دیني، سیرت او تاریخ

اسلام دضعیفو پوهانو او ناپوهو ځوانانو ترمنځ (۲۲)

لیکوال: شهید عبدالقادر عوده
ژباړن: مولوي محمد یونس خالص رحمه الله

دوه ویشتمه برخه: (په تېر پسې)

پنځمه ادعاء دا ده چې اسلامي فقه د فقهاؤ په آراء او افکارو ولاړه ده

د اروپایي ثقافت له څښتنانو څخه ځینې دا عقیده لري، چې د اسلامي فقهې زیاته برخه احکام بی یواځې د فقهاؤ د آراء او افکارو ابتکاري محصول دي، د قران او حدیث حکم نه دی. کله چې دوی ته کومه فقهي نظریه وښودل شي چې هغه وضعي قانون په دې وروستیو پېړیو کې درک کړي وي، نو وارخطا او دا فکر کوي چې اسلامي علماء او فقهاء په خپل فکر هغه شیان درک کړي وي او په اوومه او اتمه میلادي پېړۍ کې ورته رسیدلي وو، چې قانون پوهان ورته ایله بیله په نولسمه او شلمه پیړۍ کې ورسیدل. ځینو یې یو ځل ماته خپله عقیده ښکاره کړه او ویې ویلې:

زما په عقیده چې د مذاهبو امامانو له بشري سویې څخه لوړه سویه درلوده، ځکه دوی په خپل فکر کې د بشري فکر څخه دریارلس یا څوارلس پېړۍ سبقت ګټلی دی.

دې کې شک نشته کوم خلک چې اسلامي فقهه د اسلامي علماؤ ابتکار ګڼي او یا دا ګُمان کوي، چې دوی په خپل تفکر کې له بشري فکر څخه سبقت لاس ته راوړی سخت تیروتي او وارخطا شوي دي، رښتیا او روغه خبره دا ده چې له خپلو عالي او سلیمو افکارو سره، سرع بیا هم کوم نوی شی منځته نه دی راوړی او نه یې کوم ابتکار کړي، بلکې څه چې دي هغه دا دي چې د دوی مخې ته هغه شریعت و، له نظریاتو او مبادیو څخه یې کمبود درلود، نو دوی دغه شرعي مبادي وڅیړل او دغه نظریات یې پخپله اصلي او حقیقي بڼه کې خلکو ته وړاندې کړل.

هو! دوی بس یواځې هغه کار سرته ورساوه چې د هر مجتهد وظیفه ده. هغه دا چې دوی د هر حکم ټول افراد د هغه حکم لاندې راوستل او هره مبداء یې پخپلو جزیاتو تطبیق کړه. که اسلامي فقهه کې کوم ابتکار او لوړتیا ښکاري هغه د شریعت ابتکار دی، چې له بشري فکر څخه یې سبقت کړی او د دې لپاره یې لوړ مبادي او نظریات منځته راوړي، چې انساني او بشري وګړي د کمال خواته ولیږدوي او د بشریت په عالي نظام یې د مقصود (نیکمرغۍ)خواته روان کړي.

نو ښاغلو فقهاؤ نه د مطلق مساوات راوړی او نه د پوره عدالت سوغات خلکو ته ورکړی او نه یې حقیقي آزادي اعلان کړې، بلکې دا یواځې د قرآني او سننِ نبوي صلی الله علیه وسلم هغو نصوصو کار دی، چې لومړی مو یاد کړل او بیا لیکلو ته یې ضرورت نه وینم.

د شوری نظریه، د حاکمې قوې د تقیید نظریه او دا چې حاکم د ملت نایب دی او هغه هم مسؤلیت لري او پوښتنه کول ورڅخه پکار دي او د طلاق او شرابو نظریه کوم چې لومړۍ مو د نصوصو په رڼا کې مفصلاً یاده کړه فقهاؤ له ځانه نه دی راوړي، بلکې له شرعي نصوصو څخه یې بیان کړي دي.

همداراز په پور کې لیکنه او په تجارتي معاملو کې د شهددو په شهادت اثباتول فقهاؤ له ځانه نه دپ راوړي، بلکې قرآن فرمایي:

{یَا أَیَّهَا الَّذِینَ آمَنُواْ اِذَا تَدَایَنتُم بِدَیْنٍ اِلَی أَجَلٍ مَّسَمًّی فَاکْتُبُوه…} سورة البقره آیت ۲۸۲. اې مسلمانانو! کله مو چې د پور او دین معامله سره په خپلو منځو کې، تر یوې معلومې نېټې وکوله نو ویې لیکئ.

د بیړا او سفیه د عقود بطلان، او ولي ته یې د اقرار کولو نظریه فقهاؤ نه ده را ویستلې، بلکې د همدې پورتني آیت حکم دی، چې موږ یې ورباندې پوهولي یو.

په همدې ترتیب دا نظر چې (ضرورتونه او ظروف په احکامو هم اغېزه کوي) فقهاؤ نه ده جوړه کړې، بلکې له قرآني نصوصو څخه یې اخیستې چې الله تعالی فرمایي:

{لَا یُکَلَّفُ اللهُ نفسا الَّا وُسْعَهَا} سورة البقره آیت ۲۸۶.

یعنې خدای جل جلاله له طاقت څخه لوړ تکلیف په چا نه اچوي او فرمایي:

{و ما جعل فی الدین من خرج} خدای جل جلاله په دین کې تاسو تاسو باندې محض د ربړولو لپاره هیڅ کوم څیز نه دی لازم کړی. او فرمایي: {وَ قَدْ فَصَّلَ لَکُم مَّا حَرَّمَ عَلَیْکُمْ اِلَّا مَا اضْطُرِرْتُمْ اِلَیْهِ} سورة انعام آیت ۱۱۹.یعنې خدای تاسو ته هغه شیان مفصل کړل چې په تاسو یې حرام کړي، مګر هغه شیان یې نه دي حرام کړي، یا یې درته اجازه درکړې چې تاسو ته د شریعت له مقرراتو سره سم اړ او مجبور شئ.

فقهاؤ د مجبور شوي او اړ د عفو کولو نظریه نه ده ایښې، بلکې پخپله خدای تعالی فرمایي:

{اِلَّا مَنْ اُکْرِهَ وَ قَلْبُهُ مُطْمَئِنٌّ بِالاِیمَان} سورة نحل آیت ۱۰۶.

یعنې مګر هغه څوک چې مجبور بالکفر شي او زړه یې په ایمان کلک او ډاډه وي او فرمایي: {فَمَنِ اضْطُرَّ غَیْرَ بَاغٍ وَ لاَ عَادٍ فَلا اِثْمَ عَلَیْهِ} سورة البقره آیت۱۷۳. یعنې… که څوک اړ شو په داسې حال کې چې د اړتیا څخه علاوه یې نه خواړه او متجاوز نه و، نو د مردارې په خوراک ورباندې ګناه نشته

او رسول الله صل الله علیه وسلم فرمایلي: (رفع عن امتی الخطأ و النسیان وما استکرهوا علیه) یعنې زما د امت د خطأ، هېرې او هغو جرایمو له ګناهونو څخه خلاص شوي، چې دوی ورباندې د بل له خوا مجبور کړای شي؛البته مجبوریت ځانله مقررات لري او پخپل زړه څوک خپل ځانته د مجبور په نامه د ناوړه کارونو اجازه نشي ورکولای. (ژباړن)

فقهاؤ دواړه، لیوني او خوبولي جرایم نه دي عفو کړي، بلکې رسول الله صل الله علیه فرمایلي دي: (رفع القلم عن الثلاث. عن الصبی حتی یحتلم و عن النائم حتی یصحو و عن المجنون حتی یفیق) یعنې درې تنه له قلمه لویدلي: یو وړوکی ترڅو چې بالغ شي، بل ویده ترڅو چې راویښ شي او بل لیونی ترڅو چې روغ شي.

دا د فقهاؤ نظریه نه ده چې یو د بل په جرم نه نیول کیږي، بلکې خدای تعالی فرمایي:

{وَلاَ تزرُ وَ ازَرة وزر اُخری} یعنې کوم نفس د بل پیټی او ګناه په سر نه اخلي…فقهاؤ د عهد او خطأ د احکامو ترمنځ فرق له ځانه، نه دی کړی بلکې قرآن دی چې فرمایي: {وَمَا کَانَ لِمُؤْمِنٍ أَن یَقْتُلَ..) سورة نسآء آیت ۹۲.

یعنې یو مؤمن ته نه شته چې مؤمن ووژني، مګر په خطاء سره او که چا څوک مسلمان په خطاء وواژه نو د مسلمان مریی (غلام) آزادول او کورنۍ ته یې دیت ورکول پرې لازم دي.او فرمایي:

{یَا أَیَّهَا الَّذِینَ آمَنُواْ کُتِبَ عَلَیْکُمُ الْقِصَاصُ فِي الْقَتْلَی} سورة البقره آیت ۱۷۸.

یعنې اې مؤمنانو! په وژل شویو کسانو کې قصاص په تاسو لازم دی.او فرمایي: {وَ لَیْسَ عَلَیْکُمْ جُنَاحٌ فِیمَا أَخْطَأْتُم بِهِ وَلَکِن مَّا تَعَمَّدَتٌ قُلُوبُکُمْ} سورة احزاب آیت ۵.

یعنې او په تاسو باندې په هغه څیز کې چې پکې تېر وځئ ګناه نشته خو چې د زړه او قصد څخه مو جرم ته اقدام کړی وي هغه درباندې دی.

په همدې شان موږ یوه عامه نظریه او کلي مبدأ هم نشو موندلای، مګر دا چې قرآني نص او یا نبوي صل الله علیه وسلم ارشاد به پکې موجود وي. خو داسلامي علماؤ کور ودان چې احادیث او آیتونه یې هومره مشرح کړل او د اسلامي تقنیني روحیې لاندې یې هومره وڅیړل چې د هرې مبدأ د تطبیق شروط یې را وښوول او د اسلامي احکامو د عملي کولو لوری یې پوره، پوره روښانه کړی.

دا لا څه چې دوی د فروعو او جزیاتو احکام هم راوویستل او دا یې را وښودله، چې هغه احکام او حوادث چې تفصیلاً په قراني نص او نبوي ارشاد کې نه وي یاد شوي، څرنګه له عامه مبادیو څخه وفهمول شي او په کومه توګه الی الابد اسلامي هدایات په بشري جوامعو باید تطبیق شي.

د اسلامي فقهې په برخه کې واقع او حقیقت هم دا دی، چې مو عرض کړ او شایي هغه خلک چې اسلامي فقهه د فقهاؤ فکري ابتکار بولي له دې کبله خطا وتي وي، چې دوی شرعي فقه په قانوني فقه قیاس کړې ده، حال دا چې شرعي فقه له قرآن او حدیث څخه اخیستل شوې او هر قانون خو طبعاً یو ابتکاري څیز دی.

له دې خبرو څخه دا راڅرګندیږي که دې ښاغلو د ظاهریاتو مذهب لوستلی وای، کوم چې فقهاؤ یې له قرآن او سنت او اجماع څخه په غیر بل کوم شرعي مصدر نه ثابتوي او د نورو فقهاؤ په څېر قیاس ډډه نه لګوي او بیا د دې سره، سره مرسله احادیث هم مدار د حکم نه ګرځوي، خو د شرعي حکم لپاره د قرآن او حدیث له لارې اسناد وړاندې کوي او د هرې مبدأ او هرې نظریې لپاره قرآني نص یا نبوي مسند حدیث پیش کوي، زما په عقیده چې یواځې همدې به دوی ته قناعت ورکړی وي، چې دوی د اسلامي فقهې په برخه کې پخپل اظهار نظر کې تېروتلي دي.

نور بیا..

کمپوز: عزت الله شرافت

کتاب: اسلام د ضعیفو پوهانو او ناپوهو ځوانانو ترمنځ (چاپ ۱۹۷۷) (ټولي برخي)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x