نظــر

د مطمئن نیول ؛ افغان ولس او طالبانو ته پیغام 

لیکوال رشید حبیب زی ‌

انجینر نظر محمد مطمئن کابل میشته لیکوال د سیاسی چارو کارپوه او د سولی هغه ریښتینی فعال دی چې هڅی یې د هیڅ افغان څخه پټی نه دی د دوشنبی په تور ماښام د بلواکه دوه سری دولت ځانګړو ځواکونو لخوا د یوه نړیوال مجرم په څیر ونیول شو ښاغلی د نیول کیدو کیسه داسی کوي :

( د ماشام ۶بجې وي،  د کوڅې څخه د وتلو په وخت کې زموږ د موټر لاره امنیتې کسانو بنده کړه،‌په بیړه یې زموږ شاوخوا ونیوله او له موټر څخه یې کښته کړو.

ورته مې وویل چې تیروتنه به مو کړي وي،  کیدای شي چې تاسي د کوم بل چا نیولو ته استول شوې یاست. ډیر ژر یې لاسونه شاته راوتړل، ویل یې د سیمې امنیتي کسان راسره دي، موخه تاسي یاست.

پر سر یې توره خولۍ راواغوستله، غوږونه او سترکې یې هم راته د ځانګړو الاتو په وسیله وتړل. همداسي لاس، سترګې او غوږونه تړلې یې زه او زما وراره په موټر کې یوړو، لاره اوږده شوه، ځکه د خوشال مینې څخه شش درک سېمه چې د امنیت ریاستونه پکې دي، نږدې ده، اندیښنه مې وه چې کیدای شي کوم لیري ځای مو داخلک وړي. همداسي وه.. )

که څه هم مطمئن د نیول کیدو ۴ ساعته وروسته بدون د کم جرم له ثابتیدو خوشی شو خو تر شا یې ګڼ سوالونه  او پیغامونه پریښودل په دی ډول چې کابل میشته  معلوم دار سوله غوښتونکی ، چې ټول تحرکات یې د استخباراتو له لوري تر څارنی لاندی وي په داسی توهینی ډول نیول کیږي، لاسونه تر شاه وتړل شی، سر په توره کڅوړه ، غوږونه او سترګی د خارجیانو لخوا  په ورکړل شوو خاصو آلو وربندی کړی شی نو هغه چې مشکوک سړی وي یا اقلاً د غلطو استخباراتی معلوماتو په نتیجه کې نیول کیږی ، په کمو وحشی طریقو به نیول کیږی ، بیا که ملزم وی نو د کمو وحشیانو له لوری به تری زندان کې د بېلا بېلو شکنجو پر مټ اقرار اخیستل کیږی ، د داسی بی ګناه په اقرار به د کم صحرائی قانون تر مخه ملزم بندی یا وژل کیږی داسی ډیری لا ځوابه پوښتنی شته ، چې د مطمئن له نیولو یې ښه قیاس کولی شو

افغان ولسه ! نزدی ۴۰ کاله وشول چې د امن یوه سپین صباء ته سترګی په لار یې،  د اشرف غنی په دروغجنو شعارونو دی پام غلط کړی وه خو هغه هم نور له خیاله وباسه د سولی انتظار دی نور هم پسی اوګد کړه ځکه ستا دولت چې په ظاهره د سولی نغاری ډنګوی خو عملی کړنو کې یې کمه داسی نښه نه ښکاري چې د سولی یوه وړه بیلګه وبلل شی خو که د سولی ضد هغه کړنی یې وڅیړو چې هېوادوال پری خبر شوی دی ، بیشمیره پاڼی پری لیکل کیږی

افغان ولسه  !   ستا د واک په کدئ ناستی نانځکی چې  په ظاهری بڼه څو کرایه شوی افغانان دي خو تر شا یې  نړیوال جاسوسان په کار بوخت دي د هغوئ په اشارو د روبوټانو په څیر د څو ځانګړو خطونو تر منځ  ګډیږی  هغوئ هیڅ کله نه غواړی چې جګړه ختمه او هېواد کې  د امن سپینه وریځ خوره شي ځکه هر فرد او اداره په دی هڅه کې وی چې خپل هدفونه تر لاسه کړی یو غیر ذوی العقول حیوان هم نه غواړی چې تاوان یې وشی نو هغه  نړیوال شیطان مغزه مجرمین چې د زرګونه کلومټره لری څخه راغلل او خپل هدف تر لاسه کولو لپاره یې د اوبو په څیر ډالر مصرف کړل  څنګه به د جګړی ختمولو ته څوک پریږدی چې د هغوئ ګټی ورسره نغښتی دی د هغوئ بقاء د وینی بهیدلو او د بیګناه افغانانو څخه په ډکو زندانو پوری تړلی ده تر څو چې د هغوئ شتون وی جګړه به روانه وی چې له امله به یې د وینو ویالی بهېږی او زندانونه به د بی ګناه افغانانو څخه ډک وي

افغان ولسه ! خارجی داړه ماران او لاسپوڅی یې د سولی په نوم کم ټکی آن په خپل قاموس کې هم نه لری مخکی له دی چې په خارجی ګولیو دی غلبیل کړی ماشومان دی دکندز ، وروزګان او شیرزادو  په څیر زانګو او سوزنئ کې در شهیدان کړي د  داسی ظالم مقابله کې غږ پورته کړه او هغه لار تعقیب کړه چې تاته ریښتونی خوشحالی ، د مال او سر امان او د عزت خوندیتوب درکولی شی

طالبانو ! تاسی به هم د مطمئن له حاله خبر شوی یئ ، د دولت نا ړامی، سوله ضد هڅی، هېواد او افغانانو سره د دولت دښمنی او تاسو سره نغښتی د افغانانو امیدونه به مو یو وار بیا ښه درک کړی وي او په دی به پوهیدلی یئ چې  کله قلم په لاس تن تنها یو سړي کابل کې د اوسیدلو حق نه لری  هغه باید لاس تړلی  ، توره کڅوړه پر سر د زندان تیارو کې پروت وي  نو هغه چې  د بیشمیره چاودنو دوسیی یې په نوم ثبت وي ، د جګړی عاملین، پردی غلامان  او د افغانانو اصلی قاتلین یې ګڼی ،د هغوئ په نوم بی ګناه وګړی یې د ازادئ له نعمته محروم،  د مرګ او ژوند له کشمکش سره لاس او ګریوان او دتورو تمبو شاته بی سر نوشته اچولی وي نو څنګه به د سولی تر دروغجن شعار لاندی د ازاد ژوند تیرولو حق ورکړي

( د ریښتینی سولی او تلپاتی آزادئ  په هیله  )

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x