نړۍ

پنټاګان: د سوډان په جنوب کې پر يوې طیارې د ډزو له امله څلور امريکان ټپيان شوي

د امريکا د دفاع وزارت پنټاګان پرون هفته د يوې خبر پاڼې په ترڅ کې ويلي چې د سوډان په جنوب کې پر یوه امريکايي طیارې د ډزو له امله څلور امريکایان وژل شوي دي. د پنټاګان له قوله دغې طیارې د سوډان په جنوب کې د شخړو او جګړو له ويرې امريکايان له یادې سیمې ویستل چې د نا مالومو وسلوالو لخوا پرې ډزې وشوې او څلور امريکایان يې ټپيان کړ.سي ان ان د پنټاګان د وياند له قوله وايي چې نوموړې طیاره د کينیا مرکز نيروبي ته تللې تر څو د ټپي شويو امريکايانو درملنه وکړي. د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې جنوبي سوډان له کورنیو جګړو او شخړو سره مخ دی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x