نظــر

وارخطا څــرګندوني!! طالبان دى ولور د لوړوالي له املـه جنګیږي!

نن د ازادۍ راډيو په سهارنۍ خپرونه كي د غزني ولايت د اندړو ولسوال ديسيوال له راډيو سره په يوه مركه كي وويل!

 

(چي دافغانستان جنګ دولور دى لوړوالي له املــه روان دى طالبان د واده پيسي نه لري نو ځكه جنګیږي او كله ئي چي دواده پيسي پيدا كړي جنګ يي پري ایښئ ده

نو ځکه مونږ كوشش كوو چي ولور كم شي نو جنګ به هم ودريږي. )

دا د ديسيوال خبري وي چي يو ځل بيا ئي دى روان برحق جهاد دى بدنامولو ناكامه هڅه وكړه..

ماته خوړلي او ډارن دښمن له هغه وروسته چي دبادارانو نظامي ځواک اوطاقت یي الله تعالی دکمزورو اوبي وسلي مجاهدینو په لاس له ماتي سر مخ کړ
تل یي کوشش کړئ چي دتبلیغاتو په مټ روان روا اومشروع جهاد په یو ډول نه يوډول ناروا او غیري مشروع ثابت کړي ترڅو په داډول کار سـره دروان جهاد قوي او منظم صفونه کمزوري اوبدنام کړي.
خو الحمدلله لکه څــنګه چي الله جله جلاله مغرور اوکبرجن دښمن په نظامي ډګر کي له ماته سره مخ کړ همدا ډول په تبلیغاتي ډګر کي هـم په کامله معنی سره له ماتي او رسوایي سره مخ ده.

دوۍ په دي نه پوهیږي چي دجهاد فرضیت او نه فرضیت دالله تعالی دسپیڅلي کلام له مبارکــو ایاتونو او دنبي کریم(ص)له مبارکو ارشاداتو څخه معلومیږي

هغه څه چي الله تعالی او دهغه پیغمبرص فرض ګڼلي هیڅوک یي هـم باطل نشي ثابتولی.
هغه دپښتو مشهور متل ده وایي(اوبواخیستی ځک ته هـم لاس اچوي)
ماته خوړلی دښمن چي له هـري خوا له ناکامي ســره مخ شوی په هــره برخه کي قوت فلج شوئ اوس غواړي په دا ډول تبلیغاتو ســره دروان مشــروع جهاد سپیڅلتیا پیکه او مجاهدین په غیري مستقیم ډول بدنام کړي.
الحمدلله ټوله دنیا په دي شاهد اوخــبره ده چي طالبان هيڅکله د دي دنیا دامتیازاتو لپاره قـرباني نه ورکوي
هغوۍ د دي دنیا له ژوندون او خوندونو څخه داخرت خوندونه بهتر ګڼي دطالبانو لمړنئ او لوی ارمان شهادت ده.

دابه کـوم بي عقل انسان ومني چي یو څوک دي دراروان ژوندون یعني له واده وروسته ژوند لپاره دمـرګ په خــوله کي لوبي وکړي؟؟

هغه کسان چي غـواړي په دي دنیا کي دځان لپاره ژوند برابر کړي هغوۍ هیڅکله ســر په لاس کي نه ګرځوي اونه هــم دمرګ په خوله کي دژوند سره لوبي کـوي.
دمجاهدینو هـدف د ودونو او د دنیا تر
ژوند ډیر لوړ اوسپیڅلی ده.

ډیری داسي مجاهدین شـته چي هغوۍ ودونه له دي امله نه کوي چي ودونه به یي بیا د روان جهاد په کولو کي خنډ جوړشي.

لاندي په څو کرښو کي درســره دخپل یو مجاهد ملګري حال شریکوم.
نوموړی ملګری چي دیوي منطقي دمجاهدینو سرګروپ ده له ورڼو ســره یي په همدي مشکل جنجال وو
وروڼو یي کوژده ورته کوله خو ده نه کوله اخیر خبره تر ما را راورسیده مشر ورور یي ماته تلیفون را وکړ چي فلانکی ستا ملګری ده ته ورته ووایه که یي ومنله چي کوژده ورته وکړو

دوروڼو له ډیر اسرار وروسته مي رابطه ورســره وکړه دکوژدي خبره مي ورته وکړه
مجاهد ملګري مي داسي جواب راکړ!
ګوره ګرانه!تاته معلومه ده چي زه ستا یوه خـبره هم نه غورځوم خو دکوژدي په خبره راسره مه ټینګیږه

که کوژده او بیا واده راته وکړي زما دجهاد اونظامي کارونو خڼډ جوړیږي زه هیڅکله داسي کار ته تیار نه یــم چي زما دجهاد اونظامي کارونو خڼډ جوړشي.

داده زمونږ دمجاهدینو مینه له جهاد ســره واده چي ځیني خلک یي نیمایي ژوند او دژوندون ښایست ګڼي
زمونږ مجاهدین وروڼه ورته دجهاد دپاته کیدلو په خاطر غاړه نه ږدي

په اخیر کي که دهمدي ماته خوړلي او

وارخطا دښمنانو څخه پوښتنه وکړي چي هغه کسان ولي جنګیږي کوم چي ودونه او اولادونه لري؟؟

بیا به دوارخطا او ماته خوړلي دښمن جواب څه وي؟؟

بلال محمدي

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x