په اسلام اباد کې د پګواش غونډی یو اړخ

اسلام اباد: د افغانستان او پاکستان د اړیکو رغولو لپاره پګواش غونډه جوړه شوه

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، لېندۍ ۳مه، ۱۳۹۵ل): تېره ورځ د پګواش نړیوال سازمان په هڅو په اسلام اباد کې یوه غونډه جوړه شوې وه چې په کې د دواړو هیوادونو پخوانیو چارواکو، د پارلمان غړو، مدني فعالانو او ژورنالیستانو ګډون کړی وو.

په غونډه کې ددواړو هیوادونو پر دوه اړخیزو مسایلو هر لوري خپل نظر وړاندي کړ.

د پګواش اداره یو غیر سیاسي اداره ده چې ورته څیړنیزي غونډي جوړوي. دغې موسسې ددې تر مخه په نورو هیوادونو کې د سولي اړوند هم غونډي جوړي کړې چې د طالبانو په ګډون د افغانستان مدني فعالانو، پخوانیو چارواکو او د پارلمان غړو په کي ګډون کړی دی.

د افغانستان له لوري څخه د غونډې یوه ګډونوال محمد حسن حقیار نن ټکی اسیا ته وویل چې غونډه تېره ورځ پر لس بجې په میرټ هوټل کې پیل شوه، او بیا یې د لمانځه او ډوډۍ له وقفو وروسته د ماسخوتن تر ۱۱ بجو دوام وکړ.

نوموړي زیاته کړه چې په دغه وخت کې د افغانستان او پاکستان تر منځ پر سیاسي، اقتصادي، سرحداتو، مهاجرینو موضوع او د افغانستان د سولي اړوند خبري وشوې.

تېره ورځ ښاغلي حقیار پر خپلې فیسبوک پاڼه لیکلي و: «دافغانستان او پاکستان پر اړیکو، د دواړو هیوادونو ترمنځ پر موجودو ستونزو، په افغانستان ، پاکستان او سیمه کې دسولې پر عملي میکانیزم ، ددواړو هیوادونو پر اندېښنو، له یوبل څخه پر ګیلو، په پاکستان کې دافغان کډوالو پر برخلیک او په دې اړه د پاکستان پر ناسم چلند ژورې او سپینې خبرې وکړې. هڅه مو وکړه چې خبرې دوستانه خو سپینې ، ډاګیزې ، او صریحې وي چې یوې پایلې او تصمیم ته ورسېږو».

که څه هم دواړه لوريو د خپل حکومت نمایندګي نه کوله، خو په کانفرانس کې هر لوري مقابل اړخ ته ګیلې کړي او د ستونزي د هواري لپاره یې د اقداماتو غوښتنه کړې.

په غونډه کې د حزب اسلامي استازي ډاکټر غیرت بهیر هم ګډون درلود، نوموړي د طالبانو څخه غوښتي چې د حزب اسلامي سره دي یو ځای شي او له سیاسي لاري دې د خپلو اهدافو لپاره هلي ځلي وکړي.

ویل کیږي په غونډه کې پاکستاني ګډونوالو د ډیورنډ کرښي په رسمیت پيژندلو غوښتنه هم وکړه چې د افغان پلاوي د سخت غبرګون سره مخ شوه.

په غونډه کې د افغانستان څخه د بهرنیانو پر انخلاء ټینګار شوی او دواړه لوري پر دې متفق وه چې په افغانستان او سیمه کې د سولي او ثبات لپاره له سیمي څخه د بهرنیانو وتل اړین دي.

د پګواش موسسې همکار خلیل الله صافي نن ټکی اسیا ته وویل چې د کانفرانس په ایجنډا کې لاندي پنځه ټکي شامل وه:

۱- د افغانستان او پاکستان تر منځ دوه اړخیزه اړیکي او د لا پياوړي کولو لپاره یې څه باید وشي

۲- پر ډیورنډ کرښه د تګ راتګ موضوع

۳- تجارتي او اقتصادي اړیکي

۴- په پاکستان کې د افغان مهاجرینو ستونزي

۵- په سیمه کې د سولي لپاره څه باید وکړای شي

نوموړي وویل چې د پګواش مشر پاولو او هم دواړو افغان او پاکستان لوريو دغه غونډه یوه بریالی هڅه وبلله او په راتلونکې کې یې د ورته غونډو پر جوړولو ټینګار وکړ.

په غونډه کې د افغانستان له اړخه لاندي کسانو ګډون کړی وو:

د ولسي جرګې غړى فريدون مومند، قومي مشر حاجي روح الله وکيل، صفيه صديقي، ډاکتر فاروق اعظم، صديق پتمن، ضياءالحق امرخېل، پاينده محمد حکمت، ولي اکبر زاده، ډاکتر انوارالحق احدي، ډاکترغيرت بهير، جعفر مهدوي، قاضي محمدحسن حقيار، وزير ځدراڼ.

د پاکستان له اړخه ګډونوال په لاندې ډول وو:

طارق عزیز، عزيزاحمد خان، قاضي همايون، اسدالله دراني، رستم شاه مومند، عبدالله خان، محمد صادق، جمعه خان صوفي، رووف حسن، اياز وزير، رحيم الله يوسفزی، سعد خان، امنه خان، شېري رحمان او طلعت مسعود.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د