نظــر

د اشغلګرو د شړلو اړتیا ده، حکومت بیا د ملت خوښه ده

بسم الله الرحمن الرحیم
  د حزب اسلامی یو غړی بوشتنه کړی وه چه :  نظام قبلی طالبان اسلامی بوده ؟ ازموده را  باز ازمودن و با انها بیعت کردن  ؟ )
په دی هکله زمونږ نظر :
که انګریزانو او روسانو  پرون  او که ټولی کفری نړی نن زمونږ مظلوم اولس د خپل هر ډول مظالمو او وحشت لاندی راوستی وو او دی  هدف یی د اسلامی نظام پرځای د دوی شیطانی دیموکراسی نظام قایمول وو  او قایمول دی ، که چیری په نامه اسلامی ګوندونه د اسلام څخه د شخصی ګټو او یا سیاسی قدرت د ترلاسه کولو د پاره استفاده کوی په ډیره زړورتیا سره اعلانوم چه افغان ملت به له دوی تر روسانو او امریکایانو زیاته کرکه ولری.

اولا  په اسلام کی د ( وعتصمو ا بحیل الله جمیعا و لا تفرقوا ….) د  مبارک ایت  له مخی اسلامی ګوندونو تعدد  د اسلام خلاف عمل  دی په ځانګړی ډول هغه چه اسلام د ځان تابع کوی د قران د یوه ایت نه منل کفر او حکم یی نه عملی کول کبیره ګناه ده د پیغمبر په ژوند کی  اسلامی ګوندونو شتون نه درلود  د نظر اختلاف د د ورځنی پیښو په هکله د صحابه وو تر منخ به د نظریاتو اختلاف وو هغه به یی هم  په مشورو  حل وفصل کولو . اکثره اسلامی ګوندونه د شخصی ګټو او سیاسی قدرت د تر لاسه کولو د پاره رامنځته شویډی الله ج دی ورته د نیکی هدایت وکړی که هدف یی اسلامی نظام وی سره یو شوی به وی  نن به امریکایانو زمونږ په قرانونو او اسلامی نظام متیازی نه کولی ، او نه به یی مونږ  خپلو کی یو په بل وژلی .

الله ج فرمایی که تاسی زما زما دین کما حقه عملی نه کړو زه به تاسی  په بل قوم تعویض او ستاسی دنده به هغوی ته ورکړم ، د طالبانو په رامنځته کیدلو کی  ددی مبارک ایت عملی بڼه کی تصدیق شوی له طالبانو مخکی دوی د څومره فجایعو مرتکب نه شول ، څومره فساد او بی ګناه وینو تویول نه وو چه دوی ونه کړل هغه وخت خو طالبان نه وو دوی ولی سره ملی او اسلامی یووالی سره نه کوو یوبل ته به یی د خیانت اطلاق  اود کفر فتوی لګولی دومره یو د بل سره له جنګه بی هیلی شوی وی چه یو هم ځان ګټونکی نه ګانه ( دغه طالبان  خو د اسلاتمی ګوندو نو په جوړو شوو  مدرسو کی شاګردا ن وو )  له اسمانه نه وو رالویدلی ، په کار داوه چه د طالبانو سره مو هغه وخت بیعت کړی وی چه هریوه ورته د سولی ملایکی ویلی ، له بده مرغه  د بیعت پر ځای مو بینظیزه ورله مور جوړه کړه؟ ، اصلا بینظیره باید ستاسی مور وی چه د پلار له وخته مو شدی ورله رودلی او بیا مو د هغی د خوشالی د پاره خپل خلک ووژل ، نه مو چاته مال ، نه مو چاته عزت او ابرو پریښودله او بیا نواز شریف مو پلار نه دی چه خپل قوم ته یی په ویاړنه خطاب کولو ، چه تاسی زما دومره لوی خدمت نه منی چه د افغانستان د څو زرو کلونو اردو می دړی وړی کړه .
 څومره شرم اوره چه د یو لوی جهادی قوماندان عبدلطیف زوی او اوس یی  د ریاست  د پاره ځان نومولی دهلک سره رسمی  واده وکړو او څو ورځی یی دواده محفلونو او شراب خوری جریان درلود و له معصومو ښځو یی له جنسی تجاوز وروسته سینی غوسی او په شهادت ورسولی  ، د بشر په تاریخ کی د رقص مرده په نوم چا نه وو اوریدلی  اول ځل د مجاهدینو د حکومت په دور کی واوریدل شوی. زه وایم هغه خولی دی ماتی شی چه دغه د غرو لیوانو ته پری مجاهدین او یا یی مشرانو ته جهادی رهبران وویل شی ، سیاف به ویل  کابل  په نقشه نه دی جوړ باید وران او له سره بیا جوړ شی یعنی د امریکایانو له اوږد مهاله پلانو یی دا پیشبینی کوله.

 مونږ په خپلو سترګو لیدل د جهاد په اوایلو کی چه مجاهدینو یو ګوند درلود جهاد او مجاهدین  ډیر ښه پر مخ روان وو ، څه وخت وروسته  د الله ج د ستری ازموینی لاندی راغلل  ،  له یوی خوا  د مهاجرو راتګ ورځ له بلی زیاتیده  د بلی خوا د امریکا او لویدیز له خوا  د وسلو او دالرو سیلاب را په مخه وو مهاجرو ، ګوندونو ته د  راشن اخستلوله خاطره مجبور وو چه غړیتوب یی تر لاسه کړی تر څو ژوندی پاتی شی .  ورو ورو دغه تش  په نامه اسلامی  ګوندونه نه یواځی د دالرو  او وسلو له خوا بلکه د خلکو د شمیر د زیاتوالی  له مخی  پیاوړی کیدل هغه وخت که یوه زیرکه  بی سواده د امریکا سره اړیکی جوړولی شوی د ګوند په جوړولو به بریالی شوی وی یعنی عقیدوی نه بلکه د راشن ګوندونه وو نو دغه ګوندونو به اسلام او مسلمانانو ته څه ګټه رسولی شوه چه بنیاد یی په فریبکاریو او مادیاتو تکیه درلودله هر ګوند دننه په نورو بانډونو تکیه درلودله ، وسه به یی داوه چه د ایتوتو او حدیثونو په تاویلاتو خپل رقیبان مات کړی کوم چه له هماغه ایتونو او حدیثونو سیاف  اوس په کابل کی د خپلو رقیبانو په ضد فتوی ورکوی  .

د لویدیز هیوادونه  نه هغه وخت  او نه اوس دومره  احمقان دی او یا وو  چه دغه ګوندونو  ته دی  مفته او بلا عوضه ډالر او وسلی ورکړی  ، د دی ډالرو او وسلو په مقابل کی یی جهادی رهبران او قوماندانان  په بیه واخستل بی ضمیره او بی وجدانه یی کړل مغزونه ورپریمنځل جهادی محاذونو ته یی ورله لیار پیداکړه د رهبرانو په مرسته یی  بی دینه قوماندانان رامنځته او مخلص قوماندان یی ورو ورو  له دندو لیری او یا په شهادت ورسول . تر دی چه د دوه میلونه مجاهدو شهیدانو د ګرمو وینو  جهاد ته یی د ( سوړ جنګ ، جنګ سرد یا کولډ وار ) نوم ورکړو سوړ جنګ یعنی ( د امریکایانو جنګ د روسانو سره چه افغانان پکی استخدام شوی وو ) ، دا چه د امریکایانو یواځی دالر او وسلی  کاریدلی  پوزی یی  ( لکه د اوس په شان )  پکی وینی شوی نه وی ځکه یی د ( سوړ  جنګ ) نوم ورکړو نور ګوندونه خو پریده د حزب اسلامی په کتابو او نشریاتو کی په ډير ویاړ سره د سوړ جنګ یا جنګ سرد نوم په کراتو کراتو یاد شوی او یادیږی د حزب اسلامی د سیاسی کمیتی ریس ( هلال صاحب ) له خولی می  د سوړ جنګ نوم واورید چه  د طلوع تلویزون سره یی  مرکه لرله  نه یواځی دا بلکه اشغلګر ، دیموکراسی ، اساسی قانون  او اوسنی اداره  یی څو خلی  تایید او خپل سپورت یی ورسره اعلان کړو او دهغه تایید د حزب اسلامی او د راتلونکی ریس جمهورتایید دی که بریالی شو، همدارنګه د کابل په یوه جاده کی می د احمدشاه مسعود تصویر ولید د تصویر د پاسه یی لیکل شوی وو قهرمان جنګ سرد، یعنی غلام امریکا .  

مسلمانان به له دی وروسته  له اسلام پرته په نوم اسلامی ګوند غړیتوب ونه لری  چه د اسلام پرځای له هغه ګوند څخه اسلام جوړ کړی ، ولی  داسلامی ګوندونو د بیا یووالی هڅی او وسی خو به خامخا لری، اسلامی ګوندونه اوس ویاړنه نه بلکه د سرطان ناروغی ده چه که تداوی یی ونه شی له اسلامی امت څخه به مړی جوړ کړی دوه مخی نه بلکه څو مخی دی .

هو ، هغه اسلامی ګوندونه ، چه د ربانی او سیاف په شان  د اسلامی شین یا سپین خط څخه  یی د ناروغی کچه ښکته شوی نه ده لکه امارت او حزب اسلامی  مونږ یی نسبی تاییدوو  اویا  یی نسبی ردوو ، یوه خبره چه مونږ ګوند په هکله  د اسلامی امارت له پلویانو سره مطرح کړی هغوی وایی چه ( اسلامی امارت ګوند نه بلکه اسلامی حکومت دی) ، مونږ اوس هم ځانته اسلامی حکومت وایو مونږ د ملت له خوا لیری شوی نه یو بلکه د ملت د دشمنانو له خوا په وحشت ، ظلم او زور لیری شوی یو مونږ د ملت اسلمی امانت اوس هم په خپلو وینو ساتلی ، اسلامی بیرغ مو زمکی ته  نه دی غورزولی  تر هغی به یی په خپلو وینو پالنه کوو تر څو چه اشغالګر او د هغو غلامان مو له ملکه شړلی نه وی  د ا بیرغ د خالق او مظلوم مخلوق معنوی پانګه او سرمیه ده واپس به یی امانت ملت ته سپارو بیا د ملت خوښه چه د دی ستر امانت د پاره څوک خوښوی.  
  د دی په څنګ کی د هیواد په ډيرو سیمو کی وګرځیدو د هلمند ، کابل چاریکار، لغمان ، ننګرهار کنړ لوګر نورستان او تګاب د حزب اسلامی له نمایندګانو څخه مو پوشتنه وکړه ،چه  ستاسی په ولایت کی د مجاهدینو قوت زیات دی که د حکومت ؟  ټولو په بیلوبیلو  عباراتو ولی په عین مفهوم ځواب راکړو ، چه حزب اسلامی له عملیاتو په شا شوی یوآځی د اسلامی امارت مجاهدین جنګیږی او هغه هم اوس د پخوا په شان قوت نه لری  مونږ یی د علت پوښتنه وکړه چه ولی ؟ هغوی راته وویل چه اربکانو لږ ساړه کړی دی ، مونږ ویل چه انګریزانو او امریکا یانو ساړه نه کړی شول نو اربکان څرنګه په دی قادر شول  هغوی وویل دا ځکه چه اکثره اربکان پخوانی حزبیان دی او که نوی هم پکی دی هغه هم د حزب اسلامی د قوماندی لاندی کار کوی  نو دا چه د حزب اسلامی مجاهدین د جنګ سره بلد دی او له بلی خوا د کلی کور خلک دی یو بل ډیر ښه پيژنی  نو د دی له امله د کلی طالبانو ځانونه مړه اچولی او د بهر هغو ته تل په انتظار وی.

 د عبدلله عبدلله سره مو د سولی په هکله مجلس درلود په دغه مجلس کی د کابل د حزب اسلامی نماینده (  داکتر رحمانی )،  فرانسه کی دجمیعت نماینده ( طاهر) زمونږ د سولی هیت مشر(  مومند صاحب )  او مونږ ګډون درلود ، مجلس موڅه وخت دوام وکړو عبدلله تیروتلو فکر یی وکړو چه مونږ ټول د رحمانی صاحب په شان حزبیان یو ، نو د رحمانی صاحب سره یی د راز خبره ښکاره شوه پوشتنه یی تری وکړه چه د لوګر د اربکانو پروژوه مو کومی کچی ته رسیدلی ده رحمانی صاحب د لوګر دی هغه اول کی وسه وکړه چه دا خبره پټه پریږدی  مګر عبدالله پوه نه شو خپله پوشتنه یی تری بیا بیا وکړه چه لوګر کابل ته نزدی او مونږ ته ډير اهمیت لری ماته ووایه چه په تاسو څومره حساب وکړم هغه ورته وویل چه پروژه په موفقیت مخی ته روانه جزیات به یی بل وخت درسره مطرح کړم .

د امنیت ملی پخوانی ریس  عارف سره مو خبرو کی هم څه شکمنی خبری واوریدلی اوحتی د رحمانی صاحب سره کور کی یوهیت سره چه د شوری غړی ، څه پخوانی او اوسنی ولیان او نور لوړ پوړی کسان وو ( د رحمانی صاحب کور هم نام خدا څو پوړه او په ډیره قمیتی سیمه کی ډیر قیمتی جوړ شوی تر اوسه لا تکمیل هم نه وو  ویل یی څو میلونه نورو افغانیو که ډالرو ته اړه لری ) له دی لوړ پوړو مخکی یو ۵۵ کلن شاوخوا یو سړی سره یی مخ کړو ویل یی چه دا د ټول لوګرد حزب اسلامی  د مجاهدینو له خوا لوی قوماندان دی ، اوس یی زما نوم هیردی کیدی شی نوم به یی هم مستعار نوم وو  په هر صورت له هغه مو پوشتنه وکړه چه لوګر کی طالبان هم نفوذ لری ویل هو مګر ټول زما د قیادت لاندی کار کوی  ، بیا مو تری پوښته وکړه چه تاسی خبل ګاړی یا د بل کوم ملګری کاړی سره له لوګر څخه کابل ته راغلی  او لږ تر لږه یو یا دوه ملګری خو باید درسره وی هغه وویل چه زه تل ازاد او بی ملګرو ګرځم او په سرویس کی کابل ته راغلم مونږ سره دومره پیسی چیریی دی چه ټکسی او یا شخصی ګاړی کی راشو  . نو تاسی قضاوت وکړی چه د لوګر د حزب اسلامی لوی قوماندان تر کابله په عادی سرویس ( بس ) کی بی له باډګارد اووسلی راځی او د اوسنی حکومت یا امریکایانو استخبارات ویده دی ؟ بیا چه مونږ دهغه په هکله د نورو لوګریانو پوشتنه وکړه  هغوی وویل چه هغه د طالبانو په ضد د اربکیانو قوماندان دی . نو له دغه وروسته زمونږ اړیکی د رحمانی صاحب سره وشړیدل ، حتی مونږ غوښتل چه رحمانی صاحب کابل کی زمونږ د سولی نماینده پاتی شی دفتر مو ورته په نظر کی نیولی وو ډير قیمتی نوی  کمپویتر مو ورته په اوله ورځ ورکړو ، خو له دغو اشتباهاتو مو د باور فضا کمه شوه او دایمی رخصت مو سره واخست .

   ننګرهار که عبدلهادی  چه په عاصم شهرت لری د ټول ننګرهار د حزب اسلامی نماینداو د ننګرهار پوهنتون کی استاد  زمونږ پخوانی همصنفی وو د هغه سره د همدی خبرو د پاره ورغلی وو شپه مو ورسره وه نور حزبی او غیره ورونو هم زمونږ د میلمستیا د باره راغلی وو د اربکیانو په هکله هلته هم ورته مسایل مطرح شول  په کنړ او لغمان کی می خپله د اربکانو سره خیری کولی مسلح ولاړ وو زمونږ خپلوان هم پکی وو  هغوی ته می وویل چه تاسی د کلی کور عادی خلک یا ست هغوی ویل چه مونږ د حزب اسلامی پخوانی مجاهدین یو او زمونږ ورسره اوس هم اړیکی لرو  .

 څه وخت مخکی چه د اربکانو پروژه د غزنی په اندړو ولسوالی کی د ملی پاڅون په نامه پیل شوه چه د طالبانو دوحشتونو په  مقابل کی دهغه ولسوالی عام ولس تر پوزی رسیدلی نو ټولی اولسوالی له خپل کلی کور څخه طالبان وشړل  او بیا د همدغه استخباراتو نماینده ګانو ورسره مرکه کوله د یوی پوشتنی په ځواب کیی وویل چه مونږ ته د کابل حکومت وسله نه راکوی هر څه زمونږ خپل دی او مونږ هم د خارجیانو او هم د طالبانو په مقابل کی جهاد کوو  د فیس بوک حزبیانو هم په ډير شدو مد سره دغه خبره خپروله او ملی اټڼونه یی ورته کول د کوم جه فیضان یی مشر وو چه هغه د حزب اسلامی عمومی نماینده او څه وخت مخکی د غزنی والی هم وو فکر کوم چه بیا د طلابانو له خوا زخمی که ووژل شو او په هغه هم حزبیانو ډيره خوابدی وښودله مګر له شرمه چوپ پاتی شول ، نو ما ویل چه دا به هسی ډرامه وه ، مګر دا ډرامه نه بلکه پروژه وه چه له انډړو د ملی پاڅون پیل شوه خو بیا ماهیت یی خلکو وپيژندانده د ملی پاڅون کیفیت ورته پاتی نه شو ولی د اربکانو په نوم دا پروژه ټول افغانستان خپره  او ویشل شوه تاسی به خبریږی چه خلک ورسره په څه حال کی دی ؟

نو دا او داسی نوری چه می واوریدی حیران او باوری شوم چه حزبیان اربکان دی که د مادیاتو مسابقه وی حزب اسلامی له ډیری هوښیاری کار اخستی چه حزبیان یی په حکومت باندی مسلح کړل که هغسی وخت راشی لکه دروسانو وروسته چه رامنځته شو د حزب اسلامی اربکان چه شمیر یی څو دیرش ز رو ته رسیږی او دا شمیرنور هم پورته روان دی هم معاش اخلی او هم مسلح شول که د لویو رقیبانو سره مسابقه ونه کړی شی لږ تر لږه د لوبی میدان خو نه خوشی کوی .

 چه موضع ته بیرته راوګرځم ، د حزب اسلامی ورور تشویش داوو چه د طالبانو پلویان  ولی حکمتیار صاحب مجبوروی چه د ملا عمر سره بیعت وکړی  یعنی ملا عمر دی  حکمت یارصاحب  سره بیعت وکړی چه حکمت یار پاچا شی زما ځواب په لاندی ډول دی :
 

دا چه د طالبانو کوم پلوی په نن ټکی اسیا کی لیکلی چه حکمت یار صاحب دی بیعت وکړی البته په حکمت یار صاحب به یی ډیر حساب کوو چه د ده خبره شاید ومنی او یا حکمت یار ډیره اسلامی پوهه او تقوی لری دا لوی ثواب به دی وګټی او دی لوی قربانی ته به حاضر شی  او دده قربانی به د ملا عمر صاحب زړه هم رامات کړی کیدی شی دا پیرزو په حکمت یار صاحب وکړی لکه دا عین کار د حضرت عمر رض او ابوبکر رض تر منځ هم شوی وو ، ابوبکر ، حضرت عمر رض د خلیفه په توګه وړاندی کړو مګر حضرت عمر رض دغه لویه او له مسولیته ډکه دنده واپس ابوبکر رض ته ور په غاړه کړه او له دی قربانیو قریش او مهاجرین ټول خوښ شول او ټولو ورسره بیعت وکړو دا شه اسلامی حکمت وو چه هم سوله رامنځته او هم حق حقدار ته وسپارل شو .

 ورونو ،دا مرحله د اشغلګرو د شړلو او د غلامی اداری د لیری کولو اوله مرحله ده ، بریالیتوب وروسته به د حکومت کولو دوهمه مرحله پیل کیږی  ،اول دوه دری کلونه  به عبوری  یا موقتی دوره وی له دی وروسته به مخلص امین  او متقی علما د اسلامی اصولو او لایحی له مخی په ګوته کیږی  او ټول ملت به د اسلامی اصولو له مخی ورته ( بی له دی چه د هغه نومولی قوم ، مذهب ، رنګ ، سمت ، ژبه او ګوند . اکثریت او اقلیت په نظر کی نیول شوی وی) رای ورکوی ،  معقولیت به اول او د رایو اکثریت به دوهم اهمیت لری او رای به هم سره مساوی نه وی  ، ګټونکی به له ګټلو وروسته  هم بی حسابه ، ازاد ، بی پوشتنو او بی پلټنو نه بریښودل کیږی او نه به قضایی مصونیت لری ، د بد و په مقابل کی به مجازات اود ښو مقابل کی به مکافات لری ، ملت به د حکومت سره لکه هډوکی او پوټکی وی ملی پولیس ، اردو او  امنیت به د دی د پاره نه وی چه چارواکی ،  د ملت له  څپیړو او  حساب څخه وساتی برخلاف هغوی به ملت د حکومت له وحشی او ناروا څپیړو څخه ژغوری  او ملت به کولی شی ناسمه عناصر تعویض کړی .

  مقاومت اوس هم په اوله مرحله کی قرار لری ، مونږ د حکومت کولو یا دوهمه مرحله کی نه یو ، د جنګ نتیجه د الله ج په لاس کی ده ایا د الله ج اراده داده چه  د ټولی کفری نړی سره جنګ کی به هغوی بری تر لاسه او دویمی ( د حکومت جوړولو ) مرحلی ته به واوړی؟ که د الله ج اراده ، مجاهدینو ته د بریالی توب وی نو بیا به لکه د پورته پروګراف ته ورته تعامل رامنځته کیږی د علماوو او ملت له خوا به د اسلام او حدیثو په رڼا کی د  حکومت چارواکی د هغوی د تقوی او اهلیت له مخی ټآکل کیږی یعنی د اسلامی لارښودنو لاندی به  د ملت په بیعت  دا کار تر سره کیږی .

 اوس چه د کوم ((بیعت)) خبره ده  د حکومت کولو  بیعت نه بلکه  د یوی قوماندی او د اشغلګرو سره د اوسنی کشالی د حل وفصل یو دریز نیولو بیعت دی لږ تر لږه اعتلاف وشی هم سمه ده مونږ دا زور څوک نه په حکمتیار او نه په ملا عمر اچوی چه یود بل سره دی بیعت وکړی ، ( که څو یی وایی دا  د هغه شخصی نظر دی)  او که ملاعمر او یا ملاحکمت یار په خپله خوښه او د هغه تقوی له مخی چه لری یی او ددی مظلوم اومجاهد اولس د ژر ترژره  اوښکی وچولو او د الله ج د رضا په خاطر په خپله خوښه حاضر شی لمانځو یی دعا ورته کوو تقدریوو او په رسمیت یی پیژنو چه دا تر هغه بل اول نمره مجاهد او ښه رهبر دی او که نه عادی تعامل به داوی چه  دا کا ر به یوه  با صلاحیته کمیته د هر اړخیزو څیړنو او قضاوتونو وروسته ترسره کوی هغه کمیته  به د یوی اسلامی جرګی په شان به له  دواړو خواوو صلاحیت تر لاسه او هغه به کوی  چه زمونږ د خالق رضا اود زوریدلی مخلوق ښیګنی پکی نغښتی  وی ، که کوم اړخ د هغه  جرګی پړیکړو ته په درنښت نه ګوری  دا معنی چه هغه اړخ به  د خپلو شخصی ګټو او سیاسی قدرت د ترلاسه کولو د پاره هلی ځلی لری نو هغه اړخ  به  ټول ملت ته  دشمن ور وپیژندل شی  

اخره کی  د حزب اسلامی له هغه  ورور څخه  چه دا پوشتنه یی مطرح کړی ګیله لرم چه مونږ ستاسی یوه پوشتنه هم بی ځوابه نه پریږدو ولی مونږ څو ورځی مخکی د هلال صاحب د کاندیدلو په هکله څو پوشتنی په شه ادبی چوکات او اسلامی اخلاقو کی کړی وی  تر اوسه یی مناسب ځواب رانکړی شو ، دا هم د شهامت یوه برخه ده چه ویلی مو وی چه ( مونږ ورته ځواب نه لرو) ولی برخلاف څه نورو ورونو له خواچه په نظام قراول کی ناست دی ،  د دی خوا او دهغی خوا د تلو راتلو پوسته یی په واک کی ده زمونږ پوشتنی  یی  په توهین او یا دموضع په بدلولو ځواب کړی ، که دوی سم ځواب ورنکړی ملت ته دا پوښتنی وخته رسیدلی ملت بیا د هر چا په هکله حساب کتاب کوی  .

 په رسیدلو ټولنو کی څوک نور خلک له ځانه ټیټ نه ګڼی څومره چه نور له ځانه اوچت وګڼي نور هم اوچتوالی او که نور له ځانه ټیټ وګڼل شی په هماغه اندازه ټیټوالی کوی ځکه که دوی د الله ج مخلوق ته ټیټ وګوری د هغه مخلولق خالق ته توهین دی کوم چه دوی یی هم مخلوق دی ، طبیعی خبره ده چه د نظر اختلاف د چا نه خوشیږی مګر د مفاهمی له لیاری یوی لیاری ته راځی  زمونږ د هیواد یوآخنی مشکل همدا چه مفاهمه نشته که زما خبره د چا نه خوښیږی هغه ته سمدلاسه تخریب کار ، جاسوس او ناپوهه وایو د همدی کبله مونږ خپله د د تخریب ، جاسوسی او ناپوهییو په کندو کی غرق کیږو ، تاسی وګوری تولی کفری نړی د امریکا سره بیعت کړی چه شمیر یی بیلونونو ته رسیږی مګر مونږ په زرونو نه شو کولای یو د بل سره بیعت وکړو په داسی حال کی چه مونږ د الله ج د بندګی او تقوی  دعوی هم لرو هغوی د شیطانی خدای څخه په ویره کی مخلص دی خو مونږ د اصلی خدای سره دروغ وایو او د منطق ، لغاتونو او جملاتو سطرنج  مو مخی ته ایښی دی الله ج تیرباسو  ؟

( الحاج استاذ بیانزی )

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x