړ په مخکې د طوفان دی یو سړی
آه نه کا، ته وا جوړ له اطمینان دی یو سړی

د پُستو، د پرېوتو، د سرټیټو په ډک ښار کې
د غره غوندې سرلوړی تر آسمان دی یو سړی

بیګا به ډېر وي تللې تر بېسو، سفارتونو
خو تللی او راغلی تر زندان دی یو سړی

د زور، زر او زاریو تزویرونو په آزمون کې
تراوسه چې تېر کړی یې ایمان دی یو سړی

کابله! څه قحطي د میړنو دې میلمنه شوه
په زړه کې دې په حق باندې ګویان دی یو سړی

زرګونه دي شیطان ته چې ولاړ دي لاس په نام
خو مخامخ چې ویشتی یې شیطان دی یو سړی

تنها دی په دربار کې د فرعون لکه موسی
کنه، بهر تمام افغانستان دی یو سړی

قانع! ورځه سیاف ته د ستنجا اوبه تودې کړه(*)
د ستا یې څه چې این یا که آن دی یو سړی

راویښ شئ! د ډالر او د ویسکي نشو وهلیو
سهار دی، ګورئ نه سر په آذان دی یو سړی

لکونه تېر او هېر شول شاشجاع او کارملیان
په زړه د کابل پاته اکبرخان دی یو سړی

حسان یې د ایمان د ورورولۍ په مېنه پالم
د زړه په مات کودي کې مې ریحان دی یو سړی
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

(*) دې بیت کې خطاب عصمت قانع ته دی.
۱۳۹۵/۹/۲ هجري شمسي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
masoom prince

حسان شیلګری ډیر شاﺉسته

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x