دیني، سیرت او تاریخ

اسلام دضعیفو پوهانو او ناپوهو ځوانانو ترمنځ (۲۱)

لیکوال: شهید عبدالقادر عوده
ژباړن: مولوي محمد یونس خالص رحمه الله

یوویشتمه برخه: (په تېر پسې)

څلرمه ادعاء دا ده چې د ځینو اسلامي احکامو تطبیق امکان نه لري

د دې فکر څښتنان د تېرو درې ګونو مدعیاتو سره تناقض لري او وایي چې د اسلامي شریعت ګرد احکام دایمي او ثابت دي خو له دې کبله چې اسلامي ممالک بېرته پاتې او کمزوري دي او په دوی کې ډېر نامسلمانه داسې خلک شته، چې په هغوی باندې د اسلامي عقوباتو لکه رجم او لاس پرېکول شول، د غیر اسلامي قوي مملکتو له خوا تطبیقول امکان نه لري، نو ځکه باید دا ومنو چې د اسلامي شریعت ټول احکام واجب التطبیق دي خو د تطبیق امکان یې له منځه تللی دی.

خو دغه نظریه له دې امله چې الله تعالی فرمایي: {فَلاَ تَخْشَوُاْ النَّاسَ وَ اخْشَوْنِ وَلاَ تَشْتَرُواْ بِآیَاتِي ثَمَنًا قَلِیلاً وَ مَن لَّمْ یَحْکُم بِمَا أَنزَلَ اللهُ فَأُوْلَیِکَ هُمُ الْکَافِرُونَ} سورة مائده آیت۴۴.

یعنې نو تاسو د (اسلامي احکامو په تطبیق کې) له خلکو مه ويرېږئ، یعنې حکم زما له هدایت سره سم صادر کړئ او زما د آیتونو په مقابل کې دنیوي مال ته سترګې مه نیسئ او که چا په ما انزل الله حکم ونه کړ، نو دوی کافران دي، د اسلام سره سُر سر نه خوري.

دغه ډول خلکو د نورو ځوابونو په ضمن کې (په هغه صورت چې دا وېره ورسره ومنو) بیا هم وایو ډېرو فقهاؤ او علماؤ په اجنبي زنا کار او غله باندې د رجم او لاس پرېکونې حکم تطبیقول لازم نه دي بللي، نو په دغه صورت کې کیدای شي چې همدغه رایه معمول شي او د غیر اسلامي خلکو له قهر څخه ځان وژغورو.بیا ولې دا ادعاء وشي، چې ځینې اسلامي احکام له سره قابل التطبیق نه دي؟

بده نه ده چې په دې ځای کې وپوهوي، چې د رجم حکم په اسلام کې یو رمزي او خورا نادرالوقوع ښکاري، ځکه چې رجم یا په په زنا باندې پخپله د محصن زنا کار تر اعترافه پورې اړه لري او یا په زنا باندې د څلورو عادلو نارینه ؤ داسې شهادت ته ضرورت لري، چې د زنا حالت یې بالمشاهده لیدلی وي او بیان یې کړي او لکه څنګه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې رجمونت د اقرار په صورت جاري شوي او داسې با ایمانه کلک مسلمانان ؤ چې د اسلامي حکم د جریان لپاره او د خپلو جرایمو د محوه کولو لپاره یې په جرم اعتراف کاوه او مجازات یې ِغوښته او نن سبا هغه ډول صحیح مسلمانان نه وینو. همدا راز هغه شوواهد چې د زنا د تثبیت لپاره په کومو شرایطو ضرورت لري د پیدا کیدو څخه لرې ښکاري، نو بیا په دې د اسلامي مملکت له مملکتي اصولو څخه دغه ډول احکام ویستل او د هغو لرې کولو ته دغه ډول پلمې جوړول له اسلام سره د بدبینۍ او ناپوهۍ لوی دلیل دی.

نور بیا..

کمپوز: عزت الله شرافت

کتاب: اسلام د ضعیفو پوهانو او ناپوهو ځوانانو ترمنځ (چاپ ۱۹۷۷) (ټولي برخي)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x