د نن سرلیکنه

سپي په پارلمان کې !

نن ټکی آسیا – سرمقاله: تیره ورځ دریاست جمهوري لومړي مرستیال قسیم فهیم  پنځه تنه نومول شوي وزیران د باور د رأیې  اخیستلو په غرض ولسي جرګې ته ور وپیژندل .

خو مخکې تر دې چې  ښاغلی فهیم د ولسي جرګې تالارته ورشي د نوموړي د امنیت ساتلو په غرض د ملي امنیت  محافظتي ګارډ  د پارلمان تالارته سپي ور دننه کړل او د هغوئ په وسیله یې د تالار او په هغه کې د ټولو ناستو وکیلانو تلاشي واخیستله .

د سپو په وسیله  د ملت  د کور او په اصطلاح د ملت د استازیو تلاشي کول خپله د  دې خبرې ښه نمایندګي کوي چې د پارلمان او ریاست جمهوري  ترمنځ  یو پر بل څومره  اعتماد موجود دی او یوبل ته  په کوم  احترام قائل دي .

له امنیتي پلوه  امنیتي کسان د خپل مسؤلیت له مخې  داحق لري چې دولسمشر او د هغه د مرستیالانو او نورو لوړپوړو چارواکو د خوندیتوب او محافظت په غرض  هرډول امنیتي او محافظتي تدابیر په پام کې ونیسي او د ضرورت په وخت کې تري استفاده وکړي ، خو د سپو په وسیله د پارلمان  او پارلماني وکیلانو تلاشي کول په حقیقت کې  د هغوئ لخوا  امنیتي تدابیر نه ،بلکې  د ټول پارلمان او په هغه کې د ملت  د استازیو په نوم ناستو کسانوته  لوي توهین او ډیره بي احترامي ده .

اصلا  د سپو په وسیله  د  دغسي مهمو ملي ادارو  تلاشي اخیستل  په افغانستان کې هغه نامروج دستور دی چې  دې هیواد ته د بهرنیو یرغلګرو له راتګ سره یوځای را وارد کړل شوی او تر دوئ له مخه کله  هم زمونږ په هیواد کې  له دغه نابلده دستور څخه کار  نه دی اخیستل شوی.

په افغاني غوندي سنتي  ټولنه کې د سپو په وسیله د چا تلاشي کول او یا سپي د چاکورته ور وستل  د هغه لوی سپکاوی بلل کیږي .

د امریکايي دیموکراسي له برکته  دا دافغانانو په تاریخ کې لومړی ځل دی چې مرستیال ولس مشر  په خپلو وکیلانو باندې د بي باوري  له امله   له دغه لویدلی غربي کلتور څخه کار اخلي او په اصطلاح د ملت  د استازیو په مقابل کې  په د اسې سپکاوي لاس پوري کوي .

داښکاره خبره ده چې د ملي امنیت  هغه محافظتي ګارډ چې دریاست جمهوري او د کابینې د غړیو  دساتنې  دنده  ورسپارل شوې د امریکايي ځواکونو لخوا روزل شوي او د روزنې په مهال  په پلاني ډول داسې  روحیه ورکړل شوې چې هغوئ  پکي نه د خپلو مقدساتو د تقدس  پروالري  او نه د افغاني  درنو عنعناتو   دپه پام کې نیولو مراعات.

د امنیتي چارواکو لخوا  د پارلمان او پارلماني  استازیو په  خلاف  دغه  نابلده  عمل  هم اصلا د امریکایانو په دستور  په عمدې  ډول  د دې لپاره ترسره  شوی  چې  افغانانوته  دا وښیي چې ستاسي په هیواد کې  د ریاست جمهوري له مقامه رانیولې بیا  تر پارلمان او پارلماني وکیلانو پوري نه  چاته  درناوی  پاتې دی ، نه حیثیت   او نه یو پربل اعتماد .

امریکایان چې  نن د امنیتي تړون تر پلمه لاندې په افغانستان کې  په پاتي کیدلو ټینګار کوي هم غواړي  چې  د افغانستان راتلونکي  امنیتي ځواکونه  په داسې غربي روحیه وروزي چې  هغوئ  د خپلو وظیفوي  اجراآتو په مهال نه  دیني  مقدساتو ته ځان پابند وبولي او نه هم  درنو افغاني عنعناتو ته ، چې دغه ډول په اجنبي فرهنګ  روزل شوي ځواکونه  په ځای د دې چې  د افغانانو امنیتي ستونزي ورحل کړي د هغوئ لپاره  په سلګونو  نورې اخلاقي  او فرهنګي ستونزې ایجادوي  اودا کار په هیڅ ډول  د افغانانو او افغانستان لپاره هیڅ ډول مثبتې  پایلې نشي لرلای .

د نن ټکی آسیا سرمقاله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x