روغتیا

د ځوان پاتې کېدو راز

ژباړن : عطا محمد میاخېل

هو سمه ده ! یو متل وایي : هېڅوک ځوان نه پاتې کېږي . سړی په هماغه عمر کې دی، چې حس کوي یې . کله وخت داسې احساس کوو، چې په څو اوونیو کې د څو کلونو په کچه زاړه شوي یو .

بشر له ډېرې لرغونې زمانې راهیسې د ځوانۍ د سرچینې په لټه کې دی . د روم په امپراطورۍ کې د خلکو منځنی عمر دوه ویشت کاله و . دا کچه د شلمې پېړۍ په پیل کې اووه څلوېښت کاله وه او دم ګړۍ منځنی عمر د اویا او اتیا کلونو ترمنځ دی، خو یوازې عمر معیار نه دی، د ژوند کیفیت هم د ارزښت وړ دی . البته که چېرې د هغه له پاره ډېر وخت تېرو کړو ! دا امر د دې سبب ګرځي، چې څېړونکي او پوهان په طب کې د پرمختګ له پاره پرله پسې هڅې وکړي .

ورزش؛ د ژوند لومړی رکن :

موږ خپله د ځانګړو تګلارو په لرلو سره د خپل بیولوژیکي ساعت له نسبي بېرته شاته را ګرځېدو څخه خبریو . یوه له دې تګلارو څخه د ځوان پاتې کېدو له پاره د تناسب ساتنه ده، چې درې رکنونه لري :

ـــ ورزش

ـــ تغذیه

ـــ د ذهني ځواک د نوښت له پاره تمرین

البته دې موخې ته رسېدل، په سمه توګه او همغږۍ سره د دې ټولو ترسره کېدل ممکن دي.

په ورزش کولو سره د وینې سپین کرویات زیاتېږي، له ورزش څخه لنډه موده وروسته د یادو کرویاتو شمېر له عادي حالت څخه درې تر پنځه برابره زیاتېږي، له دې لارې د وینې ټولې جوړونکې اجزاوې، چې له بکتریاوو سره د مقابلې دنده په غاړه لري، ډېرښت مومي . له سخت ورزش څخه وروسته، ستاسو د بدن متابولېږم تر یوې مودې پورې او کله وخت تر دوو ورځو پورې رسېږي او لوړ ځي . دا د سوځېدو او جوړېدو ډېرښت، ستاسو د بدن له پاره ډېر ګټور دی . تر ټولو غوره پایله هغه مهال تر لاسه کېدای شي، چې د ورزشي فعالیتونو له لارې سوځېدل ( په اوونۍ کې ۳۱۰۰ کالوري ) او د امکان په صورت کې، د سختو ورزشونو په ترسره کولو سره، په اوونۍ کې ۳۵۰۰ کیلو کالوري انرژي مصرفېږي.

سمه تغذیه؛ د ژوند دویم رکن :

پرله پسې څېړنو ثابته کړې، څوک چې په قصدي ډول خواړه خوري، د اوږده عمر له لرلو څخه برخمن دی . په دې برخه کې د ویټامینو له رول څخه سترګې نه شي پټېدلای او ثابته شوې، چې د ویټامینونو کمښت د نورو خوړنیزو توکو په پرتله د بدن په دفاعي ځواک باندې اغېز کوي . په وروستۍ لسیزه کې د ویټامینو د ارزښت په اړه د څېړنې په سیمه کې انقلاب را منځته شوی او تردې دمه یوازې په دې موضوع باندې خبرې کېږي، چې د ویټامینونو کمښت په بدن کې کومې بې نظمۍ را منځته کوي . خو اوس دا ثابته شوې، چې ویټامینونه کولای شي، بدن له ډېرو ناروغیو څخه خوندي وساتي .

ذهني نظم؛ د ژوند درېیم رکن :

زموږ مغز د انرژۍ د مصرف اصلي سرچینه ده، سره له دې چې زموږ د وزن دوه یا درې سلنه برخت تشکیلوي، خو د جذب شوي اکسیجن شل سلنه برخه د بدن د همدې غړي له خوا مصرفېږي . د انسان مغز له سل میلیونو عصبي حجرو ( ژونکو ) څخه تشکیل شوی دی، چې له یوه کمپیوټر څخه په څو واره د ډېر کار د ترسره کولو وړتیا لري . مغز زموږ د ژوند په اوږدو کې، کولای شي، میلیونونه انځورونه، شمېرې، شعرونه، خاطرې له ځان سره وساتي . زموږ لنډ مهالې حافظه کولای شي، د پنځه ویشت ثانیو په لړ کې، په بشپړه توګه اووه بېلا بېلې موضوع ګانې له ځانه سره ثبت کړي .

مغز د رازونو او فکر یو حیرانوونکی ماشین دی، که چېرې دا ماشین ودرېږي، که چېرې دا ماشین کم کار وکړي او یا هېڅ کار ونه کړي، نو زنګ نیسي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x