افغانستان

د فهیم ساتونکو د مشرانو جرګې سلاکار خلیل شنکر ډبولی

نن ټکی اسیا: د مشرانو جرګې یو شمېرغړو نن په خپلې عمومي غونډه کې وویل، چې د ولسمشر د لومړي مرستیال مارشال فهیم ساتونکو پرون د دغې جرګې یو مشاور خلیل شنکر وهلی او توهین کړی دی.د مشرانو جرګې منشي سیدفرخ شاه جناب او سناتور حافظ عبد القیوم وايي چې د مشرانو جرګې یاد سلاکار غوښتل چې د جرګې تالار ته راشي، ولې د مارشال فهیم ساتونکو شنکر و واهه او خوله او پوزه پرې وینې کړه.د مشرانو جرګې یوشمېرنورو سناتورانو هم دغه پيښه تایید کړې ده.

د جرګې ریس فضل هادي مسلمیار په دې اړه د سناتورانو له اعتراضونو وروسته وویل،چې پرداسې غیر اخلاقي چلندونو خواشینی دی.د ولسمشر لومړی مرستیال مارشال فهیم پرون ولسي جرګې ته ورغلی و،چې پنځه نوي وزیران د سترې محکمې د عالي شورا له ۲ غړو سره جرګې ته معرفي کړي.د ولسي جرګې تالار د فهیم له تګه مخکې په سپیو پلټل شوی و،چې دې کار د ولسي جرګې د وکیلانو سخت غبرګون را پارولی و.خو فهیم ویلي و،چې دا کار د ده په خوښه نه بلکې د امنیتي ادارو لخوا شوی دی.

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x