fbpx

دافغاني پاچاهانو لنډ ژوندليک:ميرويس نيکه

لیکوال : شهید بشیراحمد ریان

داسي اټکل کېږي چي ميرويس خان په ١٠٨٤ هـ ق / ١٦٧٣م کال کي زېږېدلى دى.

پلار يې ښالم خان نوميده[1] چي د هوتکو د قوم يو منلى مشر و.مور يې نازو انا دسلطان ملخي دغرځو (غلجو) دخپلواک مشر لور وه.هغې په پښتونولي د خپل زوی پالنه او روزنه کړې وه او تل به يې په اوداسه شيدې ورکولې.[2]

کله چي ميرويس نيکه پيدا کيدو، نو نازو انا خوب وليد: “بېټ نيکه ورته راغى او ورته ويې ويل زما لورې! دا زوى ښه وروزه ،کله چي دالوى شي ستر کارونه به وکړي او حج ته به لاړ شي.

زما لورې! دده په روزنه کې غفلت ونکړي، دده له نسله به نيک شاهان پيدا شي چي دين به روښانه کړي، دده په پالنه کي زيارباسه او پاملرنه کوه ، دده په اوږو دلويو کارونو انجام پروت دى”.[3]

ميرويس خان په زلميتوب کي د وخت زياتره مروجه علوم لوستي و.پښتو ،فارسي او عربي ژبي يې داديبانو په درجه زده وې.[4]له زده کړو وروسته په سوداګري بوخت شو. له خراسانه به يې مالونه هندوستان اودهغه ځايه به يې هيواد ته راوړل،ګټه به يې هم کوله اود نوروخلکودحاله به هم خبرېده.ميرويس نيکه ځواني ته له رسيدلو وروسته دجعفرخان سدوزي (کامران خان سدوزي)[5] لور خانزادۍ ځان ته وغوښته او واده يې کړه.

کله چي صفوي شاه حسين په ١١٠٦ هـ ق / ١٦٩٤ ز کال په ايران کي پاچا سو، نو ګورګين ګرجى او دګرجستان اوسيدونکى يې په داسي حال کې چي نوي  مسلمان سوي و،کندهار ته د خپل حکومت د استازي په توګه را ولېږه . ګورګين ډېر ظالم او بې رحمه انسان و، پر افغانانو يې ظلمونه پيل کړل.څوک نه وو چي ددې بې ګناه خلکو ناره  واوري. دخلکو غږ تر هيڅ ځايه نه رسيده او ډېر افغاني مشران د ګورګين له خوا ووژل سول. د خلکو د اميد سترګي يوازي او يوازي ميرويس خان ته چي دهوتکو مشر و؛ وې. همغه وو چي د هغه څخه يې غوښتنه و کړه.

ميرويس خان هم د خلکو او هيواد خدمت تر هرڅه ښه وباله،سوداګري يې پرېښوده او د هيواد خدمت ته يې ملا وتړله.لومړی يې د خلکو تر منځ ملي يو والی مينځ ته راووست او بيا يې ګورګين ته ځان نژدې کړ،خو ګرګين په ده بې اعتباره شو، دى يې په ١٧٠٧ز کال اصفهان ته ولېږه[6] او شاه حسين ته يي په پټه حال ولېږه ، تر څو يي هلته نظربند کړي.

شاه حسين صفوي ميرويس خان هلته نظربند کړ ،خو ميرويس نيکه په خپل خداى ورکړي استعداد ،  د اصفهان په دربار کې نفوذ وکړ، د ميرويس خان پوهي او قوي منطق نه يوازي ډېر ژر دی له بنده خلاص کړ، بلکي په ډېر درناوي يې حج ته د تلو اجازه هم ورکړه. تر حج وروسته بېرته د اصفهان دربار ته راغى او د هغه ځايه يې ګورګين ته د مشوره ورکوونکي او کلانتر په توګه د مقررۍ رسمي فرمان واخيست او کندهار ته راغى.[7]  ګورګين پدې کار وارخطا سو او د ميرويس خان څخه يې وغوښتل چي خپله لور د ګورګين زوی ته په نکاح کړي.

ميرويس خان دا خبره د قوم مشرانو ته وړاندي کړه. مشرانو پرېکړه و کړه چي يوه بله ښځه به د ميرويس خان د لور په نامه ورکړي،ميرويس خان دامشوره ومنله خو خبره دې ته ونه رسيده،[8] ځيني مؤرخين وايې چې دا کاروشو.[1]

د اولسي پاڅون لپاره يې يوه جرګه جوړه کړه او پرېکړه يې وکړه چي لومړی دي د بلوڅو ، ترينو او کاکړو خانان دې ته وهڅول سي، چي صفوي حکومت ته د ماليې ور کولو څخه ډډه و کړي، هغوى همداسي وکړل .

ګورګين خپل شپږزره کسيز لښکر ژوب او بلوچستان ته ولېږه، پخپله هم ورپسې رهي سو او د ميرويس خان څخه يې هم وغوښتل چي هلته ورسي. ميرويس خان هم د اوو زرو پښتنوعسکرو سره هلته ځان ور ورساوه. د شپې يې پر ګورګين حمله وکړه، هغه او د هغه ټول کنډک يې له منځه يوړ. پخپله يې د ګورګين کالي واغوستل او د هغه د وژل سو پوځيانو کالي يي په خپلو پوځيانو واغوستل .

دکندهار ښار ساتوونکو چي کله خپل عسکر په راتلو ولېدل ، دکندهار ښار دروازې يي ورته خلاصي کړې، ميرويس خان په کندهار ښار ننوت او دايراني پوځ په وژلو يي لاس پوري کړ،[9] ښاريي ونيو اوملي جرګه يي راوبلله ، ملي جرګې دى په ١١١٩  هـ ق (١٧٠٩ز) [10] کې دپاچا په توګه وټاکه.

ميرويس نيکه له پاچا کېدلو وروسته دکندهار ښار ديوالونه ترميم کړل، په ښار کې يي غله او وسله راجمع کړه، دکندهار ښار خلک يي سره راټول کړل او ورته يې وويل :

“که چېري په تاسو کې داسي خلک وي چي دازادي په دې لوى نعمت چي موږ په ډېره اسانې سره ترلاسه کړى، خوښ نه وي.هغوى دې ځان څرګند کړي او له همدې جرګې څخه دي ووزي، هيڅوک به په هغوى غرض نه کوي، داسي خلک بې شکه ددې ازاد رياست دپولې نه بهر ديوه نوي ظالم پادشاه تکل کولاى شي”.[11]

دايران صفوي دربار چي کله دميرويس نيکه له پاڅون او دګرګين له وژلو خبر شو،په ١٧١٠ ز کال يې محمدخان دهرات حاکم ته امر وکړ ترڅو په کندهار حمله وکړي خو هغه ماته وخوړه.بيا يې دخسرو خان چي دګرګين وراره و،په مشرى دېرش زره کسيز ځواک دکندهار په لوري وليږداوو.

خسرو خان له دېرش زره کسيز لښکر سره تر هرات راتير شو او فراه ته راغى ، ميرويس خان له کندهار څخه ورووت، خپله دابداليانو خواته ورغى او د داود شاه په مشري يي يو لښکر دخسرو خان مخ ته ودراوو، خسرو خان په داود شاه حمله وکړه، داودشاه دهلمند ترسيند واوښت او ځان يي په کندهار کې محاصره کړ ، خسرو خان هم پسي راغى او کندهار يي تر محاصره لاندي ونيو.

ميرويس خان چي کله دهرات له محاصرې خبر شو ، دکلات ،مستونګ ،چمن او بوري خواته ولاړ ، دهغه ځاى له خلکو او بلوچانو يي مرسته وغوښته ، بلوچانو د مرستې وعده ورسره وکړه او د خسرو خان په لښکرو يې سور اور بل کړ.[12]

ميرويس خان چي کله خسرو دماتې په حال کې وليد، له شپاړس زره کسيز لښکر سره دکندهار له ښاره راووت ، په خسرو يي حمله وکړه ، خسرو پر ٢٦اکتوبر ١٧١١ ز (د١١٢٣هــ ق کال دروژې ٢٨ مه)[13] کال ماتې وخوړه ، دى ووژل سو او لښکر يې دهرات په لوري وتښتېد.

ميرويس خان خسرو ته له ماتې ورکولو وروسته بېرته کندهار ته راوګرځېد، دکندهار چارې يي برابري کړې، له ابداليانوسره يې دروغي جوړي تګلاره تعقيب کړه، بلوچان يې وستايل ، دهند له ګورګانې دربارسره دنژدې اړيکو لپاره يي دهغه هيواد سره دتجارت راکړه ، ورکړه پيل کړه.

صفوي دربار دخسرو له ماتې دوه کاله وروسته يو بل لښکر درستم خان په مشري دکندهار په لوري وليږداوو، خو ميرويس خان نيکه دې لښکر ته په ١١٢٦ هـ ق کال کې ماتې ورکړه .[14]

افغان غازي دهيواد له ازادولو او دکندهار دچارو له سمون وروسته په ٢٨ د ذوالحجه حرام ١١٢٧ هـ (١٧١٥ز)  کال له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې، دتلپاتې دنيا په لوري يې روح والوت او کندهار ښار ته نژدې دکوکران په سيمه کې خښ کړاى شو.انالله وانا اليه راجعون.

مشهوره وينا يې ده:تاسو که سره يو نه شئ،دپرديو جغ له خپلو اوږولري کولاى نشئ.[15]

[1] – ظفر کاکاخيل ليکي :ګورګين ميرويس خان ته پيغام وليږه او دځان لپاره يې ورڅخه لور وغوښته ،ميرويس خان خپلې يوې وينزې ته ښکلي جامي ورواغوستي او سينګار يې وروکړ او ګورګين ته يې دخپلي لور په نامه ورکړه.(پښتانه دتاريخ په رڼا کې ٦٤٧-٦٤٨ مخونه)

سرچينې :

-[1] دافغانستان لنډتاريخ،٣٦٠ مخ  ١ ټوک،دعبدالحى حبيبي ليکنه او عبدالرؤف بېنوا ژباړه ،١٣٥٦ هـ ل کال دکابل چاپ .

[2]– پټه خزانه ، ١٧٨ صفحه ،محمد هوتک بن داود،دوهم چاپ ١٣٣٩هـ ش، دپوهني وزارت ،ددارالتاليف رياست.

[3] – هماغه ماخذ.

[4] – دافغان ملي تاريخ ٧٥٣ مخ ،لومړى ټوک ،قدرت الله حداد فرهاد، دساپي دپښتو څېړنو او پراختيا مرکز ، ١٣٨٣ هـ ل ليندۍ چاپ.

[5] – دافغانستان لنډتاريخ ص ٣٦٠.

[6]– پښتانه دتاريخ په رڼا کې ٦٤٣ مخ ،سيدبهادر شاه ظفرکاکاخيل، يونيورسټي بک ايجنسي پېښور پښتونخوا ، ٢٠٠٩ ز کال چاپ .

[7] – پورتنى ماخذ ، ٦٤٧ مخ .

[8] – افغان ملي تاريخ ٧٥٦مخ ١ ټوک ،قدرت الله حداد فرهاد.

[9]– کندهار مجله، ١٣٧٧هـ ل کال لومړۍ ګڼه،په اتلسمه پېړۍ کې ستر اروېجن غورځنګ ،ليکوال :م، ١، ع.

[10] – افغانستان درمسيرتاريخ ٣٢٠ مخ ١ ټوک،ميرغلام محمد غبار، مرکز نشر انقلاب با همکارى جمهورى ، ١٣٦٦ هـ چاپ.

[11] – پښتانه دتاريخ په رڼا کې ٦٥٠ مخ ، سيدظفرکاکاخېل.

[12] – دافغانستان لنډتاريخ ، ٣٦٨ مخ .

[13] – پورتنۍ حواله .

[14] – دافغانستان لنډ تاريخ ، ٣٦٩ مخ .

[15]– افغان ملي تاريخ ، دتتمة البيان فى تاريخ الافغان ،سيدجمال الدين افغاني په حواله.

د لیکوال په اړه

د افغان پاچهانو لنډ ژوند لیک د شهید بشیراحمد ریان شهکار اثر دی، دا کتاب لومړی ځل په ۱۳۸۷ هـ ش کال کې چاپ شو چي د لوستونکو له درانه استقبال سره مخ شو او په ډېره کمه موده کې د مينوالو له غوښتنو سره سم اوه ځله له چاپه راووت. تر دي دمه د یاد کتاب تر شل زره زیاتې نسخې د لوستونکو تر لاسونو رسېدلې.

د نن ټکی اسیا ویب پاڼې اداري وپتیله چي له دې کتاب څخه د یوه یوه واکمن ژوند ليک په قسط واره توګه د خپلو لوستونکو لپاره نشر کړي.

د نن ټکی اسیا اداره

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د