د طالبانو د روزنیز مرکز څخه تازه فارغ شوي سرتیري جنګیالي – انځورونه

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، لېندۍ ۳مه، ۱۳۹۵ل): د طالبانو پر رسمي ویب پاڼه «الاماره» باندي یو شمیر انځورونه نشر شوي چې په اړه یې طالبان وايي چې د هغو سرتېرو جنګیالیو دي چې تازه د دوی له یوه روزنیز مرکز «خالد بن ولید معسکر» څخه فارغ شوي او لوړې نظامي زده کړي يې کړي دي.

په انځورونو کې هغه شوبلې او رینجر موټران هم لیدل کیږي چې طالبانو له ملي اردو او پولیسو څخه په جګړو کې نیولي او اوس ترې د نظامي روزنې پر مهال ګټه اخلي.

دوی ویلي چې سل تنه جنګیالي د «خالد بن ولید» مرکزي معسکر او پنځوس تنه یې د «ابودجانه معسکر» څخه فارغ شوي، چې د روزني ټوله موده یې ۴۵ ورځي ښودل شوې. د طالبانو په وینا په دغه موده کې یې د «اسلامي عقیدې، حنفي فقهې، نبوي سیرت او استخباراتو په برخو کې ضروري او مهې زده کړي تر لاسه کړي دي».

د سرچیني د قول سره سم دغه کسان به د «اشغالګرو او ددوی د مزدورانو» پر ضد جنګیږي.

طالبان په افغانستان کې بهرنیانو ته اشغالګر او په کابل کې اوسنۍ حکومتي ادارې ته د هغوی مزدوران وايي او پر وړاندي یې وسلوال مقاومت شرعي او دیني وجیبه بولي.

د خالد بن ولید معسکر:

د طالبانو د خبر سره سم خالد بن ولید روزنیز مرکز د هیواد په اتو ولایتونو کې مرکزونه او ۱۲ څانګي لري، چې په هغو کې ۳۰۰ تنه دیني عالمان او نظامي کارپوهان په دندو ګمارل شوي تر څو طالبانو ته نظامي، استخباراتي او دیني زده کړې ورکړي.

هغه ولایتونه چې دغه معسکر په کې مرکزیت لري کندهار، هلمند، غزني، غور، سرپل، فاریاب، فراه او میدان وردګ ولایتونه ښودل شوي دي، چې په وینا یې دغه مرکزونه د ۲۰۰۰ کسانو د روزني ظرفیت لري.

په خبر کې راغلي: «په نوموړي معسکر کې مجاهدينو ته د مروجه درنو او سپکو وسلو لکه کلاشینکوف، ثقيل ماشیندار، آر پي جي ۷ (راکټ )، هفتاد پنج او هشتاد دو توپونه، هاوانونه، زیکویک، دومیله، دهشکه او نورو وسلو په برخه کې په عملي توګه زده کړه ورکول کيږي او بيا د “رمايې” پروګرام په ترڅ کې ورڅخه عملاً امتحان اخيستل کېږي. د دې ترڅنګ د مختلفو چاودېدونکو توکو، ټانکونو، طیارو، لیزرونو، ترصدي بې پیلوټه طیارو او بېلا بېلو عصري ټوپکونو په اړه هم د امکاناتو پر اساس معلومات او عملي درس ورکول کيږي».

لاندې هغه انځورونه دي چې د طالبانو د سرتېرو جنګیالیو د فراغت په مراسمو کې اخیستل شوي:

taliban-training-1 taliban-training-2 taliban-training-3 taliban-training-4 taliban-training-5 taliban-training-6 taliban-training-7 taliban-training-8 taliban-training-9 taliban-training-10 taliban-training-11 taliban-training-12 taliban-training-13 taliban-training-14 taliban-training-15 taliban-training-16



د لیکوال او لاندي تبصره کوونکو له نظر سره د نن ټکی اسیا د ادارې توافق شرط نه دی.

2 تبصرې

  1. طوفان طوطاخیل

    ژوند ، ژوند ، ژوند داسلامي امارت مجاهدینوته
    مرګ مرګ مرګ دامارت پردښمنانو

  2. الحمد الله ډیر دخدای پاک فضل او رحمت دی له خوشالي څخه ورته ژاړم او په سترګو کې مې اوښکې راغلې خدای پاک دې دوی ته قدرت ورکړي چې فاسدینو ته سزا ورکړي اواشغالګر له وطنه وشړي !

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.