شعـــــرونه

ربه ستاپه بادشاهي کي / شهید مستسعید

شهید ملا محمد حسین مستسعید

دزړه طوطي مي په قفس کښې ډیر پریشانه ده
ربه ستاپه بادشاهي کې دا آسانه ده
چې یونس دي دماهي له نسه خلاص کړ تا
ابراهیم لره دي اوردنمرود خاص کړ تا
هم یوسف دې سرفرازه په اخلاص کړ تا
زماوجود هم یو بدلون ته سرګردانه ده
*****
چې غمونه مي ته واړه په خوښي بدل کړي
د دنیا دا غمجن وخت په پسرلې بدل کړي
دانیم ګړی ژوند زماپه ابدي بدل کړي
زندکی د دنیا هر لور ته ویرانه کړي
*****
دسرسترګي مې قبولې ستاپه لارکړې ته
محبت زمانصیب دخپل نګار کړې ته
سینه سپرزماپه په وړاندي د اغیارکړې ته
ځکه ستا لاره تیاره نه ده روښانه ده
*****
دښمنان پرمسلمان باندي حملې کوي نن
مسلمان هم پرقدرت باندي جګړې کوي نن
په ناموس دمسلمانو مسخرې کوي نن
مستسعد ته داخبره ډیره ګرانه ده
*****

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x