بریاڅنګه ترلاسه کړو؟!

رفيع انځور

که د نړۍ په کچه وګرځو دابه ناشونې وي چې پوره او له نیمګړتیاوو خالي انسان دې پیدا کړو . زموږ ډیری خلک ژرناهیلي کيږي که یې په کوم مجلس کې په خبروکې تیروتنه وکړه اویا په کومې چارې کې پاتې راغی اوف چوف به کوي او خپلې مبارزې ته به ډېرژرد پای ټکی ږدي.

ددې خبرو پسې هغومره سرمه ګرځوئ .اشتباه له انسان سره مله ده اولومړۍ تیروتنه د انسان لپاره د بریالار خلاصوي . هرکله چې تاسې څخه اشباه کیږي داسې احساس مه کوئ څوک نه درباندې پوهیږي همدا چې ستاسې اشباه نوروته په ډاګه کیږي ښه خبره ده . دقیق اوسئ خلک ستاسې پروړاندې ډېر حساس دي ژر زړه مه تنګوئ پریږدئ یې چې ستاسو په وړاندې خبرې او نیمګړتیاوو ته مو متوجه کړي.

دا حالت ستاسې په ګټه تمامیدی شي . د خلکو خبرې ،انتقاد هغه څه دي چې تاسې د تل لپاره له اشباهاتو څخه ژغوري . ډیری خلک به مولیدلي وي چې د مرچو پر وري سپاره وي او ځان ورته جامع الکمالات ښکاري سالمه نیوکه به نه مني . داسې خلک د بریا مخ نشي لیدلای او هېڅکله به د بریاحد ته ورونه رسیږي . استاد نجیب منلي وایي :«په ژوند کې لوړې ژورې شته کله به بریا لاس راکوي او کله به ماتې خوخپل عزم اوهوډ موپیاوړی ساتئ .همدا ماتې ده چې د دپرمختګ او د بریا لوړو پوړیوته مو رسوي » دا تل له ځانه سره وایئ چې بریالي کسان ولې بریالي دي زه هم باید بریالی شم او په زړه کې یو سالمه رقابت ورسره پیدا کړم . او دا سالمه رقابت هم د بریا د لاسته راوړنې اهم جز ګڼل کیږي.

هغوی چې بریالي دي کاریې کړی ،لاس یې اچولی،نه ستړې کیدونکې هلې ځلې یې کړي ،فکریې کړی چې اوس په مزه مزه خپل ژوند کوي . تاسې وګورې چې بریالي او ناکام دواړه یو ډول انسانان دی یوه خولې توی کړي او بل په شنه سیوري کې خوبونه کړي . یوه کارکړی بل ټبلي کړې او ټنبلي هغه شوم عمل دی چې د بریا مخه ډېرژر ‎ډب کولای شي . ځینې ټنبلان شته چې په ژوند کې هېڅکله دیوه کار د ترسره کولو لپاره لاس نه پورې کوي تل د شکست او ماتې خبرې کوي چې دا ټبلان په دنیاکې هغه زموږ په اصطلاح مزب زب پاتې کیږي . اوله دې خلکوسره هېڅکله د ملګرتا مزي مه تړئ .نه یوازې هغوی په تیاروکې خپله شړۍ هواره کړې بلکه ستاسې د پرمختګ او بریا مخه هم ډب کولای شي .

متل دی :بامن نشیني ما شوي با دیګ نشني سیاه شوي . رښتیا خبره ده د بریا په لاسته راوړلو کې موتل دا خبره په غوږونو کې کلکه ساتئ چې له هغوخلکو سره راشه درشه لرې چې پرهغوی اوس هېواد،ټولنه اووګړي حساب کوي .ښې او چپ خواته مووګورئ په سلګونو ښه اوبد خلک به پیدا کړې تاسې یوازې د ښواو نیکو خلکو پرپله پل ږدئ. بارباراډي اینجلېس وایي :((که چيرې تاسې نه غواړئ یو ناوړه او ماتې خوړونکی شخص وښودل شئ باید د سختي اوکړاونو دوره ووهئ ،ترڅوپه ځان کې ریښتینی اعتماد ومومئ.ځکه پر نفس ریښتینی اعتماد ددې باور پربنسټ چې چې په یقین سره به بریالي شئ ایښودل شوی دی)).

رحمان بابا وایي : بې زحمته راحت نشته زماوروره که راحت غواړې زحمت د رلره بویه که دحقیقت دریڅه پرانیزو ددې خبرې سره ټول منونکي یوپه ریښتا هم کله چې موږ د زحمت او خوارۍ خولې توی کړوخود به خود بریا ترلاسه کولای شو . بل ځای کې خوشحال بابا وایي : چې غوټې پسې په لاس به درشي چاویل چې په دریاب کې ګوهرنشته باید شیبه په شیبه ځان ته متوجه اوسو او دا پوښتنه د ورځې په پای کې له خپله ځانه وکړو. نن مې د خپلې ګاندې (آیندې) د جوړولو او داچې څنکه په ټولنه کې بریالی کس اوسم څه وکړل ؟ کومه کړنې مې ترسره کړې چې دبریا پردروازه دې ورننوزوم؟ دا او دې ته ورته نورې پوښتنې هغه دي چې ډېرژرمود نیکمرغۍ لارې ته وربولي . موږ یوازې د حال سره غاړه غړۍ یو ماضي خوهسې هم په این آن راسره مخه ښه کړې اوس پکارده چې دمستقبل لپاره کاروکړو .

داسې مه وایئ پريږده یې مرګ دی هسې نه چې ټوله خواري موبابیزه لاړه شي . نه ! نه! هسې نه ده! دنیا په اومیدخوړل شوې که هسې وي نود نړۍ ټول وګړي به کرارپه کورونو کې ناست یې چې مرګ دی هېڅ به نه کوو. هغه بله ورځ مې د ملګري سره هم پرهمدې بحث و،ویل یې چې خوشې به ولې خواري کوراځه پریږده یې . اوزه خوبیا په پوره ډاډ سره وایمه چې کوم خلک داسې مفکوره له ځانه سره لري مطلق ناکام دي . او دوروستۍ خبرې په توګه داخبره له ځان سره یادداشت کړئ هره ورځ یوه نوې ورځ ده ،او هره ګړۍ یوه نوې مرحله ده له همدې ورځونه ګټه پورته کړئ هدفمن او له بریالتوبه ډک قدمونه پورته کړئ . که چېرې هدفمن ګامونه واخلئ نوبریا به درته قدم راواخلي او ورسره ملګري به شئ.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د